سرچینې: په ننګرهار کې د روغتیا د نړۍوال سازمان دفتر یو ساتونکی وژل شوی

دوو باخبرو سرچینو د دوشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د بدخشان ولایت د یمګان ولسوالۍ اوسېدونکی سېد قیامالدین په جلالاباد ښار کې د خپلې دندې پر ځای ووژل شو.
د معلوماتو پربنسټ، نوموړی چې اسماعیلیه و، تر سختو شکنجو وروسته مړ شوی دی.
قیامالدین په دغه ښار کې د روغتیا نړۍوال سازمان د دفتر د امنیتي ساتنې په برخه کې کار کاوه.
تر اوسه د یاد کس د وژنې عاملین او علت څرګند شوي نه دي.
یو انځور چې د قیامالدین له جسد سره تړاو لري، پر مخ او بدن یې د شکنجو پراخې نښې نښانې ښکاري.
دا په داسې حال کې ده، چې د نوموړي ورور هم چې د روغتیا د نړۍوال سازمان کارکوونکی و، څو میاشتې مخکې مړ شو او د هغه د مړینې علت بیا د زړه حمله یاده شوې ده.