• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اسراییل هوایي بریدونو په غزه کې د پنجنشبې په ورځ ۴۴ کسان وژلي

۸ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۹ می ۲۰۲۵، ۲۲:۰۲ GMT+۱

د غزې د ملکي دفاع ادارې ویلي، د اسراییل هوایي او ځمکني بریدونو د پنجشنبې په ورځ لږ تر لږه ۴۴ فلسطینیان وژلي، پدغه کسانو ۲۳ یوازې په یو کور کې وژل شوي دي.

د ملکي دفاع مشر محمد المغیر دای ایف پي خبري اژانس ته ویلي: "د اسراییل بریدونو له امله په غزه کې ۴۴ کسان وژل شوي، یوازې د القریناوي کورنۍ پر کور د برید له امله ۲۳ کسان وژل شوي، ګڼ نور ټپیان، او یو شمېر نور لا هم تر خاورو لاندې دي." دا کور د البریج کډوالو کمپ ختیځ لوري ته وو.
نوموړي زیاته کړه چې نن سهار د غزې جنوب ته، د مورګ سیمې په یوه برخه کې د امریکایي مرستې مرکز ته نږدې د اسراییلي ځواکونو په ډزو کې دوه تنه وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

دای ایف پي له خوا د پوښتنې په ځواب کې، د اسراییل پوځ ویلي چې د البریج او مرستې مرکز پر پېښو "پلټنه روانه ده".

یاد امریکايي ملاتړ لرونکی مرستندوی مرکز د غزې لپاره د مرستو وېش یوه نوې طرحه ده، چې اسراییل وايي هدف یې دا دی چې مرستې د حماس لاس ته و نه لوېږي، خو د ملګرو ملتونو او اروپایي ټولنې له خوا دا طرحه تر نیوکې لاندې راغلې.

د البریج له سیمې اخیستل شوې ویډیوګانې ښيي چې فلسطینیان د ویچاړې شوې ودانۍ تر خاورو او دوړو لاندې د خپلوانو لټون کوي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

•
•
•

نور کیسې

افغانستان؛ د جګړې له ډګره تر سیمه‌ییز اتصال پورې

۸ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۹ می ۲۰۲۵، ۲۱:۴۵ GMT+۱

پاکستانۍ وېپ‌پاڼه وايي، افغانستان چې د لسیزو راهیسې د نړۍوالو قدرتونو ترمنځ د جګړې او سیالۍ ډګر و، اوس د سیمه‌ییز اقتصادي اتصال په برخه کې د یو مهم ټکي په توګه راڅرګندېږي.

د لیکوال په اند، که په افغانستان کې ثبات تامین شي، دغه هېواد کولای شي له جګړې نه د پراختیا او اقتصادي همکارۍ لور ته حرکت وکړي.

دډې فرایډې ټایمز د مقالې لیکوال زیاتوي چې افغانستان په تېرو وختونو کې د جګړې، ترهګرۍ او امنیتي ناورین په چوکاټ کې پېژندل کېده، خو اوس نوي لیدلوري، په ځانګړې توګه د چین او پاکستان د اقتصادي دهلیز (CPEC) او د چین د «یو کمربند، یوه لار» نوښت له لارې، دا ښيي چې دا هېواد کولای شي د سوېلي او مرکزي اسیا ترمنځ د اتصال په برخه کې مثبت رول ولوبوي.

ډې فرایډې ټایمز وېپ‌پاڼې د مقالې لیکوال په اند، افغانستان د جغرافیې له مهم موقیعت نه برخمن دی او کولای شي ځان د سوداګرۍ، انرژۍ او سیمه‌ییز ټرانزیت لپاره د اړیکو یو پُل وګرځوي. د کانونو او لیتیم په سکټورونو کې پانګونه او د خلکو لپاره د کاري فرصتونو رامنځته‌کېدو په ګډون د سیمه‌ییز اتصال نوي پلانونه د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره فرصتونه برابر کړي دي.

په مقاله کې ادعا شوې چې یو شمېر هېوادونه، په ځانګړي ډول چین، غواړي افغانستان په سیمه‌ییزو اقتصادي بهیرونو کې شامل کړي او دغه هېواد له اقتصادي انزوا نه لرې‌ وساتي. د مس عینک په کان کې د پانګونې سربیره، چین غواړي په افغانستان کې د لیتیم کانونو په ګډون پر نورو لویو برخو کې هم پانګونه وکړي.

لیکوال وايي چې د دې ټولو سره-سره امنیتي ستونزې لا هم پر خپل ځای پاتې دي او په افغانستان کې ترهګريز فعالیتونه په بېلابېلو سیمو کې دوام لري. د لیکوال په وینا، تر څو چې ثبات تامین نه‌شي او د سختدریځو ډلو پر ضد ګټوره مبارزه ونه شي، په دغه هېواد کې هېڅ اقتصادي پروګرام نه‌شي بریالی کېدای.

د یادونې ده چې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته، چین له دغې ډلې سره خپل تعاملات تر بل هر هېواده ښه ساتلي او ان له پاکستان سره یې هم د یادې ډلې د خبرواترو او اړیکو ښه کېدو منځګړیتوب ترسره کړی دی.

تېره اونۍ په بیجېنګ کې د طالبانو، پاکستان او چین بهرنیو چارو وزیرانو ګډه غونډه کړې چې د راپورونو پر بنسټ له طالبانو پکې غوښتنه شوي څو افغانستان کې د هند د نفوذ مخه ونېسي. له چین سربېره د ایران، روسیې، منځنۍ اسیا او یو شمېر نورو هېوادونو پانګه‌والو هم افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا ښوولې.

دا‌ په داسې حال کې ده چې په کور دننه او بهر د جلا وطنه افغانانو له لوري نیوکې کېږي چې طالبانو په خپلسرې او ناقانونه توګه د افغانستان طبیعي شتمني د چین په ګډون د یو شمېر نورو هېوادونو منګولو کې ورکړې ده.

د امریکا په کینټکي کې مېشت افغانان د ایستلو له ویرې سره مخ دي

۸ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۹ می ۲۰۲۵، ۱۹:۱۷ GMT+۱

رویټرز خبري اژانس ویلي، په کينټکي کې افغان کډوال اندېښنه لري، چې که افغانستان ته واستول شي کورنۍ به یې له ګواښ سره مخ شي. د ټرمپ ادارې ویلي چې د جولای په میاشت کې به د افغانانو د لنډ مهاله خوندیتوب پروسه پای ته رسوي.

نږدې څلور کاله وړاندې کله چې امریکایي ځواکونه له افغانستانه ووتل افغان پناه غوښتونکی وزير خان ځدران او د هغه کورنۍ کينټکي ته لاړل.

نوموړي رويټرز خبري اژانس ته ویلي که افغانستان ته په زور واستول شي د خپلو ماشومانو، په ځانګړې توګه د نجونو د راتلونکي په اړه اندېښمن دی.

وزیر خان ځدران زياته کړې: «دلته د ماشومانو راتلونکې روښانه ده او کولی شي زده کړې وکړي، که موږ بیا خپل هېواد ته ولاړ شو نو دوی په ځانګړې توګه نجونې ښه راتلونکې نه لري، دوی ښوونځي، پوهنتون او کار کولو ته نشي تللی.»

ځدراڼ یو قومي مشر و، چې شل کاله د مخه یې د حقاني شبکې په وړاندې جګړه وکړه، هغه او کورنۍ یې په ۲۰۲۱ کال کې امریکا ته د تګ لپاره امریکایانو په چورلکو کې د کابل هوايي ډګر ته بوتلل.

د هغه مشره لور زلیخا اوس د راتلونکي کال لپاره د پوهنتون تیاری نیسي؛ خو په امریکا کې د دایمي استوګنې د اسنادو نشتوالی او د ایستلو خطر دا له ویرې سره مخ کړې ده.

د ځدران کورنۍ د پناه غوښتنه ځنډول شوی او اوس مهال دوی تر هغه وخته پاته کېدلی شي، چې د قضیې په اړه یې وروستۍ پرېکړه کيږي.

د ټرمپ ادارې د شاوخوا ۱۴۶۰۰ افغانانو، وینزویلا او نورو هېوادونو د سلګونو زرو وګړو لپاره د لنډمهاله خوندیتوب د ختمولو پرېکړه کړې ده.

د رويټرز اژانس د معلوماتو له مخي، چې د طالبانو ادارې د ۱۲ کلونو څخه پورته نجونې له ښوونځي او پوهنتون څخه منع کړي او د ښځو پر یوازي سفر یې هم بندیز لګولی

طالبان وايي چې دوی «ښځو ته د اسلامي شریعت له مخي‌حقونه ورکوي»

روسیې ته د شمالي کوریا پوځي مرسته؛ اوکراین باندې توغندیز بریدونه زیات شوي

۸ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۹ می ۲۰۲۵، ۱۹:۰۵ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د بندیزونو څارنې یوې ډلې ویلي، شمالي کوریا روسیې ته تر ۲۰ زرو کانټینرو ډېر مهمات برابر کړي، چې له امله یې روسیه وتوانېدلې د اوکراین پر مهمو ملکي تاسیساتو توغندیز بریدونه زیات کړي.

راپور زیاتوي، دواړو هېوادونو له ۲۰۲۳ راهیسې پراخه پوځي همکاري پيل کړې، چې له مخې یې شمالي کوریا زرګونه توپچي مهمات او بالستیک توغندي روسیې ته ورکړي، او روسیې په بدل کې د توغندیو د دقیقې لارښوونې معلومات، هوايي دفاعي سیستمونه او نور پوځي وسایل ورکړي.

همداراز ویل شوي، شمالي کوریا سږ کال د روسیې د ملاتړ لپاره پوځیان اوکراین ته استولي، چې دا د دوی د ستراتیژیک دفاعي تړون برخه ده. دا هر څه د ملګرو ملتونو د بندیزونو ښکاره سرغړونه بلل شوې.

د ټرمپ ادارې د بهرنیو چارو وزارت د پراخ بدلون اعلان وکړ

۸ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۹ می ۲۰۲۵، ۱۸:۲۹ GMT+۱

د ټرمپ ادارې د پنجشنبې په ورځ کانګرس ته خبر ورکړی چې د بهرنیو چارو وزارت کې به پراخ بدلونونه راولي. پدې پلان کې زرګونه دندې له منځه وړل کیږي، د بشري حقونو څانګې ته د "لوېدیځو ارزښتونو" تمرکز ورکول، او د کډوالو چارو ادارې ته د ناقانونه مهاجرت د مخنیوي مسؤولیت سپارل کیږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، دا بدلونونه به وزارت ساده، چټک او موثر کړي، څو د امریکا ګټې خوندي او امریکایان خوندي وساتل شي. د نوي جوړښت له مخې، شاوخوا ۴۵ سلنه کورني دفترونه به یوځای، لغوه یا ساده شي، او له ۱۸،۷۸۰ کارکوونکو څخه به ۳،۴۴۸له مدني او ډېپلوماټيکو دندو لرې شي.

په دغه نوي پلان کې یوازې هغه کسان اغېزمنېږي چې د امریکا دننه دي، خو بهر میشت یا محلي کارکوونکي نه متاثریږي.

د پلان له مخې، یو نوی مرستیال وزیر به د بهرنۍ مرستې او بشري چارو مشري وکړي، چې ډېره دنده به یې د USAID له منحل شوې ادارې پاتې کارونه وي.

همداراز، د دموکراسۍ او بشري حقونو څانګه به د لوېدیځو ارزښتونو پراساس له سره تنظیم شي، او د کډوالو اداره به پر ناقانونه مېشتو کسانو د قانوني ستنولو تمرکز وکړي.

د پاکستان لوی درستیز: پاکستان به هیڅکله د هند برلاسی ونه مني

۸ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۹ می ۲۰۲۵، ۱۷:۱۹ GMT+۱

د پاکستان لوی درستیز عاصم منیر ټینګار کړی چې پاکستان به هیڅکله د هند سیمه‌ییز تسلط ته غاړه کښینږدې او د هېواد خپلواکۍ ته به کلکه ژمنتیا وساتي. منیر د دغه هېواد د پوهنتونونو له مسوولانو سره په یوه ځانګړي بحث کې ویلي، چې پاکستان به هیڅکله د هند برلاسی ونه مني.

د پاکستان لوی درستیز زیاته کړې چې د اسلام اباد لپاره اوبه سره کرښه ده او د ۲۴۰ میلیونه پاکستانیانو د حق پر سر به هیڅ ډول جوړجاړی ونه مني.

د پاکستانۍ ورځپاڼې اېکسپرېس ټربیون د رپوټ له مخې، نوموړي د پاکستان او هند ترمنځ د اندس د اوبو تړون ځنډول هم غندلي دي.

هند اعلان کړی، چې د اندس تړون پر اساس تر هغه پاکستان ته اوبه نه ور کوي، چې د ترهګرو ملاتړ یې نه وي پرېیښی.