د ټرمپ ادارې هغه درې لوړپوړي چارواکي له دندو لرې کړي چې له اسراییل سره یې نږدې اړیکې لرلې

د واینټ وېبپاڼې راپور ورکړی، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو هغه درې لوړپوړي چارواکي له دندو لرې کړي، چې له اسراییل سره یې نږدې اړیکې لرلې.

د واینټ وېبپاڼې راپور ورکړی، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو هغه درې لوړپوړي چارواکي له دندو لرې کړي، چې له اسراییل سره یې نږدې اړیکې لرلې.
د راپور له مخې، په دې کسانو کې یو اسرییلي وګړی چې د ایران په برخه کې یې کار کاوه او همداراز د لبنان په چارو کې د امریکا استازی مورګن اورتګاس هم چې یهودي شوی، شامل دي.
د راپور له مخې: «په اسراییل کې باورونه دا دي، چې دغه برطرفۍ د دې لپاره شوي چې ټرمپ غواړي د بهرني سیاست واک خپل لاس کې راټول کړي. د دې اقدام لامل د غزې د جګړې او پر ایران د برید په اړه د نوموړي او نتنیاهو ترمنځ اختلافونه بلل شوي دي.»

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان د اسراییل پر هغه اقدام نیوکه وکړه، چې لوېدیځې غاړې ته د عربي هېوادونو د لوړپوړي پلاوي د سفر مخه نیسي. هغه ویلي، چې دغه اقدام د اسراییل لهخوا ښکاره «افراطیت او د سولې پر وړاندې خنډ» دی.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې؛ بن فرحان د یکشنبې په ورځ په عمان کې د اردن، مصر او بحرین له بهرنیو چارو وزیرانو او د عربي لیګ له عمومي منشي سره ولیدل.
له بل پلوه تېره ورځ اسراییلي چارواکو ویلي و، چې د فلسطین په لوېدیځه غاړه رام الله ښار کې د عربي هېوادونو د وزیرانو پلان شوې غونډې ته به اجازه ورنه کړي.
یوه اسراییلي چارواکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي و: «د عربي هېوادونو وزیران غواړي، چې د فلسطیني دولت د جوړولو او هڅولو په اړه د بحث لپاره په رام الله کې په یوه پاروونکې غونډه کې برخه واخلي؛ خو اسراییل به یې مخنېوی وکړي.»
هندي چارواکي وایي، چې د دغه هېواد په شمال ختیځو ایالتونو کې د سختو ورښتونو، سېلابونه او ځمکې ښویېدنې له امله په تېرو دوو ورځو کې لږ تر لږه ۳۰ کسان مړه شوي دي.
د هندي رسنۍ ټایمز اف انډیا د راپور له مخې؛ وینام، اسام او ارون اچل پردېش هغه ایالتونه دي چې تر ټولو سخت زیانمن شوي دي.
د مېګالیا ایالت سر وزیر کونراډ کې له سیمهییزو چارواکو غوښتي، چې په بېړني حالت کې پاتې شي، «وضعیت جدي دی او موږ باید د خلکو د ژغورنې لپاره محتاطه اوسو.»
که څه هم په هند کې موسمي ورښتونه د اوبو زېرمه کولو او کرنې لپاره حیاتي دي؛ خو کله ناکله دغه ورښتونه له ځان سره ډېرې ویجاړۍ هم لري.
د طالبانو د عامي روغتیا وزارت وایي، چې د یاد وزارت وزیر مولوي نور جلال جلالي د افغانستان لپاره د یونېسف ادراې استازي ډاکټر تاج الدین اوېلا سره په ليدنه کې له هغه غوښتي چې روغتونونو او روغتیایي مرکزونو ته د درملو په چمتو کولو او لېږد کې ورسره همکاري وکړي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغه ليدنه کې د روغتیايي خدمتونو د ارزونې په موخه په ګډې څارنې، د روغتیايي کارکوونکو پر ظرفیت لوړونې او د روغتیايي مرکزونو د بیارغونې په اړه خبرې اترې شوې دي.
بل خوا د یونېسف استازي ډاکټر تاج الدین ویلي، هڅه کوي چې د تطبیق کوونکو موسسو له لوري د وړاندې کېدونکو خدمتونو د کیفیت ارزونې په موخه د طالبانو روغتیا وزارت سره په ګډه څارنې کار وکړي.
هغه زیاته کړه، روغتیايي مرکزونو ته د درملو د لېږد په موخه به یوه ګډه کمېټه جوړېږي؛ تر څو د ټولو روغتونونو او روغتیايي مرکزونو ته د اړتیا وړ درمل چمتو او پر ټاکلي وخت روغتیايي مرکزونو ته ولېږدول شي.
روسي چارواکي وایي، چې نن سهار د اوکراین سره په پوله د روسیې په دوو جلا سیمو کې د پلونو نړېدو له امله اور ګاډی له پټلۍ اوښتی، چې پکې اووه تنه وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.
رویټرز خبري اژانس که څه هم په خپلواکه توګه دا نده تایید کړې، چې ګوندې دغه پېښه په اوکراین کې له روانې جګړې سره کوم تړاو لري؛ خو د یوه روسي سیاستوال له حوالې یې لیکلي، چې «کیف» یوه ترهګریزه سیمه ده.
د روسیې د بېړنیو حالاتو وزارت او سیمهییزو چارواکو ویلي، چې د بریانسک په سیمه کې له پټلۍ د اورګاډي اوښتو په پېښه کې اووه کسان وژل شوي او ۶۹ نور بیا ټپیان دي.
د بریانسک والي الکساندر بوګوماز په ټېلګرام کې د یوه پيغام په خپرولو سره وویل، دا مهال ۴۷کسان په روغتون کې بستر دي؛ په ټپيانو کې درې ماشومان هم شامل دي، چې د يو تن روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دی.
د غزې په تړانګه کې د اوربند لپاره د امریکا د وړاندیز په ځواب کې حماس ډلې اعلان کړی، چې دوی د ۲۸یرغمل شویو کسانو د سپارلو سره هوکړه کړې.
د مېډل اېسټ ای رسنۍ د راپور له مخې؛ سره له دې چې دغه ډلې له دې وړاندیز سره منښته کړې؛ خو د جګړې د پای ته رسولو او له غزې څخه د اسراییلي ځواکونو په وتلو ټینګار کوي، چې امریکا او اسراییل د حماس ډلې دغه ځواب د نه منلو وړ بللی دی.
دغه ډلې د شنبې په ورځ په یوه خپره کړې اعلامیه کې وویل، چې دوی د لسو اسراییلي یرغمل شویو خوشې کولو او د ۱۸ نورو جسدونو سپارلو ته چمتو دي؛ خو په بدل کې یې د اسراییل له زندانونو څخه د فلسطیني بندیانو خوشې کول غواړي.
حماس په خپله اعلامیه کې لیکلي، دا ځواب د اوږدمهالي اوربند، له غزې تړانګې څخه د اسراییل بشپړ وتلو او د غزې خلکو ته د بشري مرستو د رسولو په موخه ورکړل شوی دی.