طالبان: نږدې ۵۰ افغان کډوال له تاجکستان نه په لومړي ځل ستانه کړل شوي

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې ۴۹ افغان کډوال له تاجکستان نه افغانستان ته په لومړي ځل ستانه کړل شوي دي. دغه وزارت وايي، چې یاد کډوال د غبرګولي په ۷ او ۸ نېټه د کندز ولایت، شیر خان بندر له لارې افغانستان ته را ایستل شوي.