ملا برادر: په وارداتي برېښنا ډېرې پیسې لګول کېږي او ډېره قیمته تمامېږي

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وایي، اوس مهال د افغانستان ډېره تکیه پر وارداتي برېښنا ده، چې ډېرې پیسې پرې لګول کېږي او قیمته هم تمامېږي. هغه دا څرګندونې د (غبرګولي ۱۰مه) د شنبې په ورځ هرات کې د بادي برېښنا د یوې پروژې پرانېست غونډه کې کړي.

هغه زیاته کړې، چې په اوږد مهال کې د هېواد لپاره وارداتي برېښنا ګټوره او ډاډمنه نه ده.

ملا برادر ټینګار کړی، چې په کور دننه باید د انرژۍ د تولید په برخه کې کوټلي اقدامات وشي.