طالبانو په لومړي ځل په هرات کې د بادي برېښنا د تولید پروژه پرانېستله

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د برېښنا شرکت وایي، چې په لومړي ځل یې هرات کې د بادي برېښنا پروژې لومړی فار پرانېست.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د برېښنا شرکت وایي، چې په لومړي ځل یې هرات کې د بادي برېښنا پروژې لومړی فار پرانېست.
پر همدغه مهال د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ویلي، وارداتې برېښنا افغانستان ته په ډېر لوړ قیمت تمامیږي او په اوږد مهال کې دا چاره ډاډمنه او ګټوره نه ده.
ملا عبدلغني برادر د شنبې په ورځ «د غبرګولي۱۰مه) په هرات کې د ۲۰۰ مېګاواټه بادي برېښنا پروژې د لومړي فاز د پرانیستنې پرمهال وویل، چې وارداتې برېښنا افغانستان ته په له لوړ قیمت تمامیږي.
نوموړي ویلي:« افغانستان له کلونو راهیسې پر وارداتي برېښنا تکیه کوي، چې په مقابل کې یې په زیاته اندازه پیسې ورکوي، له یوه اړخه دا برېښنا په لوړ قیمت تمامیږي او له بل اړخه په اوږد مهال کې دا چاره ډاډمنه او ګټوره نه ده.»
پر همدغه مهال د برېښنا شرکت اجرایيوي رییس عبدالباري عمر وايي، دا لومړی ځل دی چې په افغانستان کې د بادي برېښنا د تولید پروژه پرانېستل کیږي او افغانستان کې ورځې تر بلې د برېښنا تولید مخ په ډېرېدو دی.
هغه وایي: « موږ ته د لسیزو راهیسي د برېښنا انرژۍ د تولید په برخه کې یوازې ۲۵۰ مېګاواټه ظرفیت راپاتې و، خو اوس د پراختیا د نوې روحیې سره، کابو هره اونۍ د برېښنا انرژۍ د پراختیایي پروژو شاهدان یوو. دا دی نن مو د ۲۰۰ مېګاواټه بادي برېښنا لومړی فاز ۴۳،۲ مېګاواټه او د ۵ مېګاواټه لمریزې برېښنا تولید پروژې عملي چاري پیلووو.»
په هرات کې د بادي برېښنا پروژې د پرانیستني پر مهال د ۷۷ ترکي شرکت رییس سلیمان جېلیو ویلي:« موږ ژمن یو، چې د هرات د بادي برېښنا پروژې عملي چاري په لوړ معیار بشپړې کړو، څو د دې سیمي د برېښنا اړتیا پوره شي.»
طالبانو د بادي برېښنا د تولید دغه پروژه ډېره ګټوره بللي ده، خو د پروژې لګښت په اړه یې څه نه دي ویلي.


تېره ورځ د جرمني په کولن ښار کې د یو شمیر پښتنو فعالینو او لیکوالانو له خوا د پښتو ژبې نړیواله ورځ ونمانځل شوه. د غونډې کډونوالو په خپله وینا کې وویل چې پښتو ژبې د پرمختک لپاره دې دا ژبه باید علمي،هنري، اقتصادي او سیاسي ژبه شي.
د تېرې جمعې په ورځ د پښتو ژبې نړیواله ورځ جرمني کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په نوښت جوړه شوه، چې پکې لسګونو لیکوالانو، شاعرانو، ادبیانو، پوهانو او د پښتو ژبې مینوالو کډون کړی و.
د جرمني پښتون ژغورنې غورځنګ مشر میوند یوسفي په خپله وینا کې وویل، چې پښتو ژبه یوازې د ورځینو خبرو وسیله نه ده بلکې د ارزښتونو ژبه ده او د هویت استازیتوب کوي.
د غونډې نورو ویناوالو د پښتو ژبې پر حال، تاریخي ارزښت او پر وړاندې یې شته ننګونو باندې بحثونه او ویناګانې وکړې.
ګډونوالو ټينګار وکړ، چې که څه هم دا ورځ د طالبانو د بیا واکمنېدو له امله په افغانستان کې رسمي نه نمانځل کېږي، خو د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې مېشت پښتانه باید دا فرهنګي مسوولیت له پامه ونه غورځوي.
د غونډې په پای کې د ویناو ترڅنګ مشاعره او د موسیقي هم ترسره شوه.
د غبرګولي ۸مه (د مې ۲۹مه) د پښتو ژبې نړیواله ورځ ده. دغه ورځ له ۲۰۱۰ کال راهیسې، هر کال د غبرګولي پر اتمه نمانځل کېږي.
د پښتو نړیوالې ورځې نوښت په کابل کې د یوه نړیوال فرهنګي کنفرانس پر مهال شو، چې وروسته د لیکوالانو، ژبپوهانو او فرهنګي فعالانو له ملاتړ سره یې نړیوال اعتبار وموند.

د کندهار پوهنتون ځینې محصلین وايي چې طالبان هغوی اړ باسي، څو د غزې له خلکو سره د مرستو لپاره صندوق ته نغدي پیسې ورکړي.
د کندهار پوهنتون یو شمېر محصلینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې طالبانو د دغه پوهنتون په دروازه کې د غزې له خلکو سره د مرستو په نوم صندوق ایښی دی او محصلین مجبوره کیږي، چې دغه صندوق کې نغدي پیسي واچوي.
یوه زده کړیال د نوم نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل ته وویل:«د پوهنتون په دروازه کې یې صندوق ایښی دی، استادان مو په هر ساعت کې لومړی د غزې په اړه لکچر راکوي او وروسته بیا وايي، چې له پوهنتون څخه د وتلو پرمهال باید صندوق ته نغدې پیسې واچوو.»
ځیني زده کړیالان چې له نورو ولایتونو څخه کندهار ته د زده کړو لپاره راغلي وایي، د اقتصادي ستونزو له امله نه شي کولی چې د طالبانو غوښتنه ومني، خو د مجبوریت له امله ان د شکایت کولو غږ نه شي پورته کولی.
دغه زده کړیال زیاتوي: «داسې نه دی چې موږ لس یا شل افغانۍ صندوق کې واچوو او خپله لار ونیسو، همدا کیسه شروع ده، که پوهنتون ته راځو هم باید پیسي صندوق کې واچوو او که له پوهنتون څخه وځو هم باید صندوق کې پیسي واچوو، موږ خو زده کړیالان یوو، بل کار او روزګار نه لرو همدا لس او شل افغانۍ هم پر موږ ډېري دي.»
دغه زده کړیال شکایت کوي، چې د پوهنتون چاپیریال د مدرسې او یو نظامي اډې په څېر شوی او ېر کله د طالبانو د مشر ملا هبت الله د ځینو غونډو، د طالب وزیرانو د سفرونو او نورو مناسباتي ورځو په پلمه پوهنتون کې درس نه وي او زده کړیالان د یادو کسانو غونډو او ناستو ته دعوت کیږي.

نن د مئ ۳۱مه د تنباکو نړۍوالې ورځې سره سمون لري؛ خو نړۍ نن ورځ داسې مهال نمانځي، چې شاوخوا ۱.۳ مېلیارده خلک په کې تنباکو کاروي. که څه هم تنباکو هر کال په نړۍ کې اته مېلیونه انسانان وژني؛ خو بیا یې هم خلک کاروي او په استعمال کې یې د پام وړ کمی نه دی راغلی.
په ځوانانو کې هم د تنباکو د استعمال کچه خورا لوړه ده، چې له (۱۵ څخه تر ۲۴) کلنو پورې شاوخوا ۲۰ سلنه ځوانان تنباکو کاروي؛ خو نن سبا د الکټرونیکي سګرټو استعمال هم په ځوانانو کې خورا ډېر دی، چې په ځینو هېوادونو کې شاوخوا ۳۰ سلنه ځوانان الکټرونیکي سګرټ کاروي.

خو د ځینو څېړنو له مخې؛ د تنباکو استعمال تر ډېره په ځوانۍ کې پیلېږي او ۹۰ سلنه بالغه تنباکو کاروونکي له ۱۸ کلنۍ وړاندې د دغه عمل تجربه لري.
که څه هم په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د تنباکو کاروونکو په اړه کره شمېرې په واک کې نشته؛ خو د اټکل له مخې په افغانستان کې له ۲۰ نیولې تر ۳۰سلنه پورې افغانان تنباکو کاروي.
په دغه کسانو کې ښځې او نارینه دواړه شامل دي؛ خو د نارینه وو شمېر تر ښځینه هغو لوړ دی.
د شمېرو له مخې؛ په افغانستان کې شاوخوا پنځه سلنه مېرمنې تنباکو کاروي.
په افغانستان کې په لرو پرتو او کلیوالو سیمو کې مېرمنې تر ډېره قیلون او نصوار کاروي.
پر روغتیا د تنباکو اغېزې
نړۍوالې څېړنې ښیي، چې د تنباکو کارول د سږو، زړه، زېږون، رواني روغتیا او سرطان ناروغۍ لامل کېږي.
په دې تړاو لندن مېشتي ډاکټر باز محمد شېرزاد افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې په ټوله کې تنباکو د انسان د بدن په بېلابېلو غړو اغېز کوي.

هغه وایي، تنباکو لومړی پر تنفسي سیسټم اغېز کوي او د تنباکو کاروونکی د سږو په ناروغۍ اخته کوي او سږي بندوي چې ورسره د تنباکو کاروونکي ته دوامداره ټوخی پیدا کېږي او ځیني کسان ان د سږو په سرطانونو هم اخته کوي.
د هغه په وینا؛ تنباکو د زړه ضربان «درزا» هم ډېروي، د وینې فشار لوړوي او د زړه درېدو او یاهم د زړه حملې ګواښ ډېروي.
هغه له تنباکو څخه د پېښېدونکو سرطاني ناروغیو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وایي، تنباکو انسان په سږو، خولې، پانقراس، مرۍ، پښتورګي، مثانې، معدې، کولمو او د وینې په سرطان اخته کوي.
هغه وایي، چې تنباکو پر ښځو هم ډېر اغېز کوي چې له وخته وړاندې د زېږون لامل کېږي او یا هم د ماشوم د وزن کموالي لامل کېږي او په ځینو مواردو کې د ماشوم د مړینې لامل هم کېږي.

هغه وایي، چې ډېری وخت تنباکو د پوستکي یا جلدي بېلابېلو ناروغیو لامل کېږي او په ځینو کسانو کې بیا پر سترګو او هډوکو هم اغېز کوي او د تنباکو کاروونکو اشتها هم کموي.
نوموړی زیاتوي، چې د تنباکو تر کاروونکو د هغې د لوګي پر تنفس کوونکو ډېر اغېز کوي او شاوخوا له ۳۰ تر ۴۰ سلنه کسان د تنباکو لوګی تنفس کوي.
۷۷کلنه ګلدانه ببو چې د میدان وردګ ولایت اوسېدونکې ده، له اوږدو کلونو راهیسې نصوار کاروي؛ شاوخوا پنځه کاله کېږي چې د خولې په سرطان اخته شوې ده.
هغه وایي:« پنځه کاله وړاندې مې لومړی د خولې دننه زخم پیدا شو. کرار، کرار یې له خوراک پاتې کړم تبې راباندې راغلې، ډېره یې ژوبله کړم؛ خو کله مې چې زوی ډاکتر ته یوړم له ډېرو معاینو وروسته روښانه شوه، چې د خولې په سرطان اخته شوې یم. ډاکټر راته ویل، چې دا د تنباکو له استعمال پیدا کېږي.»
هغه وایي، له ډېرې ځوانۍ راهیسې یې نصوار کارول؛ خو اوس ډاکټر پرې بند کړي دي.
د ګلدانه ببو په وینا:« نصوار په موږ کې دود و. ټولو کارول. د کارولو لپاره یې داسې خاص لامل چا نلرلو، بس دود و.»

هغه وایي، په سرطان تر اخته کېدو او د سختو عملیاتو وروسته په دې وپوهېده، چې تنباکو ډېر بد شی دی.
هغه وړاندې وایي:« زه نه یوازې خپلې کورنۍ ته؛ بلکې هرڅوک چې وینم ورته وایم، چې تنباکو مه کاروئ او د خپلې تجربې او سختو دردونو کیسه ورته کوم او ورته وایم، دغه بد بوټی مه کاروئ کنه زما په برخلیک به اخته شئ.»
په افغانستان کې د تنباکو کارولو لپاره قوانین
په افغانستان کې د تنباکو کاروونکو او پلورونکو لپاره که قوانین وضع شوي هم وي؛ خو خلک ترې ناخبره دي او یا څوک ورته پاملرنه نه کوي.
د افغانستان په لرو پرتو سیمو کې تر ډېره د تنباکو پلورونکي پر دې نپوهېږي، چې دوی تنباکو په چا وپېري؟
خو په نړۍ کې بیا د تنباکو کاروونکو لپاره قوانین وضع شوي او تر ۱۸ کلنو پر کم عمره ځوانانو د تنباکو پلور منعه دی؛ خو په افغانستان کې تنباکو ته لاسرسی بیا ډېر اسانه دی.
خو بیا هم په افغانستان کې د تنباکو کاروونکو لپاره لاندې قوانین وضع شوي دي:
د تنباکو کنټرول قانون: دغه قانون د تنباکو د استعمال، تولید او بازار موندنې په اړه ځیني مقررات او محدودیتونه لري.
د تنباکو کارونې لپاره د ځای محدودیت: په عامه ځایونو کې د تنباکو کارول منعه دي؛ لکه ښوونځیو، روغتونونو او عامه ټرانسپورټ کې.
د اعلان بندیز: د تنباکو د تولید او خرڅلاو لپاره پر اعلانونو هم محدودیتونه لګول شوي دي.
د مالیاتو لوړول: د تنباکو پر محصولاتو مالیات لوړول د تنباکو کارونې د کموالي په برخه کې یوه ښه ستراتیژي بلل کېږي.
روغتیایي پروګرامونه: حکومت او بېلابېل سازمانونه د تنباکو کارولو لپاره ځیني پروګرامونه او کمپاینونه پیلوي.
پر اقتصاد د تنباکو د استعمال اغېزې
تنباکو نه یوازې دا چې پر روغتیا اغېز کوي او انسان په بېلابېلو خطرناکو ناروغیو اخته کوي؛ بلکې د یوه هېواد او د تنباکو کاروونکي پر اقتصاد هم منفي اغېز کوي.
د روغتیایي لګښتونو زیاتوالی: د تنباکو کارونه د بېلابېلو ناروغیو لامل کېږي، چې د دغو ناروغیو پر درملنه کېدونکي لګښتونه اضافه لګښتونه دي، چې نه یوازې د ټولنې بلکې د تنباکو کاروونکي په تاوان هم دي.
د کاري ځواک کمېدل: د تنباکو د کارولو له امله د کارکوونکو روغتیایي ستونزې ډېرېږي، چې دا د کار ظرفیت کموي.
د ټولنیز ملاتړ کمښت: د تنباکو د کارولو له امله د ټولنیز او اقتصادي پرمختګ په برخه کې خنډونه رامنځته کېږي، چې دغه چاره د ټولنیز ملاتړ د کموالي لامل کېږي.
د ناقانونه بازار وده: د تنباکو د کنټرول سخت قوانین ښایي د ناقانونه یا تور بازار وده کې مرسته وکړي.
د تنباکو تاریخچه
د تنباکو بوټی د لومړي ځل لپاره زرګونه کاله وړاندې په امریکا کې کشف شو، چې هغه مهال خلکو دغه بوټی د درملو، مذهبي او تفریحي موخو لپاره کارول او ځینو بیا د سګرټو په څېر څکول او یا یې ژوول.
د ۱۵۰۰مې لسیزې په لومړیو کې تنباکو د درملو بوټي په توګه وپېژندل شو او له هغه وروسته په ۱۵۶۰ کال کې فرانسوي ډیپلومات جین نیکوټ فرانسې ته تنباکو یووړ او پر هغې یې د «نیکوټینا» نوم کېښود.
له هغه وروسته په ۱۷مه او ۱۸مه پېړۍ کې د تنباکو کښت او تولید په پراخه توګه پیل شو او هغه په یوه سوداګریز محصول بدل شو.
خو کرار، کرار د تنباکو کارول پراخې کچې ته ورسېدل، چې ساینس پوهان یې د تنباکو په اړه څېړنو ته اړ کړل؛ له دغه څېړنو وروسته ساینس پوهانو وموندله، چې تنباکو د روغتیا لپاره تاوان لري.

د تنباکو نړۍواله ورځ د لومړي ځل لپاره په ۱۹۸۷ کال کې ونمانځل شوه، چې موخه یې د تنباکو د کارولو پر وړاندې د خطراتو په اړه د پوهاوۍ لوړول وو.
له هغه وروسته د روغتیا نړۍوال سازمان د دغې ورځې د نمانځلو ملاتړ وکړ؛ ترڅو د تنباکو د کارولو او اړونده ناروغیو په اړه عامه پوهاوی زیات کړي.
هر کال په دغه برخه کې یوه ځانګړې موضوع ټاکل کېږي، چې د تنباکو د کارولو پر مخنیوي او روغتیایي ګواښونو ټینګار کوي.
په دې ورځ د بېلابېلو هېوادونو لخوا د تنباکو د کارولو کمولو لپاره کمپاینونه کېږي او عامه پوهاوی ورکول کېږي.
دغه ورځ تر ډېره د تنباکو د کارولو کمولو او د روغتیا د ساتنې په موخه ځانګړې شوې ده.
خو د افغانستان جنګ ځپلي خلک د دغې ورځې په اړه خاص معلومات نلري او یاهم د ګوتو په شمېر کسان په دې اړه معلومات لري.
دا هغه برخه ده، چې په افغانستان کې خو یا ورته کار نه دی شوی او یاهم ډېر کم کار شوی دی.

د تنباکو د نه کارولو په نړیواله ورځ، په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان استازی، اډوین سینیزا سلواډور وايي، چې د افغان ځوانو هلکانو له خوا د تنباکو کارول مخ په زیاتیدو دي.
د روغتیا نړیوال سازمان د تنباکو د نه کارولو د نړیوالې ورځې په مناسبت سره پر خواله رسنۍ ایکس لیکلي دي، چې د تمباکو شرکتونه د دې مادې زیانونه د «خوږو دروغو» تر شا پټوي.
دغه سازمان زیاته کړې ده: «په افغانستان کې د ځوانانو په ځانګړې توګه د تنکيو زلمیو ترمنځ د تنباکو کارول مخ په زیاتیدو دي.اوس د دې دورې د بندولو او راتلونکي نسلونو د ساتنې وخت دی.» «»
دغه سازمان د خلکو د روغتیا او هوساینې د ساتنې لپاره د نړیوال یووالي غوښتنه کړې ده.
افغانستان د نړيوال روغتيايي سازمان د تمباکو د کنټرول تړون (FCTC) غړی هېواد دی، چې په ۲۰۱۰ کال کې یې دا تړون لاسلیک او په ۲۰۱۵ کال کې یې په ټول افغانستان کې د تمباکو د کنټرول قانون نافذ کړ.
بلخوا دوه کاله وړاندې، د طالبانو د عامې روغتیا وزارت اعلان وکړ، چې ۲۷سلنه افغانان په منظم ډول تمباکو کاروي، چې ۲.۷سلنه یې ښځې دي.
د ۲۰۱۰ او ۲۰۲۰ کلونو ترمنځ د تمباکو استعمال کچه د ۲۹.۱سلنې څخه ۲۳.۳٪ ته راټیټه شوې ده. خو د ۲۰۱۹ کال د نړیوال تمباکو وبا راپور له مخې، د افغانستان د نارینه وو تمباکو استعمال کچه ۳۵.۲سلنه او د ښځو ۲.۱٪ ده.
د یادولو وړ ده، چې که چیرې په نړۍ کې د تمباکو استعمال کچه کمه نه شي، نو تمباکو پورې اړوند مړینې به په کال کې ۱.۷۴ میلیونه ته ورسیږي.

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس خبر ورکړی، چې تېره ورځ د تورخم، سپین بولدک، د نیمروز ورېښمو پله او د هرات اسلام کلا له لارې «۱۱۰۷ افغانې کورنۍ» په جبري ډول له ایران او پاکستان نه اېستل شوې دي.
د راپور پر بنسټ، د تورخم له لارې ۱۲۵ او د کندهار له لارې ۶۸ کورنۍ له پاکستانه په جبري توګه هېواد ته ستنې کړای شوي دي.
همدا راز ایران بیا تېره ورځ تر ټولو ډېر شمېر «۹۱۴ افغانې کورنۍ» له دغه هېواده اېستلې دي.
د ایران حکومت په دې وروستیو کې د افغان کډوالو د اېستل کیدو بهیر چټک کړی دی.
پاکستان بیا د اپرېل میاشتې راهیسې د کډوالو د اېستل کیدو لړۍ پېل کړې چې د شمېرو له مخې تر دې دمه یې تر «۱۵۰زرو» ډېر افغانان په زور له خپل هېواده اېستلي دي.
اوس هم د دغه هېواد په بېلابېلو ایالتونو کې د افغانانو د نیول کیدو پسې د پولیسو کور په کور عملیات روان دي، خو د تېرو اونیو پرتله یو څه پڅ شوي دي.
همدا راز پاکستان له ملګرو ملتونو سره ثبت افغان کډوالو ته چې د (پي او ار) کارت لرونکي دي خبرداری ورکړی، څو د جون میاشتې تر پایه دغه هېواد پرېږدي.
خبرداري کې راغلي، که افغانان تر یادې مودې په خپله خوښه ستانه نه شي، نو پولیس به یې دروازو ته ورشي او په زوره به یې وباسي.
په یاد هېواد کې نږدې دوه میلیونه افغانان د ملګرو ملتونو سره ثبت د استوګنې قانوني کارتونه لري.
د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ له لوري له پاکستانه غوښتنه شوې، چې د دغو افغان کډوالو سره دې له نرمۍ کار واخلي او په زور د یې ستنیدو ته نه مجبوروي.
پاکستان د کډوالو ملاتړ سازمانونو دغه غوښتنو ته هېڅ ډول پاملرنه نه ده کړې او د افغانانو د نیول کیدو خلاف یې خپلې هڅې روانې ساتلي دي.
هم مهاله ایران هم له طالبانو سره هوکړه کړې، څو په بېلابېلو پړاوونو کې افغان کډوال په منظمه توګه وباسي، خو نیوکې دا دي چې ایراني پولیس په شکنجو او زورونو سره دا لړۍ پیل کړې ده.
ایران وایي، نږدې اته میلیونه افغان کډوال یې په هېواد کې مېشت دي، چې له ډلې یې څلور میلیونه کسان قانوني اسناد نه لري او یا یې هم د اسنادو موده پای ته رسیدلې ده. پاکستاند افغان کډوالو لپاره نړۍ په کچه د ځورونو بدترین هېوادونه ګڼل کېږي.