ملګري ملتونه ښايي خپل ۲۰ سلنه کارکوونکي کم کړي

د رویټرز خبري اژانس د رېپورټ له مخې، د ملګرو ملتونو سازمان پلان لري چې د خپلې ۳.۷ مېلیارده ډالره بودیجې ۲۰ سلنه کمه کړي. دا پرېکړه کولای شي د دغه سازمان په بېلابېلو برخو کې د شاوخوا ۶ زره ۹۰۰ کارکوونکو دندې لهمنځه یوسي.