طالبان: په تېره یوه ورځ کې ۷۴۵ کورنۍ له ګاونډیو هېوادونو څخه افغانستان ته راستنې شوې دي

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې په تېره یوه ورځ کې له ګاونډيو هېوادونو څخه ۷۴۵ کورنۍ افغانستان ته راستنې شوې دي.

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې په تېره یوه ورځ کې له ګاونډيو هېوادونو څخه ۷۴۵ کورنۍ افغانستان ته راستنې شوې دي.
د طالبانو تر واک لاندې د باختر اژانس د راپور له مخې؛ په دغه راستنو شویو کورنیو کې ۹۵ کورنۍ د ننګرهار د تورخم له لارۍ، ۶۴ کورنۍ د سپین بولدک له لارۍ، ۹۷ کورنۍ د ورېښمو پله له لارۍ، ۱۲ کورنۍ د هلمند د بهرامچې له لارۍ او ۴۷۷ کورنۍ د اسلام کلا له لارې هېواد ته راستنې شوې دي.
بل خوا د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې پاکستان د شنبې په ورځ د (غبرګولي ۱۰مه) ۳۴ تنه افغان کډوال په دغه هېواد کې تر زنداني کېدو وروسته د سپین بولدک له لارې افغانستان ته ستانه کړي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه کسانو د پاکستان په زندانونو کې له دوو څخه تر درېیو ورځو له تېرولو وروسته هېواد ته ستانه کړای شوي دي.
د یادولو وړ ده، چې پاکستان او ایران د افغانستان هغه دوه ګاونډی هېوادونه دي چې د نورو هېوادونو پرتله په کې ډېر شمېر افغان کډوال مېشت دي او دواړو هېوادونو په دې وروستیو کې په جبري توګه د کډوالو د شړلو لړۍ چټکه کړې، چې هره ورځ په سلګونه افغانان په جبري ډول ستنېدو ته اړ باسي.

په داسې حال کې چې لا هم د افغان نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنځیو دروازې تړلې دي، د طالبانو استازی د روسیې په تاتارستان کې د کازان په تعلیمي ناسته کې ګډون کوي.
د «راتلونکې جوړونه» تر سرلیک لاندې دا درېیمه نړۍواله غونډه ده، چې د بېلابېلو هېوادونو د پوهنې وزیرانو ترمنځ د (غبرګولي ۲۱مه او ۲۲مه) نېټه ترسره کېږي.
که څه هم لا تر اوسه څرګنده نه ده، چې طالبان به په کومه کچه د دغې غونډې برخهوال وي؛ خو د طالبانو پوهنې وزیر د (۱۴۰۳ لمریز کال) هم په ورته غونډه کې ګډون کړی و.
د طالبانو د لوړو زدهکړو وزیر د ۱۴۰۲ لمریز کال په غبرګولي میاشت کې په همدې ډول یوې نړۍوالې غونډه کې برخه اخیستې وه.
په افغانستان کې د روسیې د سوداګریزو اړیکو د مرکز مشر رستم خبیبولین ویلي، چې طالبان تل په فعاله ډول په دې غونډو کې برخه اخلي.
نوموړي زیاته کړې، چې په روانه غونډه کې به د ځوانانو د زدهکړو اړوند مهم موضوعات تر بحث لاندې ونیول شي.
په افغانستان کې د نجونو د زدهکړو دوامداره بندیز پراخ نړۍوال غبرګونونه راپارولي دي.
ډېر نوموتي کسان، سیاسي مشران او نړۍوال سازمانونه لکه د بښنې نړۍوال سازمان او یونېسف له طالبانو غوښتي، چې د نجونو ښوونځي بېرته پرانیزي.
خو طالبانو تر اوسه د دغو غوښتنو مثبت ځواب نه دی ورکړی او دا څلورم پرلپسې کال دی، چې نجونې له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو او پوهنتونونو ته د تګ اجازه نه لري.
له بل پلوه د طالبانو سخت دریځه مشر ملا هبت الله ورځ تر بلې پر ښځو او نجونو خپل محدودیتونه پراخوي.

د طالبانو عامې روغتیا وزارت اعلان کړی، چې د غور ولایت روغتیایي انسټېټیوټ روان لمریز کال لپاره نوي زدهکړیالان جذبوي؛ خو په خبرتیا کې یې یوازې هلکانو ته د نوم لیکنې یادونه کړې او نجونې په کې نه دي ذکر شوې.
یاد وزارت زیاته کړې، یوازې هلکان کولای شي چې په فارمسي، عالي نرسنګ او طبي ټکنالوژیو کې نوم لیکنه وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې څو میاشتې وړاندې د طالبانو د مشر ملا هبت الله په امر په روغتیايي برخه کې هم د نجونو پر نیمه او لوړو زدهکړو بندیزونه ولګېدل.
یو شمېر روغتیایي بنسټونو اندېښنه ښوولې، چې د طالبانو د دغه پرېکړې له امله په بېلابېلو ولایتونو کې د ښځینه ناروغانو ستونزې ډېرې شوې او روغتیاپالانې هم مخ په کمېدو دي.
د بندیز دغه پرېکړه د افغانستان روغتیایي سکټور او په ځانګړې توګه ښځینه ناروغانو ته په راتلونکي کې جدي ګواښ بلل شوی دی.
طالبانو تر دې پرېکړې وړاندې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر ښوونځیو هم بندیز لګولی و او د دغې ډلې تر واک لاندې د پوهنتون دروازې هم د نجونو پر مخ په بشپړه توګه بندې دي.
که څه هم د اسلامي هېوادونو په بېلابېلو ناستو کې د طالبانو دا کار له شرعي اصولو سره په ټکر کې بلل شوی او له دغه ډلې یې غوښتې، چې د نجونو زدهکړو ته اجازه ورکړي؛ خو د طالبانو سختدریځه مشر نه یوازې دا چې د زدهکړو په برخه کې یې بندیزونه ختم نه کړل؛ بلکې پر نجونو او ښځو یې لا ډېر محدودیتونه ولګول.

د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت خبر ورکړی، چې په پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو کې د ځايي اوسېدونکو د مخابراتي ستونزو د حل په موخه په بېلابېلو لرو پرتو سیمو کې ۱۸۷ مخابراتي سایټونه جوړوي.
د طالبانو یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې وزیر یې نجیب الله حیات حقاني دغو درېیو ولایتونو ته د سفر پر مهال له ځايي طالب چارواکو او خلکو سره دغه تازه ژمنې کړې دي.
خبرپاڼه زیاتوي، یوازې «۴۶سایټونه په خوست ولایت کې د نوموړي له لوري د خلکو په غوښتنه منظور شول.
د هېواد په لرو پرتو غرنیو سیمو کې مخابراتي ستونزې یوه لویه او جدي ننګونه ده، چې له کبله یې خلک د اړیکو په برخه کې له ستونزو سره مخ دي.
د طالبانو دغه وزارت پخوا هم په بېلابېلو سیمو کې دغه ډول ژمنې کړې وې؛ خو لا هم دغه ستونزې پر خپل ځای پاتې دي.
له دې ور هاخوا نورستان یو له هغو ولایتونو دی، چې د مخابراتي شبکو پوښښ په کې خورا کم رنګه دی او ځايي اوسېدونکو یې څو، څو ځله په دې تړاو شکایتونه کړي؛ خو لا یې هم ستونزې نه دي حل شوې.
د یاد ولایت د مرکز پارون په ځینو سیمو کې ان لا مخابراتي شبکې پوښښ نه لري او خلک اړ دي، چې له خپلو کورونو څخه په واټن کې نورو سیمو ته د ټلېفوني اړیکو لپاره لاړ شي.
د مخابراتي شبکو په انټرنېټي خدمتونو هم سختې نیوکې شته. طالبانو که څه هم څو، څو ځله د دغو خدمتونو د ښه کېدو او بیو د کموالي اعلانونه کړي؛ خو خلک شکایت کوي چې په عملي توګه یې د دغو اقداماتو هېڅ څرک نه دی لیدلی.
د مخابراتي چارو کارپوهان وايي، که څه هم په افغانستان کې مخابراتي شبکې د 4G خدمتونو د وړاندې کولو ادعا کوي؛ خو لا هم په رېښتینې توګه هېڅ شبکه په دغه سرعت انټرنېټ نه لري.
په نورستان کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم رییس سید رحیم عمیر ویلي، چې په دغه ولایت کې یې د څه باندې ۴۳مېلیونه افغانیو په ارزښت بېروج پلورلي دي. هغه زیاته کړې، دغه ګران بیه ډبرې د نورستان ولایت په دواب ولسوالۍ کې د ماوې کان څخه ترلاسه شوې دي.
د هغه په وینا؛ دغه بېروج یې د ازادې بولۍ له لارې پلورلي او دوی به ترې ۴مېلیونه افغانۍ عواید هم ترلاسه کړي.
طالبانو تر دې وړاندې هم څو، څو ځله په نورستان او کونړ کې د بېروج ګران بیه ډبرې پلورلې دي. په دغو دوو ولایتونو کې د افغانستان تر بل هر ځایه د ګران بیه ډبرو کانونه ډېر دي.
د راپورونو له مخې؛ په نورستان او کونړ کې په ناقانونه توګه هم د طالبانو د ځینو قوماندانانو له لوري کانونه کېندل کېږي، چې ترلاسه کېدونکي عواید یې د دغه ډلې د ځینو لوړ پوړو غړو جېبونو ته ځي.
همدا راز نیوکې کېږي، چې په یادو ولایتونو کې په خورا غیرمسلکي توګه کانونه کېندل کېږي.
د طالبانو د کانونو او پټرولیم پخواني وزیر شهاب الدین دلاور په ګډون د دغه ډلې په یو شمېر نورو لوړ پوړو غړو تورونه دي، چې ګوندې د کانونو د قراردادونو په برخه کې یې پراخ فساد کړی او د بډو په بدل کې یې ځینو شرکتونو ته قراردادونه ورکړي دي.
همدا راز پر طالبانو تور دی، چې د افغانستان په کانونو یې منګولې ښخې کړې او پرته له ځانګړو معیارونو یې د خپلو عوایدو ډېرېدو لپاره تړونونه کړي.
وېره ده، چې د دغو خپلسرو او نامعیاري تړونونو له کبله به د افغانستان کانونه تر سختو اغېزو لاندې راشي او دغه طبیعي شتمني یې د لوټ کېدو له ګواښ سره هم مخ کړې ده.

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د دوی د روانې واکمنۍ له پیل راهیسې پنځه مېلیونه او ۹۷زره کسان هېواد ته ستانه شوي دي.
د یاد وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني وایي، په دغه ډله کې ۲۹۱۸۵۶ کورنۍ هېواد ته ستنې شوې چې د وګړو شمېر یې ټولټال ۲.۷ مېلیونه کسان کېږي. همدا راز ۲.۳مېلیونه نور کسان په انفرادي توګه پرته له کورنیو هېواد ته ستانه شوي دي.
نوموړی زیاتوي: «د روان میلادي کال په تېرو دوو میاشتو اپرېل او مئ کې ۲۶۸زره کډوال له ګاونډیو هېوادونو څخه راغلي دي. له دې ډلې څخه ۱۵۴زره له پاکستان، ۱۱۱زره له ایران او ۳زره نور له ترکیې څخه راغلي دي».
خو ملګرو ملتونو څه موده وړاندې په یوه راپور کې دا هم ویلي و، چې له ۲۰۱۸ زېږدیز کال راهیسې له افغانستانه تر ۸ مېلیونه ډېر کسان کډوالۍ ته اړ شوي دي.
د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلوېزیون د ماژان صالحي په نوم په ایران کې د یږه افغان کډوال وېډیو خپره کړې، چې په کې یې ویلي ایران کډوالو ته خبرداری ورکړی؛ که په خپله خوښه ونه وځي په جبري توګه به یې له خپلې خاورې څخه وباسي.
په ایران کې مېشت افغان کډوالو په وینا؛ ایران باید له دوی سره په چلند کې نرمښت راولي.
هاخوا پاکستان یو له هغو هېوادونو دی، چې په روان کال کې یې ډېر شمېر افغان کډوال له خپلې خاورې اېستلي او دغه لړۍ لا هم په چټکۍ روانه ده.
یاد هېواد د اپرېل له لومړۍ نېټې څخه د کډوالو د اېستلو دویم پړاو پیل کړی او په بېلابېلو ایالتونو کې پولیس کور په کور افغانانو پسې ګرځي.
ایران او پاکستان د افغانستان دوه هغه ګاونډي هېوادونه دي، چې ډېر افغان کډوال په کې مېشت دي.
په دغه هېوادونو کې د افغانانو وضعیت له ځورونو، شکنجو او بې عدالتیو څخه خالي نه دی. نړۍوالو سازمانونو نیوکې کړې، چې دغه دوه ګاونډیان له افغان کډوالو سره خورا ناوړه چلند کوي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په ګډون بېلابېلو سازمانونو له یادو هېوادونو غوښتي، چې په جبري توګه د افغان کډوالو د اېستلو بهیر ودروي او اجازه دې ورکړي؛ څو په خپله خوښه له دغه هېواده ووځي. خو پاکستان او ایران دغو غوښتنو ته چندان پاملرنه نه ده کړې.
بل خوا د طالبانو د دویم ځل واکمنۍ له پیل راهیسې افغانستان سخت اقتصادي ناورین، لوږې، وزګارتیا او سیاسي بې ثباتي تجربه کوي.
اندېښنې دا دي، چې هېواد ته ستانه شوي کډوال هم د سرپناوو له نشتوالي، وزګارتیا او فقر سره مخ شوي او طالبانو ورته هېڅ راز اسانتیاوې نه دي برابرې کړي.
د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ هم اندېښنه ښوولې، چې په لویه کچه د افغان کډوالو ستنېدو افغانستان کې بشري ناورین لا پراخ کړی او نړۍوال باید بشرپاله مرستې ډېرې کړي.
