• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پژواک خبري اژانس خپل څه باندې۳۰ کارکوونکي له دندو ګوښه کړل

۱۰ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۳۱ می ۲۰۲۵، ۱۹:۳۸ GMT+۱

یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې پژواک خبري اژانس د شنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۰مه) خپل څه باندې۳۰ کارکوونکي له دندو ګوښه کړي دي. د سرچینې په خبره، په ګوښه کړل شویو کسانو کې ډېری یې ولایتي خبریالان دي.

سرچینې دغه راز زیاته کړه، چې پژواک خبري اژانس د "اقتصادي" ستونزو له امله د خپلو کارکوونکو د ګوښه کولو پرېکړه کړې ده.
د یادې رسنۍ یوه ګوښه کړای شوي خبریال له افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په خبرو کې د نوم د نه اخیستو په شرط وویل، چې د دغې ادارې مسوولینو نن له دوی سره تماس نیولی و، چې تر دې وروسته ورسره همکاره نه دي.
د هغه په خبره: «اوسمهال په افغانستان کې وزګاري زیاته شوې او داسې په ډلییزه توګه د مسلکي خبریالانو ګوښه کېدل ډېره ستونزمنه ده، ځکه بیا ځلې خپل مسلک کې د دندې پیدا کول اسانه کار نه دی.»
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون خپل ۳ سوه او طلوع نیوز ۵۰ تنه کارکوونکي له دندو ګوښه کړي دي.
له دې سره، د امریکا غږ ټول کارکوونکي هم په نږدې ورځو کې د ګوښه کېدو لیکونه ترلاسه کوي.
اټکل کېږي، چې د دغو لیکونو د ترلاسه کېدو سره به سملاسي د دغه رسنۍ خپرونې چې له تېرو ۸۰ کلونو راهیسې روانې دي؛ ښايي بندې شي.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۳

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۴

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

طالبان په کندهار ولایت کې د بېرته راستېدونکو کډوالو لپاره ښارګوټی جوړوي

۱۰ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۳۱ می ۲۰۲۵، ۱۹:۳۵ GMT+۱

کندهار کې د طالبانو د والي‌ دفتر وایي، چې په دامان ولسوالۍ کې یې پر ۱۵۱۰ جریبه امارتي ځمکه د کډوالو لپاره ښارګوټی پرانیستی دی. د طالبانو د معلوماتو له مخي، په دې ښارګوټي کې ۱۱۴۰ نمرې ترتیب شوي، چې د کورنیو د نفوس پر اساس به کډوالو ته ورکړل شي.

په کندهار کې د طالبانو د والي‌دفتر د شنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۰مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه ښارګوټی په درېيو کټګوريو پنځه، لس او پنځلس بسوې وېشل شوی، چې د کډوالو د کورنیو نفوس ته په کتو به ورکړل شي.

دغه ښارګوټی د طالبانو د رياست‌الوزراء اداري مرستیال او د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د مشر عبدالسلام حنفي او د کور او ښار جوړولو وزير حمدالله نعماني له لوري پرانیستل شو.

له پاکستان او ایران څخه ستانه شوي کډوال وايي، چې د سرپناه د نشتوالي‌تر څنګ د ژوند لومړنيو اړتياوو ته هم لاسرسی نه لري.

دوی غوښتنه کړې، چې طالبان دې د ستونزو په حل کې ورسره مرسته وکړي.

طالبانو د دغه ښارګوټي د پرانیستلو په تړاو داسې مهال خبر ورکړی، چې ګڼ شمېر هېوادوال هېواد ته د بېرته راستنېدو پرمهال د بشري حقونو بنسټیزو اصولو د نه رعایت له امله شکایت کوي.

طالبانو په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې ستنو شویو کډوالو ته د دایمي استوګنځيو د برابرولو لپاره هڅې زیاتې کړي دي.
د طالبانو د اقتصاد وزیر څو ورځې وړاندې د کورنیو او بهرنیو موسسو له استازو سره په یوې ناسته کې وویل، چې په شپږو ولایتونو کې یې د کډوالو ښارګوټو کې د ځمکو د وېش چارې پیل کړې دي او په ۱۱ نورو ولایتونو کې هم په پام کې دي.
دغه هڅې په داسې حال کې کېږي، چې یوازې تېر کال له پاکستانه ۹۷۹ زره او ۴۸۶ او له ایران څخه څه باندې یو مېلیون او ۲۰۰ زره افغانان په جبري توګه اېستل شوي دي.

د ایران او پاکستان په ګډون نورو ګاونډیو هېوادونو هم په پرله پسې ډول افغان کډوال جبري اېستلو ته اړ کړي.

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت همدا نن وویل، چې ۴۹ افغان کډوال له تاجکستان نه افغانستان ته په لومړي ځل ستانه کړل شوي دي.

دغه وزارت وايي، چې یاد کډوال د غبرګولي په ۷ او ۸ نېټه د کندز ولایت د شېر خان بندر له لارې افغانستان ته را اېستل شوي.

د ترکمنستان ولسمشر: د افغانستان وضعیت له پامه غورځول ناشونی دی

۱۰ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۳۱ می ۲۰۲۵، ۱۷:۳۳ GMT+۱

د ترکمنستان ولسمشر سردار بردي محمدوف ویلي، چې د سیمي د امنیت په برخه کې د افغانستان وضعیت له پامه نه شي غورځول کېدای. نوموړي د مرکزي اسیا ـ ایټالیا غونډه کې ویلي، چې له افغانستان سره د لویو سیمه‌ییزو پرژو پلې کولو کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزرات ایټالیا ته د دغه هېواد د ولسمشر سردار بردي محمدوف د سفر په اړه جزییات خپاره کړي او ویلي یې دي، چې نوموړي تېره ورځ د مرکزي اسیا ـ ایټالیا په لومړۍ غونډه کې د سیمې د امنیت په تړاو خبرو پرمهال د افغانستان وضعیت ته په اشارې ویلي، چې د افغانستان روان وضعیت له پامه غورځول ناممکن دي. نوموړي په ټینګار سره ویلي، چې ترکمنستان له افغانستان سره د نړوالو خبرو اترو بهیر لپاره عملي ګام اخلي.

د ترکمنستان ولسمشر سردار بردي محمدوف همدارنګه ویلي، چې هېواد یې له افغانستان سره ټاپي، ترکمنستان ـ افغانستان ـ پاکستان د برېښنا د لېږد پروژې او افغانستان ته د اوسپنې پټلۍ په څېر لویو سیمه‌ییزو پروژو پلې کولو ته ژمن دی.

په کابل کې د ۱،۵ میلیارده افغانیو په لکښت هوايي پل او تر ځمکې لاندې سړک جوړیږي

۱۰ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۳۱ می ۲۰۲۵، ۱۵:۴۴ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې د کابل ښاروالۍ د ترافیکي وضعیت د ښه کولو په موخه په بره کي څلورلارې کې د څه باندې ۱.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت د هوايي پله او تر ځمکې لاندې سړک لومړنۍ چارې پیل کړې. دغه ښاروالۍ وايي دا هوايي پُل او تر ځمکې لاندې سړک له نړیوالو معیارونو سره سم ډیزاین شوې.

د طالبانو د کابل ښارولۍ د شنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۰مه) په خپل اېکس پاڼه کې لیکلي چې د نادریې لېسې له‌خوا د ترافیک څلورلارې په لور د ۴۷۰ مترو په اوږدوالي، ۲۰ مترو سور، ۵.۵ مترو ژوروالي او د ۵۲۵ استحکامي پایو( ستنو) په درلودلو سره ترځمکې لاندې سړک او د دهن باغ څلورلارې له خوا د پروان دو څلورلارې په لور د ۷۰۰ مترو په اوږدوالي ‏، ۲۰ مترو سور، ۵.۵ مترو لوړوالي او د ۴۴۰ پایو ( ستنو) په درلودلو سره هوايي پُل ډیزاین شوی دی.

د کابل ښاروالۍ وايي، چې ددې پل او تر ځمکې لاندې سړک چارې به نږدې دوو کلونو په موده کې بشپړې شي.

‏کابل ښاروالۍ پر اېکس پاڼه د دې ښار د ترافیکو رییس خیال محمد غاور په حواله لیکلي چې دا پروژه د کابل ښار د ترافیکي وضعیت د ښه کېدو په برخه کې ځانګړی ارزښت لري چې د پلي کېدو په ځانګړې توګه په بدیلو لارو د ترافیکي بهیر ‏د ویش په برخه کې به له کابل ښاروالۍ سره همکار و اوسي.
‏د طالبانو ښاروالۍ ادعا کوي، چې دې هوايي پله او تر ځمکې لاندې سړک په جوړېدو سره به په بره کي څلورلارې کې ترافیکي ګڼه ګوڼه کمښت ومومي او کابل ښار به د ښکلا او تلپاتې پراختیا شاهدان و اوسو.

د طالبانو د تنقیص لړۍ؛ د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ۸ متخصصین له دندو ګوښه کړل

۱۰ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۳۱ می ۲۰۲۵، ۱۳:۴۲ GMT+۱

هغه سندونو چې افغانستان انټرنشنل پښتو ترلاسه کړي ښیي، چې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ۸ متخصصین له دندو ګوښه کړي دي. د طالبانو په ادارو کې روان تنقیص د دې ډلې د مشر ملاهبت الله د ۲۰ سلنې د تنقیص د حکم پر اساس ترسره کیږي.

دغه ترلاسه شوي اسناد ښیي، چې د یاد وزارت په مکتوب کې د اته متخصصینو نوملړ هم شته چې قراردادونه یې نور نه تمدید کیږي.

100%

ځیني ګوښه شوي متخصصین وايي چې له وړاندې دوی ته د ګوښه کېدو په تړاو څه نه و ویل شوي.

دوی همدراز زیاتوي چې د طالبانو د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي په مکتوبي ډول د یاد وزارت د پالیسۍ او انکشاف معینیت او د پالیسۍ عمومي ریاست څخه غوښتنه کړې وه، چې متخصصینو ته اړتیا ده او باید له دندو ګوښه نه شي، خو بیا هم دوی د خپل وزیر له امر څخه سرغړونه کړې او دا اته متخصصین یې په خپل سر له دندو ګوښه کړي دي.

په دغه مکتوب کې ښکاري، چې د دوی قرارداد په روان ۱۴۰۴ مالي کال کې ختم شوی دی.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت په یو بل مکتوب کې لیکل شوي، چې د دې وزارت قراردادي کارمندانو کار د ۱۴۰۳ کال ترپایه ختم شوی دی او بیا ورسره قرارداد نه کېږي.

د طالبانو د عامې روغتیا د وزارت څخه ترلاسه شوي معلومات ښيي، چې د قراردادي کارمندانو شمېر ۱۷ سوه شاوخوا و، چې د تنقیص په روانه لړۍ کې دا شمېر ۱۰۰۰ ته راکښته شوی دی.

د طالبانو د عامې روغتیا د اسنادو له مخې د تنقیص له امله ددې وزارت په ملي تخنیکي سهمیه کې تغییر راغلی دی.

100%

د غويي په ۳مه د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په ادارو کې د کارکوونکو تنقیص تایید کړ او دا یې یوه طبیعي پروسه وبلله. هغه زیاته کړه، چې د ادارو د لا ښه فعالیت لپاره، ځینې ادارې ممکن اړې شي چې خپل کارکوونکي کم کړي.

دا څرګندونې وروسته له هغې وې، چې افغانستان انټرنشنل د طالبانو د ځینو ادارو په جوړښت کې د کارکوونکو د تنقیص پرله پسې اسناد خپاره کړل.

په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو اړوند وسله والو غږونه لاس په لاس کېږي چې د تنقیص په دغه بهیر کې له دندو اېستل شوي، ډېر ناراضه دي او نیوکه کوي، چې قرباني هم ساتونکي ورکوي او بېرته له دندو هم ساتونکي زیات تنقیص کېږي.

د طالبانو مشر ملا هبت الله دا تصمیم په داسې حال کې نیولی چې د افغانستان لپاره د امریکا مرستې بندې شوې او د معاشونو د ځنډ او خنډ له امله د دولتي کارکوونکو پرله‌پسې شکایتونه راپورته شوي دي.

نارنج ګل مشاعره کې له نیوکو وروسته؛ ملاهبت الله د «مشاعرو» لپاره ځانګړې کړنلاره جوړه کړه

۱۰ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۳۱ می ۲۰۲۵، ۱۲:۰۶ GMT+۱

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال عتیق عزیزي وايی، چې د دې ډلې د مشر ملاهبت الله له خوا مشاعرو لپاره ځانګړې کړنلاره جوړه شوې ده. دا کړنلاره له هغه وروسته جوړېږي چې په نارنج ګل مشاعره کې یو شمېر شاعرانو د طالبانو پر مشر ملا هبت الله نیوکې کړې وې.

د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون د راپور له مخې ،ددې ډلې د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال عتیق‌الله عزیزي کندهار کې د انارګل کلنۍ عنعنوي مشاعرې پر مهال د ځینو رسنیو هغه راپورونه رد کړي، چې ګواکې په هېواد کې د مشاعرو پروګرامونه درول شوي دي.

عزیزي وویل د هغې کړنلارې پر بنسټ چې د ملا هبت الله له‌خوا د مشاعرو لپاره جوړه شوې، د اطلاعاتو او کلتور وزارت مکلف دی تر څو د کال په پای کې د ټولو شاعرانو اشعار وارزوي او د هغوی ستاینه وکړي.

ښاغلي عزیزي زیاته کړه، چې طالبان پر شعر او ادب د بندیز اراده نه لري، بلکې هڅه کوي چې د ادیبانو، شاعرانو او مشاعرو د لا ښه انسجام لپاره کار وکړي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې سرچينو د جمعه په ورځ (د غبرګولې ۹مه) افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې سږ کال په کندهار کې انارګل کلنۍ مشاعره تر سخت سانسور او کنټرول لاندې د طالب چارواکو په حضور او ستاینه کې تر سره شوه.

سرچينې وايي، سږ کال د انارګل مشاعرې پر ګډونوالو نه یوازې د ویډیو اخیستلو، بلکې د موبایل استعمال هم بند وو.

سرچینه زیاتوي: «د عکس اخیستلو اجازه هېچا ته نه وه او د غونډې د ثبت او نشر کولو هر ډول هڅه له وړاندې منع شوې وه.»

په مشاعره کې یوازې ټاکل شویو دولتي مسوولینو او د طالبانو له لوري تایید شوي کسانو د وینا اجازه لرله.

مطیع‌الله تراب، چې د افغانستان په کچه یو ملي او انتقادي شاعر ګڼل کېږي، سږ کال مشاعرې ته نه و بلل شوی.

د هغه له‌ خوا په ننګرهار کې د نارنج ګل مشاعرې پر مهال ویل شوی شعر، چې پکې یې د شعر په ژبه پر هبت الله نيوکې کړې وې د طالبانو له جدي غبرګون سره مخ شو.

په نارنج ګل مشاعره کې د شاعرانو له خوا انتقادي شعرونو ویلو وروسته د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت په شفاهي امر په ټول افغانستان کې مشاعرې ترسره کېدل تر امرثاني پورې وځنډولې او د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رییس یې له دندې ګوښه کړ.