د تنباکو نړۍواله ورځ؛ په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۱.۳ مېلیارده خلک تنباکو کاروي

نن د مئ ۳۱مه د تنباکو نړۍوالې ورځې سره سمون لري؛ خو نړۍ نن ورځ داسې مهال نمانځي، چې شاوخوا ۱.۳ مېلیارده خلک په کې تنباکو کاروي. که څه هم تنباکو هر کال په نړۍ کې اته مېلیونه انسانان وژني؛ خو بیا یې هم خلک کاروي او په استعمال کې یې د پام وړ کمی نه دی راغلی.
په ځوانانو کې هم د تنباکو د استعمال کچه خورا لوړه ده، چې له (۱۵ څخه تر ۲۴) کلنو پورې شاوخوا ۲۰ سلنه ځوانان تنباکو کاروي؛ خو نن سبا د الکټرونیکي سګرټو استعمال هم په ځوانانو کې خورا ډېر دی، چې په ځینو هېوادونو کې شاوخوا ۳۰ سلنه ځوانان الکټرونیکي سګرټ کاروي.

خو د ځینو څېړنو له مخې؛ د تنباکو استعمال تر ډېره په ځوانۍ کې پیلېږي او ۹۰ سلنه بالغه تنباکو کاروونکي له ۱۸ کلنۍ وړاندې د دغه عمل تجربه لري.
که څه هم په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د تنباکو کاروونکو په اړه کره شمېرې په واک کې نشته؛ خو د اټکل له مخې په افغانستان کې له ۲۰ نیولې تر ۳۰سلنه پورې افغانان تنباکو کاروي.
په دغه کسانو کې ښځې او نارینه دواړه شامل دي؛ خو د نارینه وو شمېر تر ښځینه هغو لوړ دی.
د شمېرو له مخې؛ په افغانستان کې شاوخوا پنځه سلنه مېرمنې تنباکو کاروي.
په افغانستان کې په لرو پرتو او کلیوالو سیمو کې مېرمنې تر ډېره قیلون او نصوار کاروي.
پر روغتیا د تنباکو اغېزې
نړۍوالې څېړنې ښیي، چې د تنباکو کارول د سږو، زړه، زېږون، رواني روغتیا او سرطان ناروغۍ لامل کېږي.
په دې تړاو لندن مېشتي ډاکټر باز محمد شېرزاد افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې په ټوله کې تنباکو د انسان د بدن په بېلابېلو غړو اغېز کوي.

هغه وایي، تنباکو لومړی پر تنفسي سیسټم اغېز کوي او د تنباکو کاروونکی د سږو په ناروغۍ اخته کوي او سږي بندوي چې ورسره د تنباکو کاروونکي ته دوامداره ټوخی پیدا کېږي او ځیني کسان ان د سږو په سرطانونو هم اخته کوي.
د هغه په وینا؛ تنباکو د زړه ضربان «درزا» هم ډېروي، د وینې فشار لوړوي او د زړه درېدو او یاهم د زړه حملې ګواښ ډېروي.
هغه له تنباکو څخه د پېښېدونکو سرطاني ناروغیو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وایي، تنباکو انسان په سږو، خولې، پانقراس، مرۍ، پښتورګي، مثانې، معدې، کولمو او د وینې په سرطان اخته کوي.
هغه وایي، چې تنباکو پر ښځو هم ډېر اغېز کوي چې له وخته وړاندې د زېږون لامل کېږي او یا هم د ماشوم د وزن کموالي لامل کېږي او په ځینو مواردو کې د ماشوم د مړینې لامل هم کېږي.

هغه وایي، چې ډېری وخت تنباکو د پوستکي یا جلدي بېلابېلو ناروغیو لامل کېږي او په ځینو کسانو کې بیا پر سترګو او هډوکو هم اغېز کوي او د تنباکو کاروونکو اشتها هم کموي.
نوموړی زیاتوي، چې د تنباکو تر کاروونکو د هغې د لوګي پر تنفس کوونکو ډېر اغېز کوي او شاوخوا له ۳۰ تر ۴۰ سلنه کسان د تنباکو لوګی تنفس کوي.
۷۷کلنه ګلدانه ببو چې د میدان وردګ ولایت اوسېدونکې ده، له اوږدو کلونو راهیسې نصوار کاروي؛ شاوخوا پنځه کاله کېږي چې د خولې په سرطان اخته شوې ده.
هغه وایي:« پنځه کاله وړاندې مې لومړی د خولې دننه زخم پیدا شو. کرار، کرار یې له خوراک پاتې کړم تبې راباندې راغلې، ډېره یې ژوبله کړم؛ خو کله مې چې زوی ډاکتر ته یوړم له ډېرو معاینو وروسته روښانه شوه، چې د خولې په سرطان اخته شوې یم. ډاکټر راته ویل، چې دا د تنباکو له استعمال پیدا کېږي.»
هغه وایي، له ډېرې ځوانۍ راهیسې یې نصوار کارول؛ خو اوس ډاکټر پرې بند کړي دي.
د ګلدانه ببو په وینا:« نصوار په موږ کې دود و. ټولو کارول. د کارولو لپاره یې داسې خاص لامل چا نلرلو، بس دود و.»

هغه وایي، په سرطان تر اخته کېدو او د سختو عملیاتو وروسته په دې وپوهېده، چې تنباکو ډېر بد شی دی.
هغه وړاندې وایي:« زه نه یوازې خپلې کورنۍ ته؛ بلکې هرڅوک چې وینم ورته وایم، چې تنباکو مه کاروئ او د خپلې تجربې او سختو دردونو کیسه ورته کوم او ورته وایم، دغه بد بوټی مه کاروئ کنه زما په برخلیک به اخته شئ.»
په افغانستان کې د تنباکو کارولو لپاره قوانین
په افغانستان کې د تنباکو کاروونکو او پلورونکو لپاره که قوانین وضع شوي هم وي؛ خو خلک ترې ناخبره دي او یا څوک ورته پاملرنه نه کوي.
د افغانستان په لرو پرتو سیمو کې تر ډېره د تنباکو پلورونکي پر دې نپوهېږي، چې دوی تنباکو په چا وپېري؟
خو په نړۍ کې بیا د تنباکو کاروونکو لپاره قوانین وضع شوي او تر ۱۸ کلنو پر کم عمره ځوانانو د تنباکو پلور منعه دی؛ خو په افغانستان کې تنباکو ته لاسرسی بیا ډېر اسانه دی.
خو بیا هم په افغانستان کې د تنباکو کاروونکو لپاره لاندې قوانین وضع شوي دي:
د تنباکو کنټرول قانون: دغه قانون د تنباکو د استعمال، تولید او بازار موندنې په اړه ځیني مقررات او محدودیتونه لري.
د تنباکو کارونې لپاره د ځای محدودیت: په عامه ځایونو کې د تنباکو کارول منعه دي؛ لکه ښوونځیو، روغتونونو او عامه ټرانسپورټ کې.
د اعلان بندیز: د تنباکو د تولید او خرڅلاو لپاره پر اعلانونو هم محدودیتونه لګول شوي دي.
د مالیاتو لوړول: د تنباکو پر محصولاتو مالیات لوړول د تنباکو کارونې د کموالي په برخه کې یوه ښه ستراتیژي بلل کېږي.
روغتیایي پروګرامونه: حکومت او بېلابېل سازمانونه د تنباکو کارولو لپاره ځیني پروګرامونه او کمپاینونه پیلوي.
پر اقتصاد د تنباکو د استعمال اغېزې
تنباکو نه یوازې دا چې پر روغتیا اغېز کوي او انسان په بېلابېلو خطرناکو ناروغیو اخته کوي؛ بلکې د یوه هېواد او د تنباکو کاروونکي پر اقتصاد هم منفي اغېز کوي.
د روغتیایي لګښتونو زیاتوالی: د تنباکو کارونه د بېلابېلو ناروغیو لامل کېږي، چې د دغو ناروغیو پر درملنه کېدونکي لګښتونه اضافه لګښتونه دي، چې نه یوازې د ټولنې بلکې د تنباکو کاروونکي په تاوان هم دي.
د کاري ځواک کمېدل: د تنباکو د کارولو له امله د کارکوونکو روغتیایي ستونزې ډېرېږي، چې دا د کار ظرفیت کموي.
د ټولنیز ملاتړ کمښت: د تنباکو د کارولو له امله د ټولنیز او اقتصادي پرمختګ په برخه کې خنډونه رامنځته کېږي، چې دغه چاره د ټولنیز ملاتړ د کموالي لامل کېږي.
د ناقانونه بازار وده: د تنباکو د کنټرول سخت قوانین ښایي د ناقانونه یا تور بازار وده کې مرسته وکړي.
د تنباکو تاریخچه
د تنباکو بوټی د لومړي ځل لپاره زرګونه کاله وړاندې په امریکا کې کشف شو، چې هغه مهال خلکو دغه بوټی د درملو، مذهبي او تفریحي موخو لپاره کارول او ځینو بیا د سګرټو په څېر څکول او یا یې ژوول.
د ۱۵۰۰مې لسیزې په لومړیو کې تنباکو د درملو بوټي په توګه وپېژندل شو او له هغه وروسته په ۱۵۶۰ کال کې فرانسوي ډیپلومات جین نیکوټ فرانسې ته تنباکو یووړ او پر هغې یې د «نیکوټینا» نوم کېښود.
له هغه وروسته په ۱۷مه او ۱۸مه پېړۍ کې د تنباکو کښت او تولید په پراخه توګه پیل شو او هغه په یوه سوداګریز محصول بدل شو.
خو کرار، کرار د تنباکو کارول پراخې کچې ته ورسېدل، چې ساینس پوهان یې د تنباکو په اړه څېړنو ته اړ کړل؛ له دغه څېړنو وروسته ساینس پوهانو وموندله، چې تنباکو د روغتیا لپاره تاوان لري.

د تنباکو نړۍواله ورځ د لومړي ځل لپاره په ۱۹۸۷ کال کې ونمانځل شوه، چې موخه یې د تنباکو د کارولو پر وړاندې د خطراتو په اړه د پوهاوۍ لوړول وو.
له هغه وروسته د روغتیا نړۍوال سازمان د دغې ورځې د نمانځلو ملاتړ وکړ؛ ترڅو د تنباکو د کارولو او اړونده ناروغیو په اړه عامه پوهاوی زیات کړي.
هر کال په دغه برخه کې یوه ځانګړې موضوع ټاکل کېږي، چې د تنباکو د کارولو پر مخنیوي او روغتیایي ګواښونو ټینګار کوي.
په دې ورځ د بېلابېلو هېوادونو لخوا د تنباکو د کارولو کمولو لپاره کمپاینونه کېږي او عامه پوهاوی ورکول کېږي.
دغه ورځ تر ډېره د تنباکو د کارولو کمولو او د روغتیا د ساتنې په موخه ځانګړې شوې ده.
خو د افغانستان جنګ ځپلي خلک د دغې ورځې په اړه خاص معلومات نلري او یاهم د ګوتو په شمېر کسان په دې اړه معلومات لري.
دا هغه برخه ده، چې په افغانستان کې خو یا ورته کار نه دی شوی او یاهم ډېر کم کار شوی دی.