طالبان: د افغانستان او ایران تر منځ د روغتیايي همکاریو پراختیا لپاره ښه فرصتونه برابر شوي

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر وایي، چې د افغانستان او ایران تر منځ د روغتیايي همکاریو د پراختیا لپاره ښه فرصتونه برابر شوي او د دواړو لوریو پانګه وال باید له دې فرصتونو ګټه واخلي.
