• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ډیلي کې ګرمه څپه؛ د تودوخې درجه تر ۵۲ سانتي ګرادو رسېدلې

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۲ جون ۲۰۲۵، ۰۶:۳۴ GMT+۱

د ډیلي ځینې برخې د چهارشنبې په ورځ دومره ګرمې وې، چې د ماسپښین په ۲:۳۰ بجو پکې د ۵۰.۸ درجو او په ۵:۳۰ بجو د ۵۱.۹ درجو تودوخه احساسېده.

د ټابمز اف هندوستان ورځپاڼې د راپور له مخې؛ ځینې سیمې د درېیمې ورځې لپاره له ګرمې څپې سره مخ وې.
د هند د هوا پوهنې ادارې د ګرمې څپې خبرداری (د جون تر ۱۳مې نېټې) پورې اعلان کړی دی.
د لوېدیځ راجستان، پنجاب، جمو-کشمیر، هماچل پردېش، سوېلي هریانا-ډیلي او د ختیځ راجستان او سوېلي اترپردېش په ډېرو برخو کې د ګرمې څپې اټکل شوی دی.

ترویج لرونکی

 د هبت‌الله سلاکار او د کندهار دارالافتاء غړی جان محمد مدني د رشوت اخېستلو په تور نیول شوی
۱
ځانګړی

د هبت‌الله سلاکار او د کندهار دارالافتاء غړی جان محمد مدني د رشوت اخېستلو په تور نیول شوی

۲

په بن کې د طالبانو تر واک لاندې افغان کونسلګرۍ د کار زده کړې پروګرام اعلان کړی

۳

حامد کرزي پر ډیورنډ کرښه د وروستیو هوکړو په اړه له طالبانو وضاحت وغوښت

۴

سرچینې: موبي‌ګروپ نن له ۶ ساعتونو راهیسې د طالبانو د استخباراتو له لوري محاصره وو

۵
ځانګړی

د طالبانو له وېرې جرمني ته تللي یو شمېر افغانان په بن کونسلګرۍ کې له طالبانو سره کار کوي

•
•
•

نور کیسې

په امریکا کې د لاریونونو دوام؛ په لاس انجلس کې ګرځبندیز اعلان شو

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۲ جون ۲۰۲۵، ۰۵:۲۸ GMT+۱

سره له دې چې د امریکا د ولسمشر له‌خوا د "ځواک" کارونې ګواښ شوی؛ خو د چهارشنبې په ورځ د ډونالډ ټرمپ د کډوالۍ سیاستونو پر ضد اعتراضونه د امریکا نورو ښارونو ته هم وغځېدل.

په لاس انجلس کې د تېرې جمعې ورځې ناکراریو راهیسې د دغه ښار په مرکز کې د شپې له‌خوا ګرځبندیز اعلان شو او په درنو وسلو سمبال امنیتي ځواکونو دولتي ودانیو ته څېرمه ګزمې کولې.

د لاس انجلس کاونټي ولسوالۍ څارنوال وايي، اټکلونه ښیي چې تر ۴۰۰ پورې لاریونوال په فزیکي شخړو، ویجاړۍ یا نورو ناقانونه کړنو کې ښکېل وو.

هغه ټینګار وکړ، چې د سرغړونکو د پېژندلو او محاکمه کولو لپاره څېړنې روانې دي.

د ایران او ناروې د بهرنیو چارو وزیران د افغانستان د تحولاتو په اړه وغږېدل

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۲ جون ۲۰۲۵، ۰۰:۴۴ GMT+۱

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي او د ناروې د بهرنیو چارو وزیر اسپن بارت ایدي د اوسلو د ۲۲م نړۍوال کنفرانس په څنډه کې د افغانستان د تحولاتو په غږېدلي دي.

د ايران د بهرنيو چارو وزارت په یوه بیان کې ويلي، چې د دواړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو په دې ليدنه کې د دوه‌اړخيزو اړيکو، سيمه‌ييزو تحولاتو او نړۍوالو موضوعاتو په اړه نظرونه تبادله کړي دي.

د بیان پر بنسټ، د ايران او امريکا ترمنځ د خبرو اترو وروستی وضعیت او همداراز د افغانستان تحولات د دواړو خواوو د بحث مهم موضوعات بلل شوي دي.

په بیان کې د افغانستان په اړه د دواړو لوړپوړو چارواکو د خبرو اترو جزئیات نه دي خپره کړي.

ناروې یو له هغو لوېدیځو هېوادونو څخه دی، چې له طالبانو سره نږدې اړیکې لري.

تېرکال یې د اوسلو کنفرانس ته طالبان هم بللي و، خو سږکال یې د طالبانو ډېپلوماتانو ته د غونډې بلنه رد کړې ده.

د روان کال په پیل کې ناروې د طالبانو یو ډیپلومات هم ومانه او دغه طالب ‌‌ډیپلوماټ نجیب الله شېرخان په ناروې کې د افغانستان د سفارت د لومړي سکرتر په توګه وټاکل شو.

د ناروې دا اقدام په اروپا کې د مدني ټولنې فعالانو او ښځینه لاریون‌کوونکو له پراخو غبرګونونو سره مخ شو.

ناروې لومړنی اروپايي هېواد و، چې په ۲۰۱۴ کال کې یې په اوسلو کې د امیر خان متقي په مشرۍ د طالبانو د لوړپوړي پلاوي کوربه‌توب وکړ.

تر دې وروسته د ناروې د بهرنیو چارو وزارت وویل، چې د ښځو د دوامداره ځپلو له امله به له طالبانو سره خپلې اړیکې کمې کړې.

امریکا د فلسطین د راتلونکي په اړه د ملګرو ملتونو د غونډې د پایلو په اړه خبرداری ورکړ

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۲ جون ۲۰۲۵، ۰۰:۰۹ GMT+۱

رويټرز د چهارشنبې په ورځ راپور ورکړی، چې امریکا هڅه کوي ځيني هېوادونه د اسراييل او فلسطين د مسلې لپاره د دوو دولتونو د حل لارې د ارزونې په موخه د ملګرو ملتونو په غونډه کې له ګډون څخه منع کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د محرم سند له مخې چې هېوادونو ته لېږل شوی، امریکا دغو هېوادونو ته خبرداری ورکړی، چې د اسراییل او فلسطین د شخړې په اړه د ملګرو ملتونو په غونډه کې ګډون ونه کړي.

واشنګټن په دې یادښت کې ویلي، چې دوی د فلسطین د دولت د پېژندلو لپاره د هر ډول یو اړخیز اقدام مخالفت کوي او ویلي یې دي، چې دا ډول اقدامات د اسراییل امنیت زیانمنوي او د امریکا د بهرني سیاست ګټو سره په ټکر کې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی، هغه هېوادونه چې د اسراییل پر ضد ګام پورته کړي، ښایي د واشنګټن له لوري له دیپلوماتیکو عواقبو سره مخ شي.

د رویټرز د راپور له مخې، د امریکا له لورې په استول شوي پيغام کې لیکل شوي: ««موږ له حکومتونو غواړو، چې په دې په دې کنفرانس کې برخه وانخلي ځکه چې موږ دا په غزه کې د جګړې پای ته رسولو او د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو لپاره د حیاتي او روانو هڅو په وړاندې یو خنډ ګڼو.»

ټاکل شوې ده، چې د «دوو دولتونو حل لارې» کنفرانس د جون له ۱۷څخه تر ۲۰ پورې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې د فرانسې او سعودي عربستان په کوربه توب ترسره شي.

د غونډې موخه د فلسطین دولت د جوړولو لپاره د چوکاټ طرح کول او له بلې خوا د اسراییل امنیت ته تضمین ورکول دي.

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون د وري میاشتې په ۲۵مه هیله څرګنده کړه، چې د فلسطین د دولت د رسمیت پېژندلو لپاره د خپل هېواد پرېکړه به نور هېوادونه هم ورته اقدام ته وهڅوي.

مکرون مخکې اعلان کړی و، چې ښايي فرانسه د ملګرو ملتونو د یادې غونډې په ترڅ کې د فلسطین دولت په رسمیت وپېژني.

مکرون د فلسطین د خپلواکې ادارې د مشر محمود عباس څخه غوښتي، چې حماس ګوښه کړي او په خپل حکومت کې اصلاحات پیل کړي.

خو اسراییل د دې کنفرانس له امله سخت اعتراض کړی او ویلي یې دي، چې دا غونډه د حماس لپاره یو ډول انعام ورکول دي او له فرانسې یې غوښتي، چې فلسطین دې په رسمیت نه پېژني.

هېګسټ: په افغانستان کې د ناټو ځینو غړو هېوادونو یوازې په نوم حضور درلود

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۱ جون ۲۰۲۵، ۲۳:۰۸ GMT+۱

د امریکا د دفاع وزیر پېټ هېګسټ د دغه هېوادپه مشرانو جرګه کې د یوې رسمي غونډې پرمهال د افغانستان په جګړه کې د ناټو غړو هېوادونو پر رول نیوکه کړې او وايي، چې د دې جګړې ډېر بار د امریکايي ځواکونو پر غاړه و.

نوموړي د چهارشنبې په ورځ مشرانو جرګې ته د افغان جګړې په اړه د خپلې وینا په یوې برخه کې زیاته کړې، چې په افغانستان کې د ناټو ځینو غړو هېوادونو یوازې په نوم حضور درلود، خو په عمل کې یې ډېر ځواک او جنګي وړتیا نه‌لرله.

د برېتانیا ایندپېنډنټ د راپور پر بنسټ، د متحده‌ایالتونو د دفاع وزیر ټینګار وکړ: «یو واقعي اېتلاف هغه وخت معنا لري کله چې واقعي دفاعي ظرفیت موجود وي.»

د هغه دې څرګندونو د امریکا د ډیموکراټ ګوند سناتور کریس کونز غبرګون را پاراولی او په وینا یې، د واشنګټن متحدینو هم لویې قربانۍ ورکړي او ځینې هېوادونه، لکه ډنمارک ته د خپل لږ نفوس پرتله ډېر تلفات واوښتل. کونز زیاته کړه: «دا باید روښانه شي چې زموږ متحدینو په افغانستان کې هم خدمت کړی او هم یې قرباني ورکړې ده.»

هېګسټ وايي، چې دی د افغانستان په جګړه کې د بهرنیو ځواکونو قربانۍ له پامه نه‌غورځوي، خو ټینګار یې کړی، چې د جګړې ډېر مسوولیت او لګښت د متحده‌ایالاتو پر غاړه و.

د یادونې ده، چې د افغانستان په ۲۰ کلنه جګړه کې د ناټو ۳۲غړو هېوادونو او نورو متحدینو له امریکا سره ملتیا کوله. په دې موده کې ۲ زره او ۴۶۱ امریکایي او ۴۵۷ هم برېتانوي سرتېري وژل شوي دي. د افغانستان په جګړه کې برېتانیا تر امریکا وروسته دویم هېواد دی چې د سرتېرو ډېر تلفات لري.

دا په داسې حال کې ده، چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د امریکا په مشرۍ ناټو هېوادونه له افغانستان ووتل او هلته یې خپل ماموریت پای ته ورساوه.

د افغانې نجلۍ کبرا رضایي د جسد پاتې شونې د یوه ایراني وګړي له کور څخه وموندل شول

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۱ جون ۲۰۲۵، ۲۲:۳۶ GMT+۱

د انصاف خبرې اژانس د راپور له مخې، د يوې افغانې کډوالې نجلۍ کبرا رضايي د جسد پاتې شونې د تهران په پاکدشت ولسوالۍ کې د یوه ۳۲ کلن ایراني وګړي په کور کې وموندل شول. په راپور کې ویل شوي، چې تورن کس د یادې نجلۍ جسد ټوټه ټوکه کړی او د تېزابو په ذریعه یې له منځه وړی.

د ایران انصاف خبري اژانس د چهار شنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۱مه) راپور ورکړی، چې په قضيه کې ښکېل ۳۲ کلن «ع.خ» په نوم ایراني کس په پاکدشت ولسوالۍ کې د کور د وسایلو په یوه فابریکه کې د امنیتي ساتونکي په توګه کار کاوه.

په خبر کې ویل شوي، چې دغه سړي واده هم درلود.

د انصاف نیوز د خبر له مخې، تورن کس د لومړنیو څېړنو په جریان کې تورونه رد کړي و؛ خو د پولیسو له خوا د شواهدو له وړاندې کولو وروسته یې د قتل اعتراف کړی دی.

100%

د راپور له مخې، دغه تورن کس واده لري او له هغه وروسته چې د یادې انجلۍ له کوژدن څخه خبر شوی «ډېر عصبي شوی او جرم یې ترسره کړی دی.»

په راپور کې راغلي، چې پر ایراني سړي په لګول شویو تورونو کې «له مخکې پلان شوې وژنه، د بدن ټوټه ټوټه کول او د تېزاب کارولو» د جرم شواهد هڅه شامل دي.

د کبرا ورکېدل

انصاف نیوز د خپلو سرچینو له قوله لکیلي، چې کبرا رضايي شاوخوا ۵۰ ورځې وړاندې ورکه شوې وه.

هغه چې د شقایق رضايي په نوم هم پېژندل کېده، کورنۍ یې پولیسو ته د زنګونو له ځواب نه ورکولو وروسته، د هغې له برخلیک څخه بې خبره شوه او پولیسو وروسته دا موضوع راپور کړ.

د راپور له مخې، څو اونۍ وروسته د پاکدشت سیمې ته نږدې د یوه ټوټې شوي جسد ځینې برخې وموندل شوې، چې نه پېژندل کېده.

راپور زیاتوي، چې پولیسو د افغان کډوالې نجلۍ له کورنۍ سره د هغې د هویت د تایید لپاره اړیکه ونیوله.

سرچینو انصاف نیوز ته ويلي، چې په لومړيو کې د کبرا رضايي کورنۍ فکر نه کاوه چې د بدن دا برخې د دوی د لور وي، مګر د ډي اېن اې ازمويني لپاره یې عدلي طب ته ولېږلې.

مخکې د کبرا رضايي د «ټوټه شوي جسد» یوه بله برخه د تهران په «پیشوا» ولسوالۍ کې په کثافاتو کې وموندل شوه او د هغې هویت د ډي اېن اې ازموينې له لارې تایید شو.

د دې افغانې کډوالې نجلۍ کورنۍ د هغې په یوه همکار شک وکړ.

د کبرا رضايي خپلوانو ویلي، چې دا سړی مخکې د کبرا سره د اړیکو د جوړېدو هڅه کړې وه.

د راپور له مخې، پولیس له قضايي امر سره د شکمن کور ته تللي او هغه څه چې دوی هلته وموندل هغه حیرانونکي وو: « د کوبرا ټوټې ټوټې پاتې شونې، ظاهرا له تېزاب سره یې د له منځه تلو هڅه شوې وه.»

100%

د کبرا پر کورنۍ فشار

انصاف نیوز په راپور کې زیاتوي، چې د کبرا جنازه د دوشنبې په ورځ په داسې فضا کې ترسره شوه، چې «تر کلکې څارنې لاندې» و.

په مراسمو کې یو شمېر حاضرینو انصاف نیوز ته وویل، چې دوی ته د عکس اخیستلو یا خبرو کولو اجازه نه وه ورکړل شوې.

د جنازې په مراسمو کې یوه ګډونوال انصاف نیوز ته وویل، چې د کبرا کورنۍ له رسنیو سره د خبرو کولو څخه بخښنه غواړي.

د کبرا رضايي د وژنې په اړه د رسنیو پوښښ چې انصاف نیوز د «وحشیانه قتل» په نوم خپور کړی، په داسې وخت کې راځي چې ایران د پراخو تبلیغاتو له لارې د افغان کډوالو اېستل ګړندي کړي دي.