• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو د افغانستان په اړه د ازبکستان د ولسمشر دريځ ستایلی

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۱ جون ۲۰۲۵، ۱۸:۲۹ GMT+۱

طالبان وایي، د دغه ډلې د سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د ازبکستان له ولسمشر شوکت میرضیایف سره په لیدنه کې د افغانستان په اړه د نوموړي دريځ ستایلی دی. د ازبکستان ولسمشر د تاشکند د اقتصاد او پانګونې فورم کې د افغانستان پر ثبات، دوامداره پرمختګ او پر نړۍیوالې همکارۍ ټينګار کړی.

د طالبانو تر واک لاندې ملي راډيو ټلویزیون د چهارشنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۱مه) راپور ورکړی، چې د طالبانو د سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د تاشکند د اقتصاد او پانګونې فورم په څنډه کې د ازبکستان له ولسمشر شوکت میرضيایف سره کتلي دي.

په راپور کې زیاته شوې، چې دواړو خواوو د سواګرۍ، اقتصاد، ټرانسپورټ، انرژۍ، کرنې او د کانونو د استخراج په برخو کې د همکاريو پر پراختیا خبرې کړي دي.

په خبر کې ویل شوي، چې عزيزي د افغانستان په اړه د ازبکستان د ولسمشر دريځ ستایلی دی.

د راپور له مخې: «د صنعت او سوداګرۍ وزیر د تاشکند پانګونې نړۍوال څلورم فورم کې د افغانستان په تړاو د اوزبکستان د ولسمشر له دریځه مننه او قدرداني کړې.»

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف د تاشکند د اقتصاد او پانګونې فورم په پرانېستونکې وینا کې د افغانستان پر اقتصاد او دوامداره پرمختګ ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې د طالبانو له حکومت سره باید نړۍوالې همکارۍ ته دوام ورکړل شي او د افغانستان د انزوا مخه ونیول شي.

ازبکستان له طالبانو سره د اقتصادي او سوداګريزو اړیکو د پراختیا په هڅه کې دی؛ خو د نورو هېوادونو په څېر دغه هېواد لا هم طالبان په رسمیت نه دي پېژندلي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

•
•
•

نور کیسې

په غزه کې د اسراییل د بریدونو د تلفاتو شمېر له ۵۵ زرو واوښت

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۱ جون ۲۰۲۵، ۱۸:۲۳ GMT+۱

د غزې د روغتیا وزارت د چهارشنبې په ورځ وویل، چې د اسراییل او حماس ترمنځ شل میاشتنۍ جګړه کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر له ۵۵ زرو اوښتی دی. د دې وزارت په وینا، د جګړې له پیل راهیسې له ۱۲۷ زرو ډېر کسان ټپیان شوي دي.

د غزې د روغتیا وزارت په خبره، د وژل شویو کسانو له نیمایي ډېر یې ښځې او ماشومان دي.
په غزه کې د اسراییل پراخ پوځي عملیات تر هغه وروسته پیل شول، چې د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په اوومه حماس د اسراییل په سوېل بریدونه وکړل او د دغې مودې په تېرېدو سره د دې جګړې د پای کوم څرک نه ښکاري.
د غزې د روغتیا وزارت د حماس تر کنترول لاندې حکومت یوه برخه ده، خو د اسوشیېټېد پرس خبري اژانس په وینا، د دې وزارت کارکوونکي مسلکي ډاکټران دي چې دقیق شمېرې ثبتوي او خپروي.
اسوشیېټېد پرس وايي، که څه هم اسراییل د دې وزارت شمېرې تر پوښتنې لاندې راولي، خو د دې وزارت د پخوانیو جګړو د تلفاتو شمېرې په پراخه توګه له هغو شمیرو سره سمون لري، چې د خپلواکو کارپوهانو له خوا ورکړل شوې دي.
اسراییلي ځواکونو د غزې پراخې سیمې ویجاړې کړي دي او شاوخوا ۹۰ سلنه خلک یې بې‌ځایه شوي دي.

100%


اسراییلي ځواکونو په وروستیو اوونیو کې د غزې له ساحلي سیمې څخه تر نیمایي ډېره برخه په یوه نظامي خوندیتوب‌ زون بدله کړې، چې د سوېلي ښار رفح هم پکې شامل دی او دا هغه ښار دی چې اوسمهال له خلکو تش شوی دی.

100%


په عین وخت کې، هغه دوه نیمې میاشتې محاصره چې اسراییل له حماس سره د اوربند له پای ته رسېدو وروسته پلي کړه، د قحطۍ اندېښنې زیاتې کړې، خو دا اندېښنې بیا د مې میاشتې په ترڅ کې یو څه کمې شوې.
د اسراییل او متحده ایالاتو تر ملاتړ لاندې د مرستو د وېش سیسټم چې له ګډوډۍ او تاوتریخوالي سره مخ شوی دی، ملګري ملتونه وايي چې د اسراییل د محدودیتونو، د قانون د نقض او پراخې غلا او چور له امله د خوراکي موادو د رسولو لپاره له جدي ستونزو سره مخ دي.
اسراییل حماس په دې تورنوي، چې د مرستو پیسې غلا کوي، خو ملګري ملتونه او د بشري مرستو ادارې وسله والو ډلو ته د مرستو د هر ډول سیستماتیک انحراف ردوي.
د غزې جګړه هغه مهال پیل شوه کله چې د حماس وسله‌والو د اکټوبر په ۷مه برید کې شاوخوا ۱۲۰۰ تنه چې ډېری یې ملکي وګړي وو، ووژل او ۲۵۱ تنه یې وتښتول.
دا په داسې حال کې ده، چې له نیول شویو کسانو څخه تر نیمايي ډېر د اوربند یا نورو هوکړو له لارې خوشې شوي دي.
اسراییلي ځواکونو تر دې دمه اته کسان ژوندي ژغورلي او د لسګونو نورو پاتې شونو ته یې لاسرسی پیدا کړی دی.

د جې شنکر څرګندونو ته د پاکستان غبرګون: د هندي ډیپلوماټانو څرګندونې د هند د ناکامۍ نښه ده

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۱ جون ۲۰۲۵، ۱۷:۲۴ GMT+۱

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د هند د بهرنیو چارو وزیر وروستیو څرګندونو ته چې هند به هېڅکله د ترهګرۍ پر وړاندې نرم دریځ ونه نیسي او کله به هم د اټومي وسلو د ګواښ تر فشار لاندې نه راځي، غبرګون ښودلی دی. پاکستان وايي، دا د هند د ناکامۍ او نهیلۍ نښه ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، هند له تېرو څو کلونو راهیسې هڅه کوي، چې نړیواله ټولنه «د قربانې کېدو د یوې خیالي کیسې» له لارې وغولوي، خو د پاکستان پر ضد د هند دوامداره کرکجنې څرګندونې هغه حقیقتونه نه شي پټولی چې هند له خپلو پولو هاخوا ترهګرۍ سره ملاتړ کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي، چې هند دې د خپلو ورستیو بریدونو د توجیه لپاره د ناسمو کیسو جوړول بند کړي.

اعلامیه زیاتوي، «هغه بیانونه چې له هنده اورېدل کیږي، له یوې ناکامې پوځي ماجراجويۍ وروسته د هند د سختې مایوسۍ نښه ده.»

پاکستان ویلي، چې په خبرو اترو او ډیپلوماسۍ بارو لري، خو د هر ډول برید په وړاندې به له خپل ملي حاکمیت څخه په کلکه ساتنه وکړي.

د روسیې والدای کلب: روسیه او ازبکستان غواړي افغانستان یو پرانیستی او مشارکتي هېواد شي

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۱ جون ۲۰۲۵، ۱۷:۲۴ GMT+۱

د روسیې والدای مباحثاتي کلب په یوه تحلیل کې ویلي، چې روسیه او ازبکستان دواړه په دې باور دي چې د مرکزي اوراسیا لپاره تر ټولو مهم امنیتي ګواښ د افغانستان قضیه ده او ددې ستونزې د حل لپاره باید کابل له انزوا واېستل شي.

د روسیې د والدای کلب د پروګرام مشر ټیموفي بورداچوف په خپل تحلیل کې وايي، چې د افغانستان اوسنی وضعیت نسبي ثبات ښيي، خو د ازبکستان او د منځنۍ اسیا نورو هېوادونو، په ځانګړي ډول روسیې لپاره دا مساله خورا مهمه ده چې افغانستان بیا هېڅکله د هغو دښمنو او توندلارو ځواکونو د اډې په توګه ونه کارول شي چې د اوراسیا امنیت یوازې د روسیې او چین پر ضد د تقابل یوه وسیله بولي.

نوموړی وايي، چې روسیه او ازبکستان د ستونزې د حل لپاره پر یو ډول لید متفق دي او هغه دادی، د افغانستان راتلونکی باید د پرانیستي تعامل پر لور لاړ شي، ځکه د دغه هېواد انزوا نه یوازې چې هېڅ ګټه نه لري، بلکې د سیمې لپاره زیانونه هم درلودای شي.

ټیموفي بورداچوف زیاتوي، « پر دې سربېره، لوېدیز هېوادونه، چې له افغانستان سره غیر رسمي اړیکې لري، هڅه کوي دغه هېواد له نړیوال ډیالوګ څخه لرې وساتي. دغه هېوادونه تمه لري چې په راتلونکې کې د خپل نفوذ له لارې یا خو مرکزي اسیا بې ثباته کړي، یا لږ تر لږه د افغانستان له خاورې د سیمې پر چارو د نفوذ فرصتونه برابر کړي».

نوموړی وايي، چې د روسیې او ازبکستان ترمنځ تعامل، له هغه وخته چې ازبکستان پر اصلاحاتو او اقتصادي پرانیستتیا تمرکز کړی، بې‌ساری وده کړې اودغو اړیکو اوس د یوه ژور ستراتیژیک شراکت بڼه غوره کړې.

مونشن کې افغان کونسلګري وايي د مراجعینو شخړه له دوی سره تړاو نه لري

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۱ جون ۲۰۲۵، ۱۶:۵۴ GMT+۱

د جرمني په مونشن ښار کې افغان کونسلګرۍ د وروستیو نیوکو په ځواب کې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د مراجعینو تر منځ رامنځته شوې شخړه د دوو کورنیو تر منځ شخصي اختلاف و او له کونسلګرۍ سره هېڅ تړاو نه لري. د کونسلګرۍ مسوولان وايي، مراجعین ډېر او د کونسلګرۍ ظرفیت محدود دی.

د کونسلګرۍ مسوولانو افغانستان انټرنشنل ته وویل، «د دوو کسانو تر منځ رامنځته شوې لانجه شخصي وه، کونسلګرۍ پکې ښکېله نه وه. فساد په کلکه ردوو، که څوک شکایت او سند لري موږ چمتو یو چې تر هرځایه یې تعقیب کړو».

د کونسلګرۍ چارواکو دا هم تایید کړه چې پولیس د شخړې له امله د مراجعینو په غوښتنه خبر شوي وو. «مراجعینو خپله پولیسو ته زنګ وهلی و. کېدای شي رپوټ یې سبا پولیس راولیږي او موږ یې شریک کړو».

د کونسلګرۍ د معلوماتو له مخې، دوی دا مهال ۲۲ ډوله خدمات وړاندې کوي، چې حقوقي مشورې، اسناد، پاسپورټ، هویت‌پاڼې او نور اداري کارونه پکې شامل دي. د کونسلګرۍ چارواکو زیاته کړه، چې پاسپورټونه دلته تمدیدېږي، خو تذکرې یوازې په افغانستان کې صادریږي.

کونسلګرۍ پر دې هم ټینګار وکړ، چې دوی په شخړه کې لاس نه لري او خدمات یې شفاف دي.

د کونسلګرۍ مسوولانو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د جرمني له ټولو ایالتونو افغانان دې کونسلګرۍ ته ورځي او ګڼه ګوڼه یې خورا زیاته وي، خو دوی د مراجعینو لپاره د نوبت سیستم فعال کړی، چې ستونزې یې کمې شي.

ددوی په وینا، د اسنادو لپاره ځینې اداري شرایط دي، چې هغه باید ټول مراجعین پوره کړي، خو دوی په دې برخه کې ستونزې لري او غواړي چارې یې زر اوارې شي، مګر د کونسلګرۍ ظرفیت ددوو ایالتونو لپاره دی او مراجعان ډېر دي.

د کونسلګرۍ یو تن مسوول وویل، « د خلکو توقعات ډېر دي او له شرایطو پرته اسناد غواړي، خو دا ممکنه نه ده، چې د شرایطو له تکمیل پرته اسناد ورکړل شي».

له دې وړاندې یوشمېر افغان مراجعینو له افغانستان انټرنشنل سره په شریکو کړو ویډیوګانو او پیغامونو کې د جرمني په مونشن ښار کې د افغان کونسلګرۍ له "بی‌نظمۍ او فساد" شکایت کړی و. هغوی ویلي و چې، د دې کونسلګرۍ مسوولین، چې له طالبانو سره تعامل لري، د کونسلي خدماتو له وړاندې کولو ځان غړوي.

په یوه ویډیو کې چې د رسمي ساعتونو پر مهال اخیستل شوې او افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې، د دوو کسانو ترمنځ لفظي شخړه ښکاري.

د مونشن افغان کونسلګري په جرمني کې د طالبانو له لوري د باور وړ سیاسي نمایندګي ګڼل کېږي.

طالبان د دې کونسلګرۍ له لوري صادر شوي اسناد معتبر بولي. رپوټونه ښيي چې تازه ډېری افغانان د جرمني له نورو ښارونو هم دې کونسلګرۍ ته ورځي، څو خپلې اداري چارې پر مخ یوسي.

ډونالډ ټرمپ: چین به امریکا ته نادره فلزات او امریکا به چینايي محصلانو ته ویزې ور کوي

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۱ جون ۲۰۲۵، ۱۶:۴۹ GMT+۱

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، له چین سره نوی سوداګریز تړون شوی، چې له مخې به یې چین امریکا ته مقناطیسي مواد او نادره فلزات برابروي او په بدل کې به یې چينایي محصلینو ته په امریکايي پوهنتونونو کې د زده‌کړو اجازه ورکول کېږي.

ټرمپ زیاته کړې، امریکا به پر چینایي وارداتو ۵۵ سلنه تعرفې ولګوي، په داسې حال کې چې چین به یوازې ۱۰ سلنه تعرفه وضع کوي.

هغه ویلي، دا تړون به د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو له وروستي تایید وروسته عملي شي.