• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغانې نجلۍ کبرا رضایي د جسد پاتې شونې د یوه ایراني وګړي له کور څخه وموندل شول

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۱ جون ۲۰۲۵، ۲۲:۳۶ GMT+۱تازه شوی: ۲۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۱ جون ۲۰۲۵، ۲۳:۵۵ GMT+۱

د انصاف خبرې اژانس د راپور له مخې، د يوې افغانې کډوالې نجلۍ کبرا رضايي د جسد پاتې شونې د تهران په پاکدشت ولسوالۍ کې د یوه ۳۲ کلن ایراني وګړي په کور کې وموندل شول. په راپور کې ویل شوي، چې تورن کس د یادې نجلۍ جسد ټوټه ټوکه کړی او د تېزابو په ذریعه یې له منځه وړی.

د ایران انصاف خبري اژانس د چهار شنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۱مه) راپور ورکړی، چې په قضيه کې ښکېل ۳۲ کلن «ع.خ» په نوم ایراني کس په پاکدشت ولسوالۍ کې د کور د وسایلو په یوه فابریکه کې د امنیتي ساتونکي په توګه کار کاوه.

په خبر کې ویل شوي، چې دغه سړي واده هم درلود.

د انصاف نیوز د خبر له مخې، تورن کس د لومړنیو څېړنو په جریان کې تورونه رد کړي و؛ خو د پولیسو له خوا د شواهدو له وړاندې کولو وروسته یې د قتل اعتراف کړی دی.

100%

د راپور له مخې، دغه تورن کس واده لري او له هغه وروسته چې د یادې انجلۍ له کوژدن څخه خبر شوی «ډېر عصبي شوی او جرم یې ترسره کړی دی.»

په راپور کې راغلي، چې پر ایراني سړي په لګول شویو تورونو کې «له مخکې پلان شوې وژنه، د بدن ټوټه ټوټه کول او د تېزاب کارولو» د جرم شواهد هڅه شامل دي.

د کبرا ورکېدل

انصاف نیوز د خپلو سرچینو له قوله لکیلي، چې کبرا رضايي شاوخوا ۵۰ ورځې وړاندې ورکه شوې وه.

هغه چې د شقایق رضايي په نوم هم پېژندل کېده، کورنۍ یې پولیسو ته د زنګونو له ځواب نه ورکولو وروسته، د هغې له برخلیک څخه بې خبره شوه او پولیسو وروسته دا موضوع راپور کړ.

د راپور له مخې، څو اونۍ وروسته د پاکدشت سیمې ته نږدې د یوه ټوټې شوي جسد ځینې برخې وموندل شوې، چې نه پېژندل کېده.

راپور زیاتوي، چې پولیسو د افغان کډوالې نجلۍ له کورنۍ سره د هغې د هویت د تایید لپاره اړیکه ونیوله.

سرچینو انصاف نیوز ته ويلي، چې په لومړيو کې د کبرا رضايي کورنۍ فکر نه کاوه چې د بدن دا برخې د دوی د لور وي، مګر د ډي اېن اې ازمويني لپاره یې عدلي طب ته ولېږلې.

مخکې د کبرا رضايي د «ټوټه شوي جسد» یوه بله برخه د تهران په «پیشوا» ولسوالۍ کې په کثافاتو کې وموندل شوه او د هغې هویت د ډي اېن اې ازموينې له لارې تایید شو.

د دې افغانې کډوالې نجلۍ کورنۍ د هغې په یوه همکار شک وکړ.

د کبرا رضايي خپلوانو ویلي، چې دا سړی مخکې د کبرا سره د اړیکو د جوړېدو هڅه کړې وه.

د راپور له مخې، پولیس له قضايي امر سره د شکمن کور ته تللي او هغه څه چې دوی هلته وموندل هغه حیرانونکي وو: « د کوبرا ټوټې ټوټې پاتې شونې، ظاهرا له تېزاب سره یې د له منځه تلو هڅه شوې وه.»

100%

د کبرا پر کورنۍ فشار

انصاف نیوز په راپور کې زیاتوي، چې د کبرا جنازه د دوشنبې په ورځ په داسې فضا کې ترسره شوه، چې «تر کلکې څارنې لاندې» و.

په مراسمو کې یو شمېر حاضرینو انصاف نیوز ته وویل، چې دوی ته د عکس اخیستلو یا خبرو کولو اجازه نه وه ورکړل شوې.

د جنازې په مراسمو کې یوه ګډونوال انصاف نیوز ته وویل، چې د کبرا کورنۍ له رسنیو سره د خبرو کولو څخه بخښنه غواړي.

د کبرا رضايي د وژنې په اړه د رسنیو پوښښ چې انصاف نیوز د «وحشیانه قتل» په نوم خپور کړی، په داسې وخت کې راځي چې ایران د پراخو تبلیغاتو له لارې د افغان کډوالو اېستل ګړندي کړي دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

•
•
•

نور کیسې

په فرانسه کې د افغانانو د حضور زیاتوالی؛ ننګونې او بریاوې

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۱ جون ۲۰۲۵، ۲۱:۵۹ GMT+۱

انفومایګرنټس وېب‌پاڼه وايي، دا مهال په فرانسه کې تر ۱۰۰ زرو ډېر افغانان ژوند کوي چې ډېره برخه یې د زده‌کړې ټيټې کچې لرونکي نارینه دي. په دې هېواد کې ډېری افغانان د فرانسوي ژبې د زده‌کړې او د کارموندنې برخه کې له ستونزو سره مخ دي، خو د دې ننګونو تر څنګ، د بریالیتوب بېلګې هم لري.

د افغان کډوالو په شمېر کې زیاتوالی

د فرانسې د کډوالۍ او ادغام دفتر مشر ډیډیه لیشي په وینا، تر ۲۰۱۴ کال پورې په فرانسه کې د پناه‌غوښتنې لپاره د افغانانو شمېر خورا کم و، خو په وروستیو کلونو کې دا شمېر ډېر او په ۲۰۲۳ کال کې ۱۷ زرو ته لوړ شوی دی.

اوس افغانان د هغو ۱۰ لومړیو ملتونو په ډله کې دي، چې په فرانسه کې تر ټولو ډېر اوږدمهاله استوګنه لري.

د تطابق او زده‌کړې ستونزې

ډېری نوي راغلي افغانان په ځانګړي ډول نارینه ډېر سواد نه‌لري او نه‌شي کولای په اسانه توګه فرانسوي ژبه زده‌ کړي.

دا حالت د دې لامل شوی، چې دوی د کار بازار ته لار پیدا نه کړي او له اقتصادي خپلواکي بې‌برخې پاتې شي.

د فرانسې د کډوالۍ اداره هڅه کوي، چې د ژبې د زده‌کړې او له مدني بنسټونو سره د همکارۍ له لارې د هغوی وضعیت ته پاملرنه وکړي.

افغان لوستې ښځې، خو اقلیت قشر

که څه هم طالبانو پر ښځو سخت محدودیتونه لګولي، خو په فرانسه کې د افغان ښځو شمېر لا هم کم دی.

د معلوماتو له‌مخې، په ۲۰۲۱ کال کې د کابل د تخلیې پر مهال یوازې شاوخوا ۳ زره ښځې (لویې او ماشومانې) فرانسې ته دننه شوې دي.

په افغانستان کې ښځې له نارینه ملګري پرته سفر نه‌شي کولای او په عملي ډول له زده‌کړې، کار، او په ټولنه کې له فعاله حضوره محرومې شوې دي.

فرانسه، د افغانانو لپاره نوی منزل

په جرمني او سویډن کې تر ۲۰۱۵ کال وروسته د کډوالۍ په پالیسیو کې بدلون راغی، ډېرو افغانانو فرانسه د خپل نوي منزل په توګه غوره کړه. ځینې یې پخوا په نورو اروپايي هېوادونو کې ثبت شوي وو، خو هڅول شوي وو چې له دغو هېوادونو ووځي.

د پناه‌غوښتنې په اړه د اروپايي هېوادونو ترمنځ د همغږۍ نشتوالی فرانسې ته د افغانانو د کډوالۍ د لارو د بدلون یو له اصلي عواملو څخه ګڼل کېږي.

د فرانسې د بېرته ستنېدو او اخراج پالیسي

په ۲۰۲۱ کال کې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته، فرانسې تر اوسه هېڅ افغان په جبري ډول له دغه هېواده نه‌دی اېستلی، خو چارواکي ټینګار کوي چې هغه کسان چې جرم کوي یا د پناه‌غوښتنې شرایط نه لري، باید له دغه هېواده ووځي.

همداراز فرانسې هغو افغانانو ته چې په خپله خوښه غواړي بېرته کابل ته ستانه شي، مرستې او اسانتیاوې برابروي.

ایراني چارواکی: د بهرنیو ماشومانو په پرتله د ایراني کارګرو ماشومانو شمېر ډېر دی

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۱ جون ۲۰۲۵، ۲۱:۴۱ GMT+۱

د ایران د خیریه سازمان د ټولنيزې روغتيا مرستیال حسن موسوي د کارګرو ماشومانو شمېر ته په اشارې وايي:« تېر کال ۱۲زره او ۶۶۳ کارګرو ماشومانو د دوی له خدماتو ګټه اخیستې، خو د ټول هېواد شمېرې ښيي چې د ایراني کارګرو ماشومان شمېر د بهرنیو ماشومانو په پرتله ډېر دی.»

د ایران اېراف خبري اژانس د چهارشنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۱مه) د موسوي له قوله لیکلي، چې د دې ماشومانو څلورمه برخه نجونې دي.

نوموړي زياته کړې: «تېر کال له هر کارګر ماشوم څخه لږ تر لږه درېیو تنو یې له خیره سازمان څخه خدمتونه تر لاسه کړي. زموږ یوه اندېښنه دا ده، چې د دې ماشومانو څلورمه برخه نجونې دي؛ ځکه دوی ډېر زيان منونکي دي.»

د موسوي په خبره، ۷۸ سلنه کارګر ماشومان زده کړې کوي او ۲۲ سلنه له زده کړو پاتې دي.

نوموړي ویلي، چې په دې ماشومانو کې ۷۳ سلنه د مور او پلار سره، ۲۱ سلنه له مور او ۲ سلنه یوازې له پلار سره ژوند کوي.

د ایران خیریه سازمان مرستيال د ملاتړو اقداماتو په اړه وویل: «تېر کال ۳۶۲۸ کاریګر ماشومان په ښوونځيو کې شامل شوي او ۲۵۲۸ نورو ته د زده کړو لګښت ورکړل شوی. همداراز د خوار ځواکۍ ستونزو ته په پام سره ۱۹ زره ګرم خواړه هم دې ماشومانو ته ورکړل شوي دي.»

نوموړي دا هم وویل، چې په تېرو کلونو کې له ۶۰ سلنې څخه ډېر کارګر ماشومان د دې سازمان په مرکزونو کې ساتل شوي او له سړکونو څخه راګرځېدلې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو وختونو کې د تهران د سترې محکمې مشر علي القاصي ویلي و، چې په دغه ولایت کې د اغېزمن شویو ماشومانو ۸۲سلنه ماشومان د افغانستان دي.

علي القاصي دغه راز ویلي و، چې په تهران کې نږدې ۳۷۰۰ اغېزمن شوي ماشومان هم پېژندل شوي دي چې ۸۲سلنه یې بهرنيان دي.

ایراني چارواکو بیا په ځلونو له زده‌کړو څخه محرومیت او مالي ستونزې د کارګرانو ماشومانو د زیاتېدو لامل ګڼي.

ایران: د تهران او کابل ترمنځ د هلمند اوبو د ستونزو د حل په موخه ډېپلوماټیکې هڅې روانې دي

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۱ جون ۲۰۲۵، ۲۰:۳۸ GMT+۱

د ایران «ای‌اېف‌پي نیوز» وېب‌پاڼه د دغه هېواد د حکومتي ویاندې فاطمه مهاجراني په حواله وايي، د هلمند سیند د اوبو یوه برخه چې د ایران حق دی، اوس دغه هېواد ته بهېږي او د یاد بهیر د دوام لپاره ډېپلوماټیکې هڅې روانې دي.

نوموړې د کابینې د غونډې په څنډه کې زیاته کړې، چې د هلمند اوبه یوه پخوانۍ مسئله ده او د ایران حکومت غواړي چې د خبرواترو او ډېپلوماسۍ له لارې یې حل کړي.

هغې وویل: «له نېکه مرغه، اوسمهال یوه برخه اوبه ایران ته بهېږي او د دغه وضعیت د دوام لپاره خبرې‌اترې روانې دي.»

مېرمن مهاجراني د دې مسئلې د چاپېریال اغېزو ته په اشارې هیله‌مندي ښودلې، چې له نورو همکاریو سره به دا ستونزې ډېر ژر حل شي.

ایران او افغانستان په ۱۳۵۰ هجري لمریز کال کې د هلمند سیند د اوبو د وېش په تړاو یو تړون لاسلیک کړی، خو ایراني چارواکي ادعا کوي چې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته دا تړون په سمه توګه نه دی پلي شوی.

د یادونې ده، چې وړمه ورځ د ایران د اوبو د صنعت ویاند عیسی بزرګ‌زاده ویلي و چې له افغانستان سره د هلمند د اوبو په تړاو روانې خبرې تر اوسه د پام وړ پایله نه لري او له افغانستانه ایران ته د اوبو بهیر له ټاکل شوې کچې ښکته پاتې شوی دی.

د کندهار په عینو مېنه کې د طالبانو پر يوې پوستې چاودنه شوې

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۱ جون ۲۰۲۵، ۲۰:۲۱ GMT+۱

سرچينو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې د کندهار په دویمه عينو مېنه کې د بلوڅانو هديرې ته څېرمه د طالبانو پر يوې امنیتي پوستې چاودنه شوې. که څه هم د چاودنې نوعیت او د تلفاتو اړوند معلومات نه شته؛ خو ځايي خلک وايي، چې چاودنه ډېره زوروره وه او غږ يې د ښار تر ډېرو سيمو رسېدلی.

له کندهار څخه سرچينو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته د چهارشنبې په ماښام (د غبرګولي ۲۱مه) ویلي، چې تر چاودنې وروسته طالبانو سم دستي سیمه کلابنده کړې او چاته د ورتګ اجازه نه ورکوي.

د چاودنې له امله په سيمه کې د نږدې کورونو ښيښې ماتې شوي او مالي زيانونه یې هم اړولي دي.

طالبانو په رسمي ډول د چاودنې د نوعیت، مرګژوبلې او نورو جزياتو په اړه څه نه دي ویلي.

خو د کندهار د طالبانو امنیه قومندانۍ بیا ویلي، چې چاودنه د پخوانيو راټولو شویو پټاکیو او باروتو وه، چې دوی خپله ورته چاودنه ورکړې.

طالبانو مخکې د پخوانيو باروتو او توکو د چاودېدو پر مهال خلکو ته خبرتياوې خپرولې او د خلکو په خبره، طالبانو وړاندې تر دې هېڅ وخت د شپې دومره ناوخته چاودېدونکي توکي نه دي پټاو کړي.

د طالبانو د امنیه قومندانۍ او د عینو مېنې د ۱۱ حوزې مسوولین د مخابرو له لارې په خبرو کې هڅه کوي، چې د چاودنې نوعیت او مرګ ژوبله پټه وساتي.

د طالبانو د امنیه قومندانۍ يو مسوول کس په مخابره کې پر خپلو ملګرو غږ کوي: «ډېر تاوان یې نه دی رسولی، ووایاست چې باروت مو پټاو کړي.»

د کندهار په عينو مېنه کې د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده مېلمستون، د طالبانو د وزیرانو، والیانو، قومندانانو او لوړو مشرانو کورونه دي او هلته اوسېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې تل عينو مېنې ته داخلېدونکې ټولې لارې تر سخت څار لاندې وي او دومداره تلاشۍ په کې شروع وي.

د اړیکو د ښه‌والي سربېره، لا هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ لویې ستونزې نه دي حل شوي

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۱ جون ۲۰۲۵، ۱۹:۴۶ GMT+۱

په داسې حال چې طالبانو او اسلام‌اباد پرېکړه کړې چې خپلې ډېپلوماتیکې اړیکې د سفیرانو کچې ته لوړې کړي، خو ډان ورځپاڼې په یوه مقاله کې خبرداری ورکړی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ جدي ننګونې لا هم نه دي حل شوي.

د دغې پاکستانۍ ورځپاڼې د مقالې د لیکوال په اند، د طالبانو او پاکستان ترمنځ ترټولو لوی خنډ په افغانستان کې د طالب ادارې په ملاتړ د ټي‌ټي‌پي حضور دی.

لیکوال زیاته کړې، چې ټي‌ټي‌پي له افغانستانه د پاکستان پر ضد د طالبانو تر ضمني ملاتړ لاندې فعالیت کوي او دا هغه څه دي چې اسلام‌اباد یې ډېر اندېښمن کړی دی.

د ډان ورځپاڼې په څېړنیزه مقاله کې راغلي، چې په دې وروستیو کې د پاکستان په خاوره کې د ټي‌ټي‌ټي وسله‌والې ډلې بریدونه ډېر شوي او د دغه هېواد سرحدي سیمو امنیت یې له جدي ګواښ سره مخ کړی دی.

د دې ګواښونو په غبرګون کې پاکستان څو ـ څو ځلې د افغانستان په خاوره کې هوايي بریدونه کړي دي.

د لیکوال په خبره، دې هوایي بریدونو د طالبانو سخت غبرګون راوپارولی او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې ترینګلتیاوې ډېرې کړې وې.

د مقالې په یوې برخه کې لیکل شوي، چې د طالبانو او هند ترمنځ پراخېدونکې اړیکې د دې لامل ګرځېدلې، چې دا ډله د پاکستان پام ځان ته واړوي.

د کابل او نوي ډیلي د چارواکو ترمنځ رسمي لیدنې او د طالبانو له‌خوا په هندي کشمیر کې ترهګریز برید، په پاکستان کې د یادې ډلې د هند پلوي دریځ په توګه تعبیر شوی دی.

دې سره جوخت، له پاکستانه د افغان کډوالو د ډله‌ییزې اېستلو سیاست هم د طالبانو او اسلام‌اباد دوه‌اړخیزې اړیکې زیانمنې کړي دي، چې د تېر کال له اکټوبر میاشتې راهیسې شاوخوا ۸۴۵ زره افغانان له پاکستانه اېستل شوي دي.

د افغان کډوالو په منځ کې ډېر شمېر داسې کسان هم شته چې له کلونو او ان لسیزو راهیسې یې په دغه هېواد کې ژوند کړی دی.

دا لړۍ لا هم روانه ده او د پاکستان حکومت خبرداری ورکړی، چې روان کال به هم مېلیونونه نور افغان کډوال له دغه هېواده وباسي.

همداراز، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سرحدي لارو پرله‌پسې تړل کېدو سوداګریز فعالیتونه ګډوډ کړي او د سوداګرو او عامو خلکو ترمنځ یې سخته نارضایتي رامنځته کړې ده.

د ډان ورځپاڼې په مقاله کې ویل شوي، چې دې وضعیت د افغان وګړو په منځ کې د پاکستان پر وړاندې د منفي احساساتو لمن پراخه کړې ده.

د ډان ورځپاڼې د څېړنېزې مقاله لیکوال زیاته کړې، چې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړیکو ښه‌والی یو مهم ګام دی، خو د دې ژورو ننګونو له حل پرته، د دواړو هېوادونو ترمنځ د تلپاتې باور او ثبات رامنځته کېدل به ستونزمن وي.