• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

نارنج ګل مشاعره کې له نیوکو وروسته؛ ملاهبت الله د «مشاعرو» لپاره ځانګړې کړنلاره جوړه کړه

۱۰ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۳۱ می ۲۰۲۵، ۱۲:۰۶ GMT+۱تازه شوی: ۱۰ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۳۱ می ۲۰۲۵، ۱۳:۳۵ GMT+۱

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال عتیق عزیزي وايی، چې د دې ډلې د مشر ملاهبت الله له خوا مشاعرو لپاره ځانګړې کړنلاره جوړه شوې ده. دا کړنلاره له هغه وروسته جوړېږي چې په نارنج ګل مشاعره کې یو شمېر شاعرانو د طالبانو پر مشر ملا هبت الله نیوکې کړې وې.

د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون د راپور له مخې ،ددې ډلې د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال عتیق‌الله عزیزي کندهار کې د انارګل کلنۍ عنعنوي مشاعرې پر مهال د ځینو رسنیو هغه راپورونه رد کړي، چې ګواکې په هېواد کې د مشاعرو پروګرامونه درول شوي دي.

عزیزي وویل د هغې کړنلارې پر بنسټ چې د ملا هبت الله له‌خوا د مشاعرو لپاره جوړه شوې، د اطلاعاتو او کلتور وزارت مکلف دی تر څو د کال په پای کې د ټولو شاعرانو اشعار وارزوي او د هغوی ستاینه وکړي.

ښاغلي عزیزي زیاته کړه، چې طالبان پر شعر او ادب د بندیز اراده نه لري، بلکې هڅه کوي چې د ادیبانو، شاعرانو او مشاعرو د لا ښه انسجام لپاره کار وکړي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې سرچينو د جمعه په ورځ (د غبرګولې ۹مه) افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې سږ کال په کندهار کې انارګل کلنۍ مشاعره تر سخت سانسور او کنټرول لاندې د طالب چارواکو په حضور او ستاینه کې تر سره شوه.

سرچينې وايي، سږ کال د انارګل مشاعرې پر ګډونوالو نه یوازې د ویډیو اخیستلو، بلکې د موبایل استعمال هم بند وو.

سرچینه زیاتوي: «د عکس اخیستلو اجازه هېچا ته نه وه او د غونډې د ثبت او نشر کولو هر ډول هڅه له وړاندې منع شوې وه.»

په مشاعره کې یوازې ټاکل شویو دولتي مسوولینو او د طالبانو له لوري تایید شوي کسانو د وینا اجازه لرله.

مطیع‌الله تراب، چې د افغانستان په کچه یو ملي او انتقادي شاعر ګڼل کېږي، سږ کال مشاعرې ته نه و بلل شوی.

د هغه له‌ خوا په ننګرهار کې د نارنج ګل مشاعرې پر مهال ویل شوی شعر، چې پکې یې د شعر په ژبه پر هبت الله نيوکې کړې وې د طالبانو له جدي غبرګون سره مخ شو.

په نارنج ګل مشاعره کې د شاعرانو له خوا انتقادي شعرونو ویلو وروسته د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت په شفاهي امر په ټول افغانستان کې مشاعرې ترسره کېدل تر امرثاني پورې وځنډولې او د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رییس یې له دندې ګوښه کړ.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۴

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

د روغتیا نړیوال سازمان: په افغانستان کې د تنباکو استعمال اندېښمن حالت ته رسېدلی

۱۰ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۳۱ می ۲۰۲۵، ۱۱:۴۳ GMT+۱

د روغتیا نړیوال سازمان، «تنباکو ته نه» د نړۍوالې ورځې په مناسبت په یوه تازه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د تنباکو کارونه اندېښمن کوونکي حالت ته رسېدلی او دا چاره د عامې روغتیا لپاره جدي ګواښ بلل کېږي.

د دغه سازمان د شمېرو له مخې، له هر څلورو افغانانو څخه یو تن تنباکو کاروي. په راپور کې ویل شوي، چې نسوار چې یوه ارزانه او اسانه ژولېدونکې تنباکو ده،د خلکو ترمنځ تر ټولو ډېر کارول کېږي، په ځانګړي ډول په کلیوالو او ښاري سیمو کې.

یاد سازمان خبرداری ورکړی،چې د تنباکو صنعت په مشخص ډول ځوانان، په تېره بیا هلکان، په نښه کوي او د هغوی ترمنځ د تنباکو کارونه ورځ تر بلې زیاتېږي.

سازمان زیاتوي، تنباکو د سږي سرطان، د زړه ناروغیو او نورو خطرناکو تنفسي ستونزو اصلي لامل دی، چې د افغانستان پر نازک روغتیايي سیستم دروند فشار واردوي.

د یاد سازمان په خبره، د تنباکو د استعمال مخنیوي لپاره باید بېړني ګامونه پورته شي، چې پکې د تنباکو پر محصولاتو مالیه لوړه کول، د هغو پر اعلانونو بندیز او کشرانو ته د پلور مخنیوی شامل دي. همداراز، پراخ عامه پوهاوی باید پیل شي څو خلک د تنباکو له زیانونو خبر شي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانود واک تر نیولو وروسته د تنباکو پر خرڅلاو محدود بندیزونه لګولي، خو د دغو قوانینو پلي کېدل کافي نه دي بلل شوي.

نن شنبه. (د می ۳۱مه) د تنباکو نړۍوالې ورځې سره سمون لري؛ نړۍ دا ورځ داسې مهال نمانځي، چې شاوخوا ۱.۳ میلیارده خلک په کې تنباکو کاروي. که څه هم تنباکو هر کال په نړۍ کې اته میلیونه انسانان وژني؛ خو بیا یې هم خلک کاروي او په استعمال کې یې د پام وړ کمی نه دی راغلی.

یونیسف په لوګر کې له یوه ښوونځي سره ۷۷ زره امریکايي ډالرو د تدریسي توکو مرسته وکړه

۱۰ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۳۱ می ۲۰۲۵، ۱۱:۳۸ GMT+۱

د طالبانو د لوګر د پوهنې ریاست وايي، چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق «یونیسف» له دوی سره د شاوخوا ۷۷ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د تدریسي توکو مرسته کړې ده.

د دوی په وینا، دغه مرستې د ښوونځیو لپاره تدریسي کڅوړې دي، چې موخه یې د زده‌کړې د کیفیت لوړول او ښوونکو ته اسانتیاوې برابرول دي.

دوی همدراز زیاتوي چې له دې مرستې سره به د ښوونکو لپاره د تدریس کیفیت لوړ کړي.

د طالبانو د لوګر د پوهنې ریاست د شنبې ورځ (د غبرګولي ۱۰مه) پر خپلې اېکس پاڼه لیکلي دي، چې په دې مرستو کې ۷۹۷ تدریسي کڅوړې شاملي دي، چې هره کڅوړه یو لاسي بیک او ۲۶ قلمه اړین تدریسي وسایل لري.

ټاکل شوې چې دا کڅوړې به ډېر ژر د ۲۷۷ ښوونځیو ښوونکو باندې د صنفي اصولو له مخې ووېشل شي.

د طالبانو د لوګر د پوهنې ریاست مسوولین وايي چې دا مرسته به د ښوونکو د درسي چمتوالي په پیاوړتیا، د ښوونیز کیفیت لوړلو او د زده کوونکو د لا ښې روزنې لپاره مثبت اغېز ولري.

طالبانو په لومړي ځل په هرات کې د بادي برېښنا د تولید پروژه پرانېستله

۱۰ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۳۱ می ۲۰۲۵، ۱۱:۱۷ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د برېښنا شرکت وایي، چې په لومړي ځل یې هرات کې د بادي برېښنا پروژې لومړی فار پرانېست.

پر همدغه مهال د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ویلي، وارداتې برېښنا افغانستان ته په ډېر لوړ قیمت تمامیږي او په اوږد مهال کې دا چاره ډاډمنه او ګټوره نه ده.

ملا عبدلغني برادر د شنبې په ورځ «د غبرګولي۱۰مه) په هرات کې د ۲۰۰ مېګاواټه بادي برېښنا پروژې د لومړي فاز د پرانیستنې پرمهال وویل، چې وارداتې برېښنا افغانستان ته په له لوړ قیمت تمامیږي.

نوموړي ویلي:« افغانستان له کلونو راهیسې پر وارداتي برېښنا تکیه کوي، چې په مقابل کې یې په زیاته اندازه پیسې ورکوي، له یوه اړخه دا برېښنا په لوړ قیمت تمامیږي او له بل اړخه په اوږد مهال کې دا چاره ډاډمنه او ګټوره نه ده.»

پر همدغه مهال د برېښنا شرکت اجرایيوي رییس عبدالباري عمر وايي، دا لومړی ځل دی چې په افغانستان کې د بادي برېښنا د تولید پروژه پرانېستل کیږي او افغانستان کې ورځې تر بلې د برېښنا تولید مخ په ډېرېدو دی.

هغه وایي: « موږ ته د لسیزو راهیسي د برېښنا انرژۍ د تولید په برخه کې یوازې ۲۵۰ مېګاواټه ظرفیت راپاتې و، خو اوس د پراختیا د نوې روحیې سره، کابو هره اونۍ د برېښنا انرژۍ د پراختیایي پروژو شاهدان یوو. دا دی نن مو د ۲۰۰ مېګاواټه بادي برېښنا لومړی فاز ۴۳،۲ مېګاواټه او د ۵ مېګاواټه لمریزې برېښنا تولید پروژې عملي چاري پیلووو.»

په هرات کې د بادي برېښنا پروژې د پرانیستني پر مهال د ۷۷ ترکي شرکت رییس سلیمان جېلیو ویلي:« موږ ژمن یو، چې د هرات د بادي برېښنا پروژې عملي چاري په لوړ معیار بشپړې کړو، څو د دې سیمي د برېښنا اړتیا پوره شي.»

طالبانو د بادي برېښنا د تولید دغه پروژه ډېره ګټوره بللي ده، خو د پروژې لګښت په اړه یې څه نه دي ویلي.

د جرمني په کولن ښار کې د پښتو ژبې نړیواله ورځ ونمانځل شوه

۱۰ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۳۱ می ۲۰۲۵، ۱۰:۴۴ GMT+۱

تېره ورځ د جرمني په کولن ښار کې د یو شمیر پښتنو فعالینو او لیکوالانو له خوا د پښتو ژبې نړیواله ورځ ونمانځل شوه. د غونډې کډونوالو په خپله وینا کې وویل چې پښتو ژبې د پرمختک لپاره دې دا ژبه باید علمي،هنري، اقتصادي او سیاسي ژبه شي.

د تېرې جمعې په ورځ د پښتو ژبې نړیواله ورځ جرمني کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په نوښت جوړه شوه، چې پکې لسګونو لیکوالانو، شاعرانو، ادبیانو، پوهانو او د پښتو ژبې مینوالو کډون کړی و.

د جرمني پښتون ژغورنې غورځنګ مشر میوند یوسفي په خپله وینا کې وویل، چې پښتو ژبه یوازې د ورځینو خبرو وسیله نه ده بلکې د ارزښتونو ژبه ده او د هویت استازیتوب کوي.

د غونډې نورو ویناوالو د پښتو ژبې پر حال، تاریخي ارزښت او پر وړاندې یې شته ننګونو باندې بحثونه او ویناګانې وکړې.

ګډونوالو ټينګار وکړ، چې که څه هم دا ورځ د طالبانو د بیا واکمنېدو له امله په افغانستان کې رسمي نه نمانځل کېږي، خو د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې مېشت پښتانه باید دا فرهنګي مسوولیت له پامه ونه غورځوي.

د غونډې په پای کې د ویناو ترڅنګ مشاعره او د موسیقي هم ترسره شوه.

د غبرګولي ۸مه (د مې ۲۹مه) د پښتو ژبې نړیواله ورځ ده. دغه ورځ له ۲۰۱۰ کال راهیسې، هر کال د غبرګولي پر اتمه نمانځل کېږي.

د پښتو نړیوالې ورځې نوښت په کابل کې د یوه نړیوال فرهنګي کنفرانس پر مهال شو، چې وروسته د لیکوالانو، ژبپوهانو او فرهنګي فعالانو له ملاتړ سره یې نړیوال اعتبار وموند.

د کندهار پوهنتون محصلین: طالبان د غزې لپاره نغدي مرستي په زور ټولوي

۱۰ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۳۱ می ۲۰۲۵، ۱۰:۳۱ GMT+۱

د کندهار پوهنتون ځینې محصلین وايي چې طالبان هغوی اړ باسي، څو د غزې له خلکو سره د مرستو لپاره صندوق ته نغدي پیسې ورکړي.

د کندهار پوهنتون یو شمېر محصلینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې طالبانو د دغه پوهنتون په دروازه کې د غزې له خلکو سره د مرستو په نوم صندوق ایښی دی او محصلین مجبوره کیږي، چې دغه صندوق کې نغدي پیسي واچوي.

یوه زده کړیال د نوم نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل ته وویل:«د پوهنتون په دروازه کې یې صندوق ایښی دی، استادان مو په هر ساعت کې لومړی د غزې په اړه لکچر راکوي او وروسته بیا وايي، چې له پوهنتون څخه د وتلو پرمهال باید صندوق ته نغدې پیسې واچوو.»

ځیني زده کړیالان چې له نورو ولایتونو څخه کندهار ته د زده کړو لپاره راغلي وایي، د اقتصادي ستونزو له امله نه شي کولی چې د طالبانو غوښتنه ومني، خو د مجبوریت له امله ان د شکایت کولو غږ نه شي پورته کولی.

دغه زده کړیال زیاتوي: «داسې نه دی چې موږ لس یا شل افغانۍ صندوق کې واچوو او خپله لار ونیسو، همدا کیسه شروع ده، که پوهنتون ته راځو هم باید پیسي صندوق کې واچوو او که له پوهنتون څخه وځو هم باید صندوق کې پیسي واچوو، موږ خو زده کړیالان یوو، بل کار او روزګار نه لرو همدا لس او شل افغانۍ هم پر موږ ډېري دي.»

دغه زده کړیال شکایت کوي، چې د پوهنتون چاپیریال د مدرسې او یو نظامي اډې په څېر شوی او ېر کله د طالبانو د مشر ملا هبت الله د ځینو غونډو، د طالب وزیرانو د سفرونو او نورو مناسباتي ورځو په پلمه پوهنتون کې درس نه وي او زده کړیالان د یادو کسانو غونډو او ناستو ته دعوت کیږي.