• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ایراني چارواکی: د بهرنیو ماشومانو په پرتله د ایراني کارګرو ماشومانو شمېر ډېر دی

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۱ جون ۲۰۲۵، ۲۱:۴۱ GMT+۱

د ایران د خیریه سازمان د ټولنيزې روغتيا مرستیال حسن موسوي د کارګرو ماشومانو شمېر ته په اشارې وايي:« تېر کال ۱۲زره او ۶۶۳ کارګرو ماشومانو د دوی له خدماتو ګټه اخیستې، خو د ټول هېواد شمېرې ښيي چې د ایراني کارګرو ماشومان شمېر د بهرنیو ماشومانو په پرتله ډېر دی.»

د ایران اېراف خبري اژانس د چهارشنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۱مه) د موسوي له قوله لیکلي، چې د دې ماشومانو څلورمه برخه نجونې دي.

نوموړي زياته کړې: «تېر کال له هر کارګر ماشوم څخه لږ تر لږه درېیو تنو یې له خیره سازمان څخه خدمتونه تر لاسه کړي. زموږ یوه اندېښنه دا ده، چې د دې ماشومانو څلورمه برخه نجونې دي؛ ځکه دوی ډېر زيان منونکي دي.»

د موسوي په خبره، ۷۸ سلنه کارګر ماشومان زده کړې کوي او ۲۲ سلنه له زده کړو پاتې دي.

نوموړي ویلي، چې په دې ماشومانو کې ۷۳ سلنه د مور او پلار سره، ۲۱ سلنه له مور او ۲ سلنه یوازې له پلار سره ژوند کوي.

د ایران خیریه سازمان مرستيال د ملاتړو اقداماتو په اړه وویل: «تېر کال ۳۶۲۸ کاریګر ماشومان په ښوونځيو کې شامل شوي او ۲۵۲۸ نورو ته د زده کړو لګښت ورکړل شوی. همداراز د خوار ځواکۍ ستونزو ته په پام سره ۱۹ زره ګرم خواړه هم دې ماشومانو ته ورکړل شوي دي.»

نوموړي دا هم وویل، چې په تېرو کلونو کې له ۶۰ سلنې څخه ډېر کارګر ماشومان د دې سازمان په مرکزونو کې ساتل شوي او له سړکونو څخه راګرځېدلې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو وختونو کې د تهران د سترې محکمې مشر علي القاصي ویلي و، چې په دغه ولایت کې د اغېزمن شویو ماشومانو ۸۲سلنه ماشومان د افغانستان دي.

علي القاصي دغه راز ویلي و، چې په تهران کې نږدې ۳۷۰۰ اغېزمن شوي ماشومان هم پېژندل شوي دي چې ۸۲سلنه یې بهرنيان دي.

ایراني چارواکو بیا په ځلونو له زده‌کړو څخه محرومیت او مالي ستونزې د کارګرانو ماشومانو د زیاتېدو لامل ګڼي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

ایران: د تهران او کابل ترمنځ د هلمند اوبو د ستونزو د حل په موخه ډېپلوماټیکې هڅې روانې دي

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۱ جون ۲۰۲۵، ۲۰:۳۸ GMT+۱

د ایران «ای‌اېف‌پي نیوز» وېب‌پاڼه د دغه هېواد د حکومتي ویاندې فاطمه مهاجراني په حواله وايي، د هلمند سیند د اوبو یوه برخه چې د ایران حق دی، اوس دغه هېواد ته بهېږي او د یاد بهیر د دوام لپاره ډېپلوماټیکې هڅې روانې دي.

نوموړې د کابینې د غونډې په څنډه کې زیاته کړې، چې د هلمند اوبه یوه پخوانۍ مسئله ده او د ایران حکومت غواړي چې د خبرواترو او ډېپلوماسۍ له لارې یې حل کړي.

هغې وویل: «له نېکه مرغه، اوسمهال یوه برخه اوبه ایران ته بهېږي او د دغه وضعیت د دوام لپاره خبرې‌اترې روانې دي.»

مېرمن مهاجراني د دې مسئلې د چاپېریال اغېزو ته په اشارې هیله‌مندي ښودلې، چې له نورو همکاریو سره به دا ستونزې ډېر ژر حل شي.

ایران او افغانستان په ۱۳۵۰ هجري لمریز کال کې د هلمند سیند د اوبو د وېش په تړاو یو تړون لاسلیک کړی، خو ایراني چارواکي ادعا کوي چې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته دا تړون په سمه توګه نه دی پلي شوی.

د یادونې ده، چې وړمه ورځ د ایران د اوبو د صنعت ویاند عیسی بزرګ‌زاده ویلي و چې له افغانستان سره د هلمند د اوبو په تړاو روانې خبرې تر اوسه د پام وړ پایله نه لري او له افغانستانه ایران ته د اوبو بهیر له ټاکل شوې کچې ښکته پاتې شوی دی.

د امریکا دفاع وزیر: داسې شواهد شته چې ایران د اټومي وسلو پر لور روان دی

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۱ جون ۲۰۲۵، ۱۸:۴۹ GMT+۱

د امریکا د دفاع وزیر پېټ هېګسټ وايي، داسې نښې‌نښانې شته چې ښايي ایران د اټومي وسلو د جوړېدو هڅه وکړي. دا څرګندونې د چهارشنبې په ورځ د امریکا د مشرانو جرګې د بودیجې فرعي کمېټې په غونډه کې مطرح شوې دي.

هېګست د سناتور لېندزي ګراهام د پوښتنې په ځواب کې وویل: «ډېر شواهد شته چې ښيي ایران د داسې یو څه پر لور روان دی چې تر ډېره اټومي وسلې ته ورته دی.»

سناتور ګراهام همداراز د ایران له‌خوا د دې ډول وسلو د درلودو د احتمالي ګواښ په اړه خبرداری ورکړی او وايي: «ایا د القاعدې په لاس کې د اټومي وسلې او د ایران د ایت‌الله په لاس کې د اټومي وسلې ترمنځ ډېر توپیر شته؟ زما په اند نه؛ یوازینی توپیر یې د دوی مذهبي انګېزه ده.»

ورته مهال، ګراهام له پوځي چارواکو پوښتي چې ایا اسراییل فکر کوي ایران ښايي د دوی پر ضد له اټومي وسلې نه کار واخلي؟ د امریکا له لوړپوړو پوځي چارواکي جنرال دان «رازین» کین په ځواب کې وویل: «ممکنه ده»، په داسې حال کې چې د امریکا د دفاع وزیر وویل: «هو.»

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د ایران د اټومي پروګرام په تړاو راتلونکې یک‌شنبه د تهران او واشنګټن ترمنځ د خبرواترو نوی پړاو پېلېږي.

همدا نن د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، ډونالډ ټرمپ واک ته له رسېدو سره سم څرګنده کړې، چې ایران باید د اتومي وسلو جوړېدو اجازه ونه لري او دا خبره د ایران له خپلې تګلارې سره همغږې ده او کولای شي د یوې هوکړې لپاره بنسټ وګرځي.

عراقچي له ایران سره د اټومي هوکړې د خبرو نوي پړاو په اړه پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي: «داسې یوه هوکړه چې وکړای شي د ایران د اټومي پروګرام سوله‌يیز ماهیت تضمین کړي، لاس‌ته راوړل کېدای شي او دا بهیر په چټکۍ سره ممکن دی.»

د یادونې ده، چې ایران په وار-وار ټینګار کړی چې اټومي پروګرام یې سوله‌ییزې موخې لري، خو لوېدیځ هېوادونه د دې مسئلې په تړاو اندېښمن دي.

طالبانو د افغانستان په اړه د ازبکستان د ولسمشر دريځ ستایلی

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۱ جون ۲۰۲۵، ۱۸:۲۹ GMT+۱

طالبان وایي، د دغه ډلې د سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د ازبکستان له ولسمشر شوکت میرضیایف سره په لیدنه کې د افغانستان په اړه د نوموړي دريځ ستایلی دی. د ازبکستان ولسمشر د تاشکند د اقتصاد او پانګونې فورم کې د افغانستان پر ثبات، دوامداره پرمختګ او پر نړۍیوالې همکارۍ ټينګار کړی.

د طالبانو تر واک لاندې ملي راډيو ټلویزیون د چهارشنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۱مه) راپور ورکړی، چې د طالبانو د سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د تاشکند د اقتصاد او پانګونې فورم په څنډه کې د ازبکستان له ولسمشر شوکت میرضيایف سره کتلي دي.

په راپور کې زیاته شوې، چې دواړو خواوو د سواګرۍ، اقتصاد، ټرانسپورټ، انرژۍ، کرنې او د کانونو د استخراج په برخو کې د همکاريو پر پراختیا خبرې کړي دي.

په خبر کې ویل شوي، چې عزيزي د افغانستان په اړه د ازبکستان د ولسمشر دريځ ستایلی دی.

د راپور له مخې: «د صنعت او سوداګرۍ وزیر د تاشکند پانګونې نړۍوال څلورم فورم کې د افغانستان په تړاو د اوزبکستان د ولسمشر له دریځه مننه او قدرداني کړې.»

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف د تاشکند د اقتصاد او پانګونې فورم په پرانېستونکې وینا کې د افغانستان پر اقتصاد او دوامداره پرمختګ ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې د طالبانو له حکومت سره باید نړۍوالې همکارۍ ته دوام ورکړل شي او د افغانستان د انزوا مخه ونیول شي.

ازبکستان له طالبانو سره د اقتصادي او سوداګريزو اړیکو د پراختیا په هڅه کې دی؛ خو د نورو هېوادونو په څېر دغه هېواد لا هم طالبان په رسمیت نه دي پېژندلي.

په غزه کې د اسراییل د بریدونو د تلفاتو شمېر له ۵۵ زرو واوښت

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۱ جون ۲۰۲۵، ۱۸:۲۳ GMT+۱

د غزې د روغتیا وزارت د چهارشنبې په ورځ وویل، چې د اسراییل او حماس ترمنځ شل میاشتنۍ جګړه کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر له ۵۵ زرو اوښتی دی. د دې وزارت په وینا، د جګړې له پیل راهیسې له ۱۲۷ زرو ډېر کسان ټپیان شوي دي.

د غزې د روغتیا وزارت په خبره، د وژل شویو کسانو له نیمایي ډېر یې ښځې او ماشومان دي.
په غزه کې د اسراییل پراخ پوځي عملیات تر هغه وروسته پیل شول، چې د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په اوومه حماس د اسراییل په سوېل بریدونه وکړل او د دغې مودې په تېرېدو سره د دې جګړې د پای کوم څرک نه ښکاري.
د غزې د روغتیا وزارت د حماس تر کنترول لاندې حکومت یوه برخه ده، خو د اسوشیېټېد پرس خبري اژانس په وینا، د دې وزارت کارکوونکي مسلکي ډاکټران دي چې دقیق شمېرې ثبتوي او خپروي.
اسوشیېټېد پرس وايي، که څه هم اسراییل د دې وزارت شمېرې تر پوښتنې لاندې راولي، خو د دې وزارت د پخوانیو جګړو د تلفاتو شمېرې په پراخه توګه له هغو شمیرو سره سمون لري، چې د خپلواکو کارپوهانو له خوا ورکړل شوې دي.
اسراییلي ځواکونو د غزې پراخې سیمې ویجاړې کړي دي او شاوخوا ۹۰ سلنه خلک یې بې‌ځایه شوي دي.

100%


اسراییلي ځواکونو په وروستیو اوونیو کې د غزې له ساحلي سیمې څخه تر نیمایي ډېره برخه په یوه نظامي خوندیتوب‌ زون بدله کړې، چې د سوېلي ښار رفح هم پکې شامل دی او دا هغه ښار دی چې اوسمهال له خلکو تش شوی دی.

100%


په عین وخت کې، هغه دوه نیمې میاشتې محاصره چې اسراییل له حماس سره د اوربند له پای ته رسېدو وروسته پلي کړه، د قحطۍ اندېښنې زیاتې کړې، خو دا اندېښنې بیا د مې میاشتې په ترڅ کې یو څه کمې شوې.
د اسراییل او متحده ایالاتو تر ملاتړ لاندې د مرستو د وېش سیسټم چې له ګډوډۍ او تاوتریخوالي سره مخ شوی دی، ملګري ملتونه وايي چې د اسراییل د محدودیتونو، د قانون د نقض او پراخې غلا او چور له امله د خوراکي موادو د رسولو لپاره له جدي ستونزو سره مخ دي.
اسراییل حماس په دې تورنوي، چې د مرستو پیسې غلا کوي، خو ملګري ملتونه او د بشري مرستو ادارې وسله والو ډلو ته د مرستو د هر ډول سیستماتیک انحراف ردوي.
د غزې جګړه هغه مهال پیل شوه کله چې د حماس وسله‌والو د اکټوبر په ۷مه برید کې شاوخوا ۱۲۰۰ تنه چې ډېری یې ملکي وګړي وو، ووژل او ۲۵۱ تنه یې وتښتول.
دا په داسې حال کې ده، چې له نیول شویو کسانو څخه تر نیمايي ډېر د اوربند یا نورو هوکړو له لارې خوشې شوي دي.
اسراییلي ځواکونو تر دې دمه اته کسان ژوندي ژغورلي او د لسګونو نورو پاتې شونو ته یې لاسرسی پیدا کړی دی.

د جې شنکر څرګندونو ته د پاکستان غبرګون: د هندي ډیپلوماټانو څرګندونې د هند د ناکامۍ نښه ده

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۱ جون ۲۰۲۵، ۱۷:۲۴ GMT+۱

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د هند د بهرنیو چارو وزیر وروستیو څرګندونو ته چې هند به هېڅکله د ترهګرۍ پر وړاندې نرم دریځ ونه نیسي او کله به هم د اټومي وسلو د ګواښ تر فشار لاندې نه راځي، غبرګون ښودلی دی. پاکستان وايي، دا د هند د ناکامۍ او نهیلۍ نښه ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، هند له تېرو څو کلونو راهیسې هڅه کوي، چې نړیواله ټولنه «د قربانې کېدو د یوې خیالي کیسې» له لارې وغولوي، خو د پاکستان پر ضد د هند دوامداره کرکجنې څرګندونې هغه حقیقتونه نه شي پټولی چې هند له خپلو پولو هاخوا ترهګرۍ سره ملاتړ کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي، چې هند دې د خپلو ورستیو بریدونو د توجیه لپاره د ناسمو کیسو جوړول بند کړي.

اعلامیه زیاتوي، «هغه بیانونه چې له هنده اورېدل کیږي، له یوې ناکامې پوځي ماجراجويۍ وروسته د هند د سختې مایوسۍ نښه ده.»

پاکستان ویلي، چې په خبرو اترو او ډیپلوماسۍ بارو لري، خو د هر ډول برید په وړاندې به له خپل ملي حاکمیت څخه په کلکه ساتنه وکړي.