طالبان: په دوو میاشتو کې مو په ټول هېواد کې نږدې ۵۷۵ زره برېښنایي پېژندپاڼې ویشلې دي

د طالبانو د احصایې او معلوماتو اداره وایي، چې د روان کال په دوو لومړیو میاشتو کې یې په ټول افغانستان کې ۵۷۴ زره او ۹۱۲ برېښنایي پېژندپاڼې وېشلې دي.

دغې ادارې پر ایکس خواله رسنۍ لیکلي، چې د معلومات پر بنسټ کابل د ۸۹۱۱۸، هرات ۸۴۶۳۱، بلخ ۸۰۱۵۹، کندهار ۳۶۰۰۵ او هلمند ولایت کې یې ۳۲۲۴۳ برېښنایي تذکرې وېشلې. طالبان وايي، چې دا پنځه ولایتونه د روان کال په دوو لومړیو میاشتو کې تر نورو ولایتونو د ډیرو پېژندپاڼو په اخیستو کې مخکښ دي.

دغه اداره زیاتوي، چې اوس مهال یې د کابل په ګډون په ټول هېواد کې ۷۵ د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش مرکزونه، یو ګرځنده ټیم او همدا راز په متحده عربي اماراتو کې د اسان خدمت یو مرکز فعال کړی، چې هره ورځ نارینه او ښځينه غوښتونکو ته اړونده چوپړ وړاندې کوي.