امریکا له سوریې خپل ۵۰۰ سرتېري باسي او په دغه هېواد کې دوه پوځي اډې تړي

العربیه د یوه امریکايي چارواکي له قوله راپور ورکړی، چې ۵۰۰ امریکايي سرتېري به له سوریې ووځي او په دغه هېواد کې به دوه پوځي اډې وتړل شي. د راپور له مخې، یوه پوځي اډه به د سوریې ډېموکراتیکو ځواکونو ته ورکړل شي.
