د بښنې نړیوال سازمان: افغانې ښځې او نجونې د بشري خدمتونو د کمښت اصلي قربانیانې دي

د بښنې نړیوال سازمان په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې د امریکا د بهرنیو مرستو ناڅاپي کمښت په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وضعیت سخته اغیزه کړې، او دوی یې د تر ټولو ډیر زیان منونکې ډلې په توګه له جدي ګواښ سره مخ کړي دي.

د بشري حقونو د دغه سازمان د څېړنو او موندنو له مخې، په افغانستان کې د ۲۳ ټولنیزو سرچینو له مرکزونو څخه ۱۲ یې د متحده ایالانو له‌خوا د مالي سرچینو له بندېدو له امله تړل شوي دي.

د سازمان په وینا، دغو مرکزونو د کډوالۍ یا داخلي بې ځایه شویو څخه راستنیدونکو شاوخوا ۱۲۰،۰۰۰وګړو ته د سرپناه، خوراکي مرستې، قانوني مشورې، او روغتیایي مرکزونو ته د ورپېژندلو په ګډون ډیری نور خدمتونه وړاندې کول.

د بښنې نړیوال سازمان وايي، چې د دغو مرکزونو له تړلو سره سم، د روغتیا او اوبو رسولو په برخو کې ډیری مرستندویه پروګرامونه هم درول شوي او زیاته کړې یې ده: «دا یوه داسې مسله ده چې ښځې او نجونې یې تر ټولو ډیرې ځپلې دي، ځکه چې دوی هغه کسان دي چې تر بل هر چا ډیر روغتیایي خدماتو، د خوړو خوندیتوب او د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي څخه ساتنې ته اړتیا لري.»

د راپور په یوه برخه کې راغلي: «د دغو خدماتو ځنډول نه یوازې د متحده ایالاتو له‌خوا د نړیوالو بشري حقونو له مکلفیتونو سرغړونه ده، بلکې په افغانستان کې د زیان منونکو ډلو د ملاتړ د لسیزو نړیوالو هڅو ته هم زیان رسوي.»

د بښنې نړیوال سازمان دا خبرداری په داسې حال کې ورکوي، چې د ډونالډ ټرمپ ادارې د روان کال له جنوري راهیسې د څو اجرایوي فرمانونو په صادرولو سره د بشري او پرمختیایي پروګرامونو تمویل په ناڅاپي ډول بند کړی دی.

دا پریکړه د افغانستان، سوریې، یمن، جنوبي سوډان، ګواتیمالا، هایتي او اوکراین په څیر هیوادونو کې د ژوند ژغورنې خدماتو د ځنډولو یا بندولو لامل شوې ده.

د بښنې نړیوال سازمان د امریکا له حکومت څخه غوښتي، چې ژر تر ژره ځنډول شوې مرستې بیا پیل کړي او د خلکو، په ځانګړې توګه د افغان ښځو او ماشومانو د ژوند او وقار د ساتنې لپاره خپل نړیوال مسوولیتونه ترسره کړي.