• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د سوریې پر وړاندې ماتې وخوړه

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۱ جون ۲۰۲۵، ۰۵:۰۴ GMT+۱

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۷ کال د اسیا جام غوراوي سیالیو په لړ کې بېګا د سوریې پر وړاندې ۰-۱ په توپیر ماتې وخوړه. په دغه سیالیو کې دا د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې پرلپسې دویمه ماته وه.

دغه لوبه بېګا شپه د کابل په وخت ۹:۴۵ د سعودي عربستان په کوربه‌توب ترسره شوه.

د دغې لوبه لپاره د افغان لوبډلې په نوملړ کې د ویس عزیزي، نعیم رحیمي، محبوب حنفي، ارزو، شریف محمد، ذوالفقار نظري، امید پوپلزی، مازیار کوهیار، توفي سکندري، مصور احدي او د امید موسوي نومونه راغلي وو.

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د دغه سیالیو لومړۍ لوبه هم د ۰-۲ په توپیر د تاجکستان لوبډلې پر وړاندې ماتې خوړلې وه.

تمه کېږي، چې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله به په راتلونکې لوبه کې د پاکستان پر وړاندې د لوبو ډګر ته ښکته شي.

ترویج لرونکی

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري
۱

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۲
څېړنیز راپور

۱۰۷ زره دُرې؛ د طالبانو د عدلي نظام په چوکاټ کې د بدني سزاوو پراخه لړۍ

۳

د افغان کډوالو ستنول؛ اتریش او ازبکستان د افغان کډوالو د ایستلو لپاره تړون لاسلیک کړ

۴

له فضل الرحمان سره د طالب چارواکو اړیکه؛ طالبانو د ملا ادریس پر وژنې ژوره خواخوږي ښودلې

۵

یوه کمپنۍ ادعا لري چې افغانستان یې د هوايي ډګرونو د امنیت له اړخه ۱۵میلیونه ډالر پوروړی دی

•
•
•

نور کیسې

د کافا جام سیالۍ؛ افغانستان نن د تاجکستان پر وړاندې لوبه کوي

۲۰ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۰ جون ۲۰۲۵، ۰۷:۲۲ GMT+۱

د مرکزي اسیا د فوټبال کنفدراسیون (CAFA) د شل کلنو ځوانانو اتلولۍ جام د پچې اچونې مراسم او د همغږۍ غونډه د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه ښار کې ترسره شوه او افغانستان به نن د کوربه هېواد پر وړاندې خپله لومړنۍ لوبه کوي.

د مرکزي اسیا د فوټبال کنفدراسیون د خپرې کړې خبرپاڼې له مخې؛ په دغې غونډه کې د لوبډلې ټولو لوبغاړو ته د سیالۍ قوانین وروپېژندل شول او همداراز د ګډون کوونکو لوبډلو رسمي جامې هم نندارې ته وړاندې شوې.

د افغانستان د ځوانانو ملي لوبډله په الف ګروپ کې د تاجکستان او قرغزستان له لوبډلو سره هم ډلې ده، چې د افغانستان لومړۍ لوبه به نن سې شنبه د کابل په وخت د شپې ۸:۳۰ بجې د کوربه هېواد تاجکستان پر وړاندې ترسره شي او همدارنګه به خپله دویمه لوبه د روانې میاشتې په ۱۲مه نېټه د کابل پر وخت ۴:۳۰ بجې د قرغزستان لوبډلې پر وړاندې ترسره کړي.

د مرکزي اسیا د شل کلنو ځوانانو د فوټبال په اتلولۍ جام کې د افغانستان سربېره تاجکستان، ایران، قرغزستان، ازبکستان او ترکمنستان ملي لوبډلې برخه اخلي، چې د تاجکستان هېواد په کوربه‌توب ترسره کېږي.

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله نن د سوریې پر وړاندې د لوبو ډګر ته ښکته کېږي

۲۰ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۰ جون ۲۰۲۵، ۰۳:۵۴ GMT+۱

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د اسیا جام غوراوي لوبه کې نن شپه د سوریې لوبډلې پر وړاندې د لوبو ډګر ته ښکته کېږي. دغه لوبه نن شپه د کابل په وخت ۹:۴۵ د سعودي عربستان په کوربه‌توب پیلېږي.

دا د اېټالیا د وینسنزو البرټو په مشرۍ د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې لومړۍ لوبه ده.

سوریه چې یوه بریا او درې امتیازه لري، د اسیا جام غوراوي سیالیو پنځم ګروپ په سر کې ده؛ خو افغانستان چې تر دې دمه یې هیڅ امتیاز نه دی ترلاسه کړی، د نوملړ درېیم ځایګی یې خپل کړی.

افغانستان تر دې وړاندې څلور ځلې له سوریې سره مخ شوی او ټولې څلور لوبې د سوریې په ګټه پای ته رسېدلې دي.

سوریې د افغانستان ملي لوبډلې پر وړاندې په تېرو دوو لوبو کې ۱۱ ګولونه وهلي دي.

د دغې لوبه لپاره د افغان لوبډلې پّ نوملړ کې د ویس عزیزي، کیوان متقیان، عیسی عزیزي، شریف محمد، محبوب حنیفي، سلیمان زرمتی، حبیب‌الله عسکر، مصور احدي، امید موسوي، رحمت اکبري، توفي سکندري، عبدالنجم حیدري، ذوالفقار نظري، عبدالرازق غفوري، پیمان سلطاني، امید پوپلزی، محمد نعیم رحیمي، قمرالدین، مازیار کوهیار، محمد وارث شیرزی، فرید سادات، یما شېرزاد، جمشید اڅکزی او حبیب‌الله هوتک نومونه راغلي دي.

د سفر بندیز ؛ د امریکا کرېکټ لیګ کې د افغان لوبغاړو ګډون له نامعلوم برخلیک سره مخ دی

۱۶ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۶ جون ۲۰۲۵، ۱۰:۳۳ GMT+۱

د یوې معتبرې ورزشي رسنۍ د راپور له مخې، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري د ځینو هېوادونو پر وګړو د سفر بندیز له امله، د امریکا په میجر کرېکټ لیګ کې د افغان لوبغاړو ګډون له نامعلوم برخلیک سره مخ شوی. په دغه لیګ کې د لوبېدو لپاره اووه افغان لوبغاړو قراردادونه ترلاسه کړي دي.

د اې اېس پی اېن کرېک اېنفو د راپور له مخې، د امریکا د ولسمشر له فرمان وروسته، د امریکا د میجر کرېکټ لیګ چارواکي هېله من دي، چې افغان لوبغاړي به اغیزمن نه شي او سږکال به په دغه لیګ کې ولوبیږي.

امریکا ته د سفر بندیز په دغه فرمان کې د افغانستان په ګډون ۱۲ هېوادونه شامل دی.

د امریکا د کرېکت لیګ یوه چارواکي ویلي، چې دوی هیله لري، چې دا لیګ به د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له لوري د «ستر ورزشي ایونټ» په توګه و پېژندل شي، تر څو افغان لوبغاړي له دې بندیز نه اغېزمن نه شي.

د امریکا میجر کرېکټ لیګ ویاند وايي:« موږ له اړوندو چارواکو سره کار کوو، تر څو د نړیوالو لوبغاړو سفر له خنډ پرته ترسره شي. دا لیګ لا هم د نړۍ غوره کرېکټ لوبغاړي راجذبوي او سږکال به زموږ ټر ټولو زړه راښکونکی فصل وي.»

همدا راز د امریکا د کرېکټ لیګ د ځینو لوبډلو چارواکو کرېک اېنفو ته ویلي هڅه کوي، چې افغان لوبغاړي له بندیز مخکې امریکا ته راولي او دا موضوع یې د امریکا میجر کرېکټ لیګ له مشرانو سره شریکه کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې ولسمشر ټرمپ له خوا امریکا ته د سفر بندیز په تازه اجراییوي فرمان کې استثنا هم شامله ده. هغه زیاتوي: «هغه لوبغاړيي یا لوبډلې چې د نړیوال جام، المپیک یا بل کوم ستر ورزشي پروګرام لپاره سفر کوي د بندیز نه مستثنا دي.»

دمګړی راشد خان، عظمت الله عمرزی، نوین الحق، ګلبدین نایب، فضل الحق فاروقي، وقار سلام خیل او نور احمد د ۲۰۲۵ کال لپاره د امریکا میجر کرېکت لیګ سره قراردادونه لري.

د امریکا میجر کرېکټ لیګ د جون په ۱۲ پیلیږي.

مهران غلامي د هسپانیا فوټسال غوره لیګ سیالیو کې د مانزانارس لوبډلې واخیست

۱۶ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۶ جون ۲۰۲۵، ۰۴:۵۰ GMT+۱

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې ځوان لوبغاړی مهران غلامي د هسپانوۍ لوبډلې «اېل کاسیروس اېل هیدالګو مانزانارس» سره یوځای شو.

د افغانستان فوټبال فدراسیون د پنجشنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۵مه) خبر ورکړی، چې افغان لوبغاړي مهران غلامي د هسپانیا په لیګ کې د مانزاناریس لوبډلې سره هوکړه لاسلیک کړې ده.

دغې هسپانوۍ لوبډلې هم په خپله رسمي پاڼه کې د مهران غلامي د خبر پخلی کړی او په فارسي ژبه یې د هغه هرکلی کړی.

دغې لوبډلې کاږلي، چې غلامي به د ۲۰۲۷ کال تر پایه د دغې لوبډلې غړی وي او هغه به د ۲۰۲۵ کال (د اکتوبر په ۳۱مه) له خپلې لوبډلې سره یوځای شي.

مهران غلامي د فوټسال ملي لوبډلې لومړنی افغان لوبغاړی دی، چې د هسپانیې فوټسال په غوره لیګ سیالیو کې لوبېږي.

نوموړی دا مهال هم د عراق فوټسال غوره لیګ سیالیو کې لوبېږي.

د فوټبال نړیوال جام لپاره چمتووالی؛ د سعودي پانګوالو صندوق د فیفا کلب جام رسمي شریکوال شو

۱۵ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۵ جون ۲۰۲۵، ۲۲:۵۱ GMT+۱

یوه اونۍ مخکې له دې چې د فیفا کلب نړیوال جام رسمي پيل وشي، د سعودي عربستان عامه پانګوالو صندوق (PIF) د دې میاشتنی نړیوالو سیالیو رسمي شریک اعلان شو. دا سیالۍ به د جون له ۱۴مې څخه د جولای تر ۱۳مې د امریکا په بېلابېلو لوبغالو کې ترسره کېږي.

د سعودي عربستان دا اقدام د ۲۰۳۴ کال د فیفا نړیوال جام د کوربتوب په موخه د اوږدمهال چمتووالي یوه برخه بلل شوې ده. د PIF مشر، محمد السیاد، په خپره شوې اعلامیه کې ویلي:"PIF غواړي د سپورټ په ډګر کې یو مثبت، دوامدار او ژور بدلون رامنځته کړي، له لوبغاړو او مینه‌والو نیولې، تر کوربه ټولنو پورې. موږ د فوټبال نړیوال پرمختګ ته ژمن یو، لکه څنګه چې تېر کال مو د CONCACAF سره شراکت اعلان کړ، او لا هم پانګونه روانه ده."
د فیفا کلب نړیوال جام، د نړۍ له مشهورو فوټبال کلبونو څخه جوړې شوې سیالۍ دي. سږ کال دا سیالۍ د شنبې په ورځ (جون ۱۴مه) پیلېږي، چې پکې به د لیونل میسي لوبډله، انټر میامي (د امریکا MLS لیګ)، د مصر له پیاوړي کلب "الاهلي FC" سره لوبه وکړي — الاهلي د CAF اتلانو لیګ درې ځلې قهرمان پاتې شوی.

د Opta Power Rankings له مخې، د سږ کال پنځه تر ټولو قوي لوبډلې:پاریس سن جرمن (فرانسه)، منچسټر سيټي (انګلستان)، بایرن مونیخ (جرمني)، انټر میلان (ایټالیا)، ریال مادرید (هسپانیا) دي.

د ګروپي پړاو سیالۍ به د جون له ۱۴مې تر ۲۶مې پورې روانې وي، وروسته به د حذف پړاو د جون ۲۸مې څخه پيلېږي. پایلوبه به د جولای په ۱۳مه، د نیو جرسي ایالت په میټ لایف لوبغالي کې ترسره شي.