• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ترکمنستان ولسمشر: د افغانستان وضعیت له پامه غورځول ناشونی دی

۱۰ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۳۱ می ۲۰۲۵، ۱۷:۳۳ GMT+۱

د ترکمنستان ولسمشر سردار بردي محمدوف ویلي، چې د سیمي د امنیت په برخه کې د افغانستان وضعیت له پامه نه شي غورځول کېدای. نوموړي د مرکزي اسیا ـ ایټالیا غونډه کې ویلي، چې له افغانستان سره د لویو سیمه‌ییزو پرژو پلې کولو کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزرات ایټالیا ته د دغه هېواد د ولسمشر سردار بردي محمدوف د سفر په اړه جزییات خپاره کړي او ویلي یې دي، چې نوموړي تېره ورځ د مرکزي اسیا ـ ایټالیا په لومړۍ غونډه کې د سیمې د امنیت په تړاو خبرو پرمهال د افغانستان وضعیت ته په اشارې ویلي، چې د افغانستان روان وضعیت له پامه غورځول ناممکن دي. نوموړي په ټینګار سره ویلي، چې ترکمنستان له افغانستان سره د نړوالو خبرو اترو بهیر لپاره عملي ګام اخلي.

د ترکمنستان ولسمشر سردار بردي محمدوف همدارنګه ویلي، چې هېواد یې له افغانستان سره ټاپي، ترکمنستان ـ افغانستان ـ پاکستان د برېښنا د لېږد پروژې او افغانستان ته د اوسپنې پټلۍ په څېر لویو سیمه‌ییزو پروژو پلې کولو ته ژمن دی.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۴

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

په کابل کې د ۱،۵ میلیارده افغانیو په لکښت هوايي پل او تر ځمکې لاندې سړک جوړیږي

۱۰ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۳۱ می ۲۰۲۵، ۱۵:۴۴ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې د کابل ښاروالۍ د ترافیکي وضعیت د ښه کولو په موخه په بره کي څلورلارې کې د څه باندې ۱.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت د هوايي پله او تر ځمکې لاندې سړک لومړنۍ چارې پیل کړې. دغه ښاروالۍ وايي دا هوايي پُل او تر ځمکې لاندې سړک له نړیوالو معیارونو سره سم ډیزاین شوې.

د طالبانو د کابل ښارولۍ د شنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۰مه) په خپل اېکس پاڼه کې لیکلي چې د نادریې لېسې له‌خوا د ترافیک څلورلارې په لور د ۴۷۰ مترو په اوږدوالي، ۲۰ مترو سور، ۵.۵ مترو ژوروالي او د ۵۲۵ استحکامي پایو( ستنو) په درلودلو سره ترځمکې لاندې سړک او د دهن باغ څلورلارې له خوا د پروان دو څلورلارې په لور د ۷۰۰ مترو په اوږدوالي ‏، ۲۰ مترو سور، ۵.۵ مترو لوړوالي او د ۴۴۰ پایو ( ستنو) په درلودلو سره هوايي پُل ډیزاین شوی دی.

د کابل ښاروالۍ وايي، چې ددې پل او تر ځمکې لاندې سړک چارې به نږدې دوو کلونو په موده کې بشپړې شي.

‏کابل ښاروالۍ پر اېکس پاڼه د دې ښار د ترافیکو رییس خیال محمد غاور په حواله لیکلي چې دا پروژه د کابل ښار د ترافیکي وضعیت د ښه کېدو په برخه کې ځانګړی ارزښت لري چې د پلي کېدو په ځانګړې توګه په بدیلو لارو د ترافیکي بهیر ‏د ویش په برخه کې به له کابل ښاروالۍ سره همکار و اوسي.
‏د طالبانو ښاروالۍ ادعا کوي، چې دې هوايي پله او تر ځمکې لاندې سړک په جوړېدو سره به په بره کي څلورلارې کې ترافیکي ګڼه ګوڼه کمښت ومومي او کابل ښار به د ښکلا او تلپاتې پراختیا شاهدان و اوسو.

د طالبانو د تنقیص لړۍ؛ د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ۸ متخصصین له دندو ګوښه کړل

۱۰ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۳۱ می ۲۰۲۵، ۱۳:۴۲ GMT+۱

هغه سندونو چې افغانستان انټرنشنل پښتو ترلاسه کړي ښیي، چې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ۸ متخصصین له دندو ګوښه کړي دي. د طالبانو په ادارو کې روان تنقیص د دې ډلې د مشر ملاهبت الله د ۲۰ سلنې د تنقیص د حکم پر اساس ترسره کیږي.

دغه ترلاسه شوي اسناد ښیي، چې د یاد وزارت په مکتوب کې د اته متخصصینو نوملړ هم شته چې قراردادونه یې نور نه تمدید کیږي.

100%

ځیني ګوښه شوي متخصصین وايي چې له وړاندې دوی ته د ګوښه کېدو په تړاو څه نه و ویل شوي.

دوی همدراز زیاتوي چې د طالبانو د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي په مکتوبي ډول د یاد وزارت د پالیسۍ او انکشاف معینیت او د پالیسۍ عمومي ریاست څخه غوښتنه کړې وه، چې متخصصینو ته اړتیا ده او باید له دندو ګوښه نه شي، خو بیا هم دوی د خپل وزیر له امر څخه سرغړونه کړې او دا اته متخصصین یې په خپل سر له دندو ګوښه کړي دي.

په دغه مکتوب کې ښکاري، چې د دوی قرارداد په روان ۱۴۰۴ مالي کال کې ختم شوی دی.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت په یو بل مکتوب کې لیکل شوي، چې د دې وزارت قراردادي کارمندانو کار د ۱۴۰۳ کال ترپایه ختم شوی دی او بیا ورسره قرارداد نه کېږي.

د طالبانو د عامې روغتیا د وزارت څخه ترلاسه شوي معلومات ښيي، چې د قراردادي کارمندانو شمېر ۱۷ سوه شاوخوا و، چې د تنقیص په روانه لړۍ کې دا شمېر ۱۰۰۰ ته راکښته شوی دی.

د طالبانو د عامې روغتیا د اسنادو له مخې د تنقیص له امله ددې وزارت په ملي تخنیکي سهمیه کې تغییر راغلی دی.

100%

د غويي په ۳مه د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په ادارو کې د کارکوونکو تنقیص تایید کړ او دا یې یوه طبیعي پروسه وبلله. هغه زیاته کړه، چې د ادارو د لا ښه فعالیت لپاره، ځینې ادارې ممکن اړې شي چې خپل کارکوونکي کم کړي.

دا څرګندونې وروسته له هغې وې، چې افغانستان انټرنشنل د طالبانو د ځینو ادارو په جوړښت کې د کارکوونکو د تنقیص پرله پسې اسناد خپاره کړل.

په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو اړوند وسله والو غږونه لاس په لاس کېږي چې د تنقیص په دغه بهیر کې له دندو اېستل شوي، ډېر ناراضه دي او نیوکه کوي، چې قرباني هم ساتونکي ورکوي او بېرته له دندو هم ساتونکي زیات تنقیص کېږي.

د طالبانو مشر ملا هبت الله دا تصمیم په داسې حال کې نیولی چې د افغانستان لپاره د امریکا مرستې بندې شوې او د معاشونو د ځنډ او خنډ له امله د دولتي کارکوونکو پرله‌پسې شکایتونه راپورته شوي دي.

نارنج ګل مشاعره کې له نیوکو وروسته؛ ملاهبت الله د «مشاعرو» لپاره ځانګړې کړنلاره جوړه کړه

۱۰ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۳۱ می ۲۰۲۵، ۱۲:۰۶ GMT+۱

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال عتیق عزیزي وايی، چې د دې ډلې د مشر ملاهبت الله له خوا مشاعرو لپاره ځانګړې کړنلاره جوړه شوې ده. دا کړنلاره له هغه وروسته جوړېږي چې په نارنج ګل مشاعره کې یو شمېر شاعرانو د طالبانو پر مشر ملا هبت الله نیوکې کړې وې.

د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون د راپور له مخې ،ددې ډلې د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال عتیق‌الله عزیزي کندهار کې د انارګل کلنۍ عنعنوي مشاعرې پر مهال د ځینو رسنیو هغه راپورونه رد کړي، چې ګواکې په هېواد کې د مشاعرو پروګرامونه درول شوي دي.

عزیزي وویل د هغې کړنلارې پر بنسټ چې د ملا هبت الله له‌خوا د مشاعرو لپاره جوړه شوې، د اطلاعاتو او کلتور وزارت مکلف دی تر څو د کال په پای کې د ټولو شاعرانو اشعار وارزوي او د هغوی ستاینه وکړي.

ښاغلي عزیزي زیاته کړه، چې طالبان پر شعر او ادب د بندیز اراده نه لري، بلکې هڅه کوي چې د ادیبانو، شاعرانو او مشاعرو د لا ښه انسجام لپاره کار وکړي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې سرچينو د جمعه په ورځ (د غبرګولې ۹مه) افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې سږ کال په کندهار کې انارګل کلنۍ مشاعره تر سخت سانسور او کنټرول لاندې د طالب چارواکو په حضور او ستاینه کې تر سره شوه.

سرچينې وايي، سږ کال د انارګل مشاعرې پر ګډونوالو نه یوازې د ویډیو اخیستلو، بلکې د موبایل استعمال هم بند وو.

سرچینه زیاتوي: «د عکس اخیستلو اجازه هېچا ته نه وه او د غونډې د ثبت او نشر کولو هر ډول هڅه له وړاندې منع شوې وه.»

په مشاعره کې یوازې ټاکل شویو دولتي مسوولینو او د طالبانو له لوري تایید شوي کسانو د وینا اجازه لرله.

مطیع‌الله تراب، چې د افغانستان په کچه یو ملي او انتقادي شاعر ګڼل کېږي، سږ کال مشاعرې ته نه و بلل شوی.

د هغه له‌ خوا په ننګرهار کې د نارنج ګل مشاعرې پر مهال ویل شوی شعر، چې پکې یې د شعر په ژبه پر هبت الله نيوکې کړې وې د طالبانو له جدي غبرګون سره مخ شو.

په نارنج ګل مشاعره کې د شاعرانو له خوا انتقادي شعرونو ویلو وروسته د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت په شفاهي امر په ټول افغانستان کې مشاعرې ترسره کېدل تر امرثاني پورې وځنډولې او د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رییس یې له دندې ګوښه کړ.

د روغتیا نړیوال سازمان: په افغانستان کې د تنباکو استعمال اندېښمن حالت ته رسېدلی

۱۰ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۳۱ می ۲۰۲۵، ۱۱:۴۳ GMT+۱

د روغتیا نړیوال سازمان، «تنباکو ته نه» د نړۍوالې ورځې په مناسبت په یوه تازه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د تنباکو کارونه اندېښمن کوونکي حالت ته رسېدلی او دا چاره د عامې روغتیا لپاره جدي ګواښ بلل کېږي.

د دغه سازمان د شمېرو له مخې، له هر څلورو افغانانو څخه یو تن تنباکو کاروي. په راپور کې ویل شوي، چې نسوار چې یوه ارزانه او اسانه ژولېدونکې تنباکو ده،د خلکو ترمنځ تر ټولو ډېر کارول کېږي، په ځانګړي ډول په کلیوالو او ښاري سیمو کې.

یاد سازمان خبرداری ورکړی،چې د تنباکو صنعت په مشخص ډول ځوانان، په تېره بیا هلکان، په نښه کوي او د هغوی ترمنځ د تنباکو کارونه ورځ تر بلې زیاتېږي.

سازمان زیاتوي، تنباکو د سږي سرطان، د زړه ناروغیو او نورو خطرناکو تنفسي ستونزو اصلي لامل دی، چې د افغانستان پر نازک روغتیايي سیستم دروند فشار واردوي.

د یاد سازمان په خبره، د تنباکو د استعمال مخنیوي لپاره باید بېړني ګامونه پورته شي، چې پکې د تنباکو پر محصولاتو مالیه لوړه کول، د هغو پر اعلانونو بندیز او کشرانو ته د پلور مخنیوی شامل دي. همداراز، پراخ عامه پوهاوی باید پیل شي څو خلک د تنباکو له زیانونو خبر شي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانود واک تر نیولو وروسته د تنباکو پر خرڅلاو محدود بندیزونه لګولي، خو د دغو قوانینو پلي کېدل کافي نه دي بلل شوي.

نن شنبه. (د می ۳۱مه) د تنباکو نړۍوالې ورځې سره سمون لري؛ نړۍ دا ورځ داسې مهال نمانځي، چې شاوخوا ۱.۳ میلیارده خلک په کې تنباکو کاروي. که څه هم تنباکو هر کال په نړۍ کې اته میلیونه انسانان وژني؛ خو بیا یې هم خلک کاروي او په استعمال کې یې د پام وړ کمی نه دی راغلی.

یونیسف په لوګر کې له یوه ښوونځي سره ۷۷ زره امریکايي ډالرو د تدریسي توکو مرسته وکړه

۱۰ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۳۱ می ۲۰۲۵، ۱۱:۳۸ GMT+۱

د طالبانو د لوګر د پوهنې ریاست وايي، چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق «یونیسف» له دوی سره د شاوخوا ۷۷ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د تدریسي توکو مرسته کړې ده.

د دوی په وینا، دغه مرستې د ښوونځیو لپاره تدریسي کڅوړې دي، چې موخه یې د زده‌کړې د کیفیت لوړول او ښوونکو ته اسانتیاوې برابرول دي.

دوی همدراز زیاتوي چې له دې مرستې سره به د ښوونکو لپاره د تدریس کیفیت لوړ کړي.

د طالبانو د لوګر د پوهنې ریاست د شنبې ورځ (د غبرګولي ۱۰مه) پر خپلې اېکس پاڼه لیکلي دي، چې په دې مرستو کې ۷۹۷ تدریسي کڅوړې شاملي دي، چې هره کڅوړه یو لاسي بیک او ۲۶ قلمه اړین تدریسي وسایل لري.

ټاکل شوې چې دا کڅوړې به ډېر ژر د ۲۷۷ ښوونځیو ښوونکو باندې د صنفي اصولو له مخې ووېشل شي.

د طالبانو د لوګر د پوهنې ریاست مسوولین وايي چې دا مرسته به د ښوونکو د درسي چمتوالي په پیاوړتیا، د ښوونیز کیفیت لوړلو او د زده کوونکو د لا ښې روزنې لپاره مثبت اغېز ولري.