ټرمپ: ایران ته به د یورانیمو غني کولو اجازه ورنه کړو

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ایران سره د احتمالي هوکړې په اړه ویلي:« موږ به د یورانیمو غني کولو اجازه ورنهکړو.»

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ایران سره د احتمالي هوکړې په اړه ویلي:« موږ به د یورانیمو غني کولو اجازه ورنهکړو.»
نوموړي پر ټروټ خواله رسنۍ د امریکا پخواني ولسمشر جو بایډن ادارې ته په اشارې سره ویلي: «باید ډېر وړاندې د ایران د غني کېدو مخه نیول شوې وای.»
په داسې حال کې چې امریکا په ایران کې د یورانیمو غني کولو پر بندولو او د اټومي تاسیساتو پر ټولولو ټینګار کوي؛ خو ایراني چارواکو بیا په وار، وار ویلي، چې د یورانیمو غني کول د تهران لپاره سره کرښه ده.

د برېتانیا حکومت وایي، چې د عصري ګواښونو لکه د روسیې د زیاتېدونکي نفوذ، اټومي ګواښونو او سایبري بریدونو پر وړاندې به خپل دفاعي سیاست په بنسټیز ډول بدل کړي. د دغه نوي پلان له مخې، پر دودیز پوځ د تکیې پر ځای به پر ډرونونو، ټېکنالوژۍ او ډیجیټل جګړې پانګونه وشي.
د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا پر اروپايي هېوادونو د امنیتي مسوولیت د زیاتولو د فشار په غبرګون کې د برېتانیا لومړي وزیر کېير سټارمر ژمنه کړې، چې له سړې جګړې وروسته به د دفاع بودیجې تر ټولو لوی زیاتوالی عملي کوي.
د مالي محدودیتونو له امله حکومت دا پرېکړه کړې چې د پوځ شمېر نه، بلکې اغېزمنتیا دې زیاته کړي.
د دې پالیسۍ الهام له اوکراین څخه اخیستل شوی، چېرې چې ډرونونه او عصري ټېکنالوژي د جګړې بڼه بدله کړې ده.
سټارمر د تېر کال د ټاکنو له بریا وروسته یوه ستراتیژیکه دفاعي بیا کتنه پیل کړې، چې پکې د ناټو پخوانی عمومي منشي جورج رابرټسن او د سپینې ماڼۍ پخوانۍ روسۍ سلاکاره فیونا هېل هم برخه لري. دغه بیاکتنه به د راتلونکو لسو کلونو لپاره دفاعي تګلاره جوړوي.
سره له دې چې په وروستیو کلونو کې د پوځ بودیجه کمه شوې، خو برېتانیا لا هم له فرانسې سره یوځای د اروپا د مخکښو پوځي قدرتونو په لیکه کې راځي، چې پوځ یې د ناټو ختیځ پوله خوندي کوي او سمندري ځواک یې په انډو-پسفیک سیمه کې فعال حضور لري.
خو د برېتانیا فعاله پوځیان چې شمېر یې ۷۰،۸۶۰ ته رسېږي، د ناپلیون له وخت راهیسې تر ټولو کم شمېر دی او حکومت وایي، چې د پرمختللې ستراتیژۍ له مخې باید اصلاح شي.
د متحده ایالاتو په کلوراډو ایالت کې له پروني خونړي برید وروسته د امریکا حکومت ټولو هغو ترهګرو، د هغوی د کورنیو غړو او ملاتړو ته چې په دې هېواد کې په ویزه مېشت دي، د اېستلو سخت خبرداری ورکړی دی.
د کلوراډو ایالت د بولډر ښار په مرکز کې په داسې وخت کې چې خلک د اسراییلي یرغمل شویو د ازادۍ لپاره لاریون کاوه، یو تن د اور اچونې برید کې لږ تر لږه شپږ کسان ټپیان کړل.
د ټپیانو عمرونه له ۶۷ څخه تر ۸۸ کلونو پورې دي او د یوه ټپي روغتیایي وضعیت د اندېښنې وړ ښودل شوی.
د ټرمپ د ادارې له لوري ویل شوي، چې دا کسان به په ډاګه وموندل شي، ویزې به یې لغوه او له هېواد به وشړل شي.
دغه ګام د امریکا د امنیتي اقداماتو په چوکاټ کې اخیستل شوی او د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې یوه برخه ګڼل کېږي.
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د دغه پېښې په تړاو په خپل اېکس کې لیکلي:«د پرونۍ وحشتناکې حملې په رڼا کې، دلته پر ویزه د ټولو ترهګرو، د هغوی د کورنۍ غړو او د ترهګرو ملاتړو ته دا څرګند پیغام دی چې د ټرمپ د حکومت تر مشرۍ لاندې به موږ تاسو پیدا کړو، ستاسو ویزه به لغوه کړو او تاسو به له هېواده وباسو».
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دغه پېښه ترهګریزه بللې.
پولیسو بریدګر نیولی چې خپله هم ټپي و او اوس په روغتون کې تر څارنې لاندې دی.
د FBI مشر هم دا برید یوه ترهګریز برید بللی.
دا پېښه د اسراییل او غزې د روانې جګړې له امله، چې په امریکا کې یې د یهودیانو پر وړاندې حساسیتونه زیات کړي رامنځته شوې.
تېره میاشت هم په واشنګټن کې د اسراییلي سفارت دوه کارکوونکي په ډزو کې ووژل شول، چې په ټولنه کې یې وېره لا زیات کړه.
د جرمني د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیره انالنا بربوک د دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د نوې مشرې په توګه وټاکل شوه. نوموړې د دې ۸۰ کلنې نړۍوالې ادارې په تاریخ کې لومړنۍ اروپایي او په ټوله کې پنځمه ښځه ده، چې دې مقام ته رسېږي.
۴۴ کلنې بربوک چې د جرمني د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیره وه، په پټو رایو کې د ۱۹۳ غړیو هېوادونو له جملې څخه د ۱۶۷ هېوادونو رایه ترلاسه کړه او پرته له سیالۍ یې دا دنده ترلاسه کړه.
بربوک به د سپټمبر له نهمې څخه خپله یو کلنه دوره پیل کړي.
نوموړې له ټاکل کېدو وروسته ټینګار وکړ، چې غواړي له ټولو غړو سره د اعتماد پر بنسټ خبرې اترې وکړي او ویې ویل: «زما دفتر تل د ټولو پر مخ خلاص دی، ګډ کار کول غوره دی.»
هغې همداراز ژمنه وکړه، چې د ملګرو ملتونو په جوړښتي اصلاحاتو به کار وکړي، شفافیت به زیات کړي، یوازې په رسنیو او تشریفاتو نه، بلکې د عمومي مجلس په رول په ځانګړي ډول د سازمان د راتلونکي عمومي منشي په ټاکنه کې به پراختیا راولي.
بربوک د ملګرو ملتونو د بودیجې د دوامدار تامین او د سیستم د اغېزمنتیا د لوړولو غوښتنه وکړه او ټینګار یې وکړ، چې د ټولو سیمو او ډلو ګډون باید په اصلاحاتو کې شامل وي.
یاده دې وي، چې د بهرنیو چارو د وزیرې په توګه د بربوک دوره د ځینو مواردو په ځانګړي ډول د غزې په کړکېچ کې د اسراییل ملاتړ ته د هغې څرګند موقف له امله له ځینو نیوکو سره هم مل وه.
د ملګرو ملتونو د عمومي مجلس د رییس رول د ۱۹۳ غړو هېوادونو ترمنځ د همغږۍ او تنظیم په برخه کې مهم دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر سېد عباس عراقچي د جرمني د بهرنیو چارو له وزیر یوهان وادهفول سره په ټلیفوني خبرو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي اړیکو پر دوام ټينګار وکړ.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت د یوې رسمي اعلامیې له مخې، دواړو لوریو د دوه اړخیزو اړیکو ترڅنګ د هغو نورو موضوعاتو په اړه هم بحث وکړ، چې دواړو هېوادونو ته د ګډې علاقې وړ دي.
سېد عباس عراقچي د ایران له لوري د اړیکو د ښهوالي هیله څرګنده کړه او ویې ویل، چې هېواد یې چمتو دی څو د متقابلو تفاهماتو پر بنسټ، د همکارۍ لپاره عملي او اغېزمن ګامونه واخلي.
نوموړي همداراز د ایران او امریکا ترمنځ د روانو ډېپلوماټیکو خبرو اترو چې د بندیزونو لېرې کولو او اټومي مسلې پورې تړاو لري، یادونه وکړه.
عراقچي د اروپایي اتحادیې رغنده رول مهم وباله او څرګنده یې کړه، چې ایران غواړي له درېیو اروپایي هېوادونو او د اروپا له اتحادیې سره خبرو ته دوام وورکړي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر یوهان وادهفول هم د دې ټلیفوني اړیکې هرکلی وکړ او د جرمني له لوري د دوه اړخیزو او څو اړخیزو خبرو اترو د دوام لپاره یې چمتووالی وښود. هغه د باور جوړونې پر اقداماتو هم ټینګار وکړ.
دواړو خواوو پرېکړه وکړه، چې د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو ترمنځ رسمي سیاسي مشورې ترسره شي، څو شته مسایل وڅېړل شي او د حل لارو ته زمینه برابره شي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یوه لوړپوړي پلاوي چې مشري یې د منځني ختیځ لپاره د بهرنیو چارو سکرتر سفیر شهریار اکبر خان کوله، نن په دمشق کې د سوریې د بهرنیو چارو له وزیر اسعد الشیباني سره وکتل.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې دا لیدنه د پاکستان او دمشق ترمنځ د اوږدمهاله دوستانه او تاریخي اړیکو په دوام کې ترسره شوه، چېرې چې دواړو خواوو د دوه اړخیزو همکاریو پر مختلفو برخو مفصلې خبرې وکړې، څو د متقابلو ګټو پر بنسټ شته اړیکې لا ژورې او پراخې شي.
په خبرو اترو کې دواړو لوریو د سیاسي، اقتصادي، تعلیمي او سیمهییزو مسایلو په ګډون د همکارۍ د نویو لارو چارو پر موندلو ټینګار وکړ.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خپل اېکس کې لیکلي: «سفیر شهریار اکبرخان د پاکستان له لوري د سوریې د ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او یووالي ملاتړ یو ځل بیا څرګند کړ او ویې ویل، چې اسلاماباد چمتو دی څو د دوه اړخیزو او څو اړخیزو ډیپلوماټیکو فورمونو له لارې له دمشق سره خپلې اړیکې نوره هم پراخې کړي.»
همداراز، دواړو خواوو توافق وکړ چې د لوړپوړو پلاویو ترمنځ د تګ راتګ او لیدنو کچه لوړه کړي، تر څو د اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره نوي امکانات و ارزول شي.