هند: له دې وروسته به مو سمندري ځواکونه د پاکستان د هر ډول برید د ځواب مشري کوي

د هند د دفاع وزیر راج نات سېنګ وایي، چې له دې وروسته به د هند سمندري ځواک د پاکستان د هر ډول احتمالي برید په وړاندې د نوي ډیلي د ځواب ورکولو قومانده په غاړه لري.

د هند د دفاع وزیر راج نات سېنګ وایي، چې له دې وروسته به د هند سمندري ځواک د پاکستان د هر ډول احتمالي برید په وړاندې د نوي ډیلي د ځواب ورکولو قومانده په غاړه لري.
هغه د هند د لویدیځ ایالت ګوا په ساحل کې د الوتکو لېږدونکې بېړۍ (INS) ویکرانت کې د سمندري ځواکونو سرتېرو ته په خبرو کې وویل: «که پاکستان کوم بد یا غیر اخلاقي کار ته مخه کړي، نو دا ځل به د هند د سمندري ځواکونو د درنو ډزو او قهر سره مخ شي.»
د یادولو وړ ده، چې د هند او پاکستان ترمنځ اړیکې په روانه میاشت کې له څلور ورځنیو نښتو وروسته، چې په کې جنګي جیټ الوتکې، توغندي، ډورن او توپخانې وکارول شوې، لا هم ترینګلې دي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) غزه «د ځمکې پر مخ تر ټولو له لوږې سره مخ سیمې» په توګه اعلان کړه او خبرداری یې ورکړ، چې د دغې سیمې ټول وګړي د قحطۍ له ګواښ سره مخ دی.
د دغه دفتر ویاند، جینز لارک وویل، چې د غزې د محاصرې له نرمولو راهیسې، اسراییل په بشري مرستو بار۹۰۰ لاریو ته د ننوتلو اجازه ورکړې، خو یوازې ۶۰۰ لاریو په غزه کې خپل بارونه ښکته کړي دي.
هغه زیاته کړې، «په غزه کې د لږ شمېر لاریو څخه د مرستو ښکته کول، یوازې د امنیتي اندېښنو له امله دي.»
د ملګرو ملتونو دغه چارواکی وایي، چې په غزه کې د مرستې عملیات «په یوه سخت عملیاتي بحران کې دي، چې دا نه یوازې په نننۍ نړۍ کې، بلکې په راتلونکو وختونو کې به هم له سختو او ستونزمنو بشري عملیاتو څخه یاد شي.»
ډان ورځپاڼې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په حواله ويلي، چې د پاکستان یو دولتي پلاوی راتلونکې اوونۍ امريکا ته سفر کوي، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګريزو تعرفو (ګمرکي مالياتو) په اړه خبرې وکړي.
ډان ورځپانې لیکلي، دا سفر داسې مهال کېږي، چې واشنګټن پر پاکستان وارداتي تعرفې لوړې کړې او پاکستان د امريکا له حکومته غواړي چې پر صادراتو يې د نويو مالياتو د کمېدو په تړاو ورسره خبرې وکړي.
امریکا له پاکستان څخه پر صادریدونکو توکو «۲۹سلنه» تعرفه لګولې ده.
دا اقدام داسې مهال کېږي، چې د پاکستان او امریکا ترمنځ د صادراتو کچه تر درې میلیارده ډالرو پورې رسیدلې ده.
د پاکستان د مالیې وزارت لهخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، د اسلاماباد او واشنګټن ترمنځ رسمي خبرې د جمعې په ورځ د پاکستان د ماليې وزير محمد اورنګزيب او د امريکا د سوداګرۍ استازي جيميسن ګرير ترمنځ د ټلیفوني اړیکې له لارې پيل شوې دي.
ټرمپ د جمعې په ورځ په اندروز هوایي ډګر کې له الوتکې څخه د ښکته کیدو پر مهال خبریالانو ته ویلي، که د پاکستان او هند ترمنځ جګړه رامنځته شي، دی به له دواړو هېوادونو سره د سوداګريزو معاملاتو لېوالتیا ونه لري.
دا څرګندونې د هند او پاکستان ترمنځ د کشمیر د کړکېچ د رامنځه کیدو په لړ کې شوې دي.
د ټرمپ په خبره «لکه څنګه چې پوهېږئ، موږ له هند سره د يوې سوداګريزې معاملې لپاره ډېر نږدې شوي يو.»
د هند د سوداګرۍ وزير پيوش ګويال هم تازه واشنګټن ته سفر کړی، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګريزې خبرې چټکې کړي.
د هند او امريکا هدف دا دی، چې تر جولای مياشتې پورې يو موقتي تړون لاسليک کړي. هند هم د امريکا له خوا له ۲۶ سلنه تعرفې سره مخ دی، چې پر صادرېدونکو هندي توکو لګول کېږي.
د رويټرز خبري اژانس د راپور له مخې، هند ښايي امريکايي شرکتونو ته اجازه ورکړي، چې له ۵۰ ميليارده ډالرو څخه د زيات ارزښت لرونکو پروژو لپاره چې ډېری يې د فدرالي ادارو له خوا تمويليږي ورته وړاندیزونه ورکړي.
دا ګام د ډيلي او واشنګټن ترمنځ د سوداګریزو خبرو يوه غوښنه برخه بلل کېږي.
له بلې خوا، د پاکستان يوه دولتي فکري بنسټ خبرداری ورکړی، چې د امريکا لهخوا پر پاکستاني توکو د لوړو تعرفو پلي کول، چې د ټرمپ د تعرفوي تګلارو يوه برخه ده، د پاکستان پر صادراتو سخت اغېز کولی شي.
د پاکستان د اقتصادي پراختيا بنسټ (PIDE) ويلي، دغه نوې تعرفې کولی شي، چې د پاکستان د صادراتو سکتور ته هر کال له ۱.۱ ميليارده تر ۱.۴ ميليارده ډالرو زيان ورسوي.
دغه ادارې ټينګار کړی، چې پاکستان بايد خپل صادراتي بازارونه متنوع کړي، څو له دا ډول ګواښونو ځان وژغوري.
د بلوچستان د ازادۍ لپاره جنګیدونکي بلوڅ ازادۍ غوښتونکو (بي اېل اې) په یوه خبرپاڼه کې ادعا کړې، چې په یاد ایالت کې یې د سوراب په نوم ولسوالۍ مرکزي ښار له پاکستاني ځواکونو نیولی او د پاکستان ټول پوځي او ملکي اداري او مالي جوړښتونه یې ولکه کړي دي.
بلوڅ بېلتون پالو د (غبرګولي ۱۰مه) خبرپاڼه کې زیاته کړې، د یادې ولسوالۍ د سقوط لپاره یې وسله والو درې ساعته پرلپسې جګړه کړې، چې د ولسوالۍ، پولیسو او د دولتي بانک په ګډون د ټولو ادارو ولکه یې په خپل کنټرول کې اخیستې ده.
خبرپاڼه کاږي، چې د دغو بریدونو پر مهال له پاکستاني پولیسو او چارواکو څخه د وسلو په ګډون د یو شمېر وسايطو تر څنګ نور تجهیزات هم نیول شوي دي.
پاکستاني رسنیو په دغه بریدونو کې د یادې ولسوالۍ د مرستیال هدایتالله د وژل کیدو خبر ورکوي، خو بلوڅ بېلتون پاله وايي، نوموړی د زندان پر مهال په یوې کوټه کې د «ساه ډوبۍ» له امله مړ شوی دی.
تر اوسه پورې د پاکستان پوځ د دغو ادعاوو په تړاو څرګندونې نه دي کړي.
بلوڅ بېلتون پالو تر دې دمخه هم په بلوچستان کې د یو شمېر سیمو د نیول کیدو ادعاوې کړې، چې د اسلام اباد له لوري تبلیغات ګڼل شوي وو.
یادې وسله والې ډلې په دې وروستیو کې د پاکستاني پوځیانو او دولتي مامورینو خلاف خپل بریدونه پراخ کړي دي.
د دغې ډلې په وروستي ځانمرګي برید کې د پاکستاني پوځیانو د یوه ښوونځي ماشومان هم په نښه شول چې پراخ غبرګونونه یې راوپارول.
له دې ور هاخوا په پښتونخوا ایالت کې بیا د «ټي ټي پي» وسله والې ډلې خپل فعالیتونه ګړندي کړي او هره ورځ له پوځیانو سره په نښتو اخته وي.
په یادو دواړو ایالتونو کې زیاتیدونکې نا امنۍ د اسلام اباد اندېښنې ډېرې کړې او باور یې دا دی چې د دغو خوځښتونو تر شاه د هند ښکاره لاسونه دي او د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې ورته پناه ځایونه هم ورکړل شوي دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپلو نویو څرګندونو کې وايي، دی باوري چې په غزه کې د اوربند لپاره د اسراییل او حماس ترمنځ هوکړه نږدې شوې او ښايي ډېر ژر اعلان شي.
امریکايي چارواکي د حماس لهخوا د هغه وړاندیز رسمي ځواب ته په تمه دي، چې د یوې سرچینې په وینا، په غزه کې ۶۰ ورځنی اوربند پهکې شامل دی.
د غزې د بشري وضعيت په تړاو د نړۍوالې ټولنې اندېښنې ډېرې شوې دي. رویټرز تېره ورځ ناوخته د ملګرو ملتونو په حواله په یو راپور کې زیاته کړې چې غزه د نویو بشرپاله مرستو باوجود، له ناورین سره مل ده.
ټرمپ همداراز په خپل کاري دفتر کې له خبریالانو سره د خبرو پرمهال زیاته کړې چې فکر کوي د امریکا او ایران ترمنځ د اټومي پروګرام په هکله تړون ته نږدې شوی دی.
د ترکیې دولتي خبري اژانس اناډولو د راپور پر بنسټ، د دغه هېواد ولسمشر رجب طیب اردوغان د اسلامي هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ، پانګونې او مالي همکارۍ د پراختیا غوښتنه کړې ده.
اردوغان چې د اسلامي اقتصاد د دويم نړۍوالې غونډې پرمهال په استانبول کې وينا کوله، وويل: «په داسې شرایطو کې چې نړۍوال اقتصاد له ډېرو ننګونو سره مخ دی، اسلامي بانکولي کولای شي له اخلاقي، عادلانه او دايمي حللارو سره اغېزناک رول ولوبوي.»
اردوغان په دغه غونډه کې د سود نه پاک بانکولۍ لپاره خپل ملاتړ ښودلی او د دې راکړې-ورکړې په مالي نظام کې یې د بدلون غوښتنه کړې ده.
د ترکيې ولسمشر همداراز زیاته کړې چې د دغه هېواد حکومت اقتصادي پروګرام په تېرو دوو کلونو کې پرمختګ کړی او هوډ لري چې دا پروګرام به د اقتصادي موخو تر ترلاسهکېدو پورې روان وساتي. هغه ژمنه کړې چې د هېواد د انفلاسيون کچه (د نرخونو لوړوالی) به راټيټه کړي.