• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د روسیې والدای کلب: روسیه او ازبکستان غواړي افغانستان یو پرانیستی او مشارکتي هېواد شي

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۱ جون ۲۰۲۵، ۱۷:۲۴ GMT+۱

د روسیې والدای مباحثاتي کلب په یوه تحلیل کې ویلي، چې روسیه او ازبکستان دواړه په دې باور دي چې د مرکزي اوراسیا لپاره تر ټولو مهم امنیتي ګواښ د افغانستان قضیه ده او ددې ستونزې د حل لپاره باید کابل له انزوا واېستل شي.

د روسیې د والدای کلب د پروګرام مشر ټیموفي بورداچوف په خپل تحلیل کې وايي، چې د افغانستان اوسنی وضعیت نسبي ثبات ښيي، خو د ازبکستان او د منځنۍ اسیا نورو هېوادونو، په ځانګړي ډول روسیې لپاره دا مساله خورا مهمه ده چې افغانستان بیا هېڅکله د هغو دښمنو او توندلارو ځواکونو د اډې په توګه ونه کارول شي چې د اوراسیا امنیت یوازې د روسیې او چین پر ضد د تقابل یوه وسیله بولي.

نوموړی وايي، چې روسیه او ازبکستان د ستونزې د حل لپاره پر یو ډول لید متفق دي او هغه دادی، د افغانستان راتلونکی باید د پرانیستي تعامل پر لور لاړ شي، ځکه د دغه هېواد انزوا نه یوازې چې هېڅ ګټه نه لري، بلکې د سیمې لپاره زیانونه هم درلودای شي.

ټیموفي بورداچوف زیاتوي، « پر دې سربېره، لوېدیز هېوادونه، چې له افغانستان سره غیر رسمي اړیکې لري، هڅه کوي دغه هېواد له نړیوال ډیالوګ څخه لرې وساتي. دغه هېوادونه تمه لري چې په راتلونکې کې د خپل نفوذ له لارې یا خو مرکزي اسیا بې ثباته کړي، یا لږ تر لږه د افغانستان له خاورې د سیمې پر چارو د نفوذ فرصتونه برابر کړي».

نوموړی وايي، چې د روسیې او ازبکستان ترمنځ تعامل، له هغه وخته چې ازبکستان پر اصلاحاتو او اقتصادي پرانیستتیا تمرکز کړی، بې‌ساری وده کړې اودغو اړیکو اوس د یوه ژور ستراتیژیک شراکت بڼه غوره کړې.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

مونشن کې افغان کونسلګري وايي د مراجعینو شخړه له دوی سره تړاو نه لري

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۱ جون ۲۰۲۵، ۱۶:۵۴ GMT+۱

د جرمني په مونشن ښار کې افغان کونسلګرۍ د وروستیو نیوکو په ځواب کې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د مراجعینو تر منځ رامنځته شوې شخړه د دوو کورنیو تر منځ شخصي اختلاف و او له کونسلګرۍ سره هېڅ تړاو نه لري. د کونسلګرۍ مسوولان وايي، مراجعین ډېر او د کونسلګرۍ ظرفیت محدود دی.

د کونسلګرۍ مسوولانو افغانستان انټرنشنل ته وویل، «د دوو کسانو تر منځ رامنځته شوې لانجه شخصي وه، کونسلګرۍ پکې ښکېله نه وه. فساد په کلکه ردوو، که څوک شکایت او سند لري موږ چمتو یو چې تر هرځایه یې تعقیب کړو».

د کونسلګرۍ چارواکو دا هم تایید کړه چې پولیس د شخړې له امله د مراجعینو په غوښتنه خبر شوي وو. «مراجعینو خپله پولیسو ته زنګ وهلی و. کېدای شي رپوټ یې سبا پولیس راولیږي او موږ یې شریک کړو».

د کونسلګرۍ د معلوماتو له مخې، دوی دا مهال ۲۲ ډوله خدمات وړاندې کوي، چې حقوقي مشورې، اسناد، پاسپورټ، هویت‌پاڼې او نور اداري کارونه پکې شامل دي. د کونسلګرۍ چارواکو زیاته کړه، چې پاسپورټونه دلته تمدیدېږي، خو تذکرې یوازې په افغانستان کې صادریږي.

کونسلګرۍ پر دې هم ټینګار وکړ، چې دوی په شخړه کې لاس نه لري او خدمات یې شفاف دي.

د کونسلګرۍ مسوولانو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د جرمني له ټولو ایالتونو افغانان دې کونسلګرۍ ته ورځي او ګڼه ګوڼه یې خورا زیاته وي، خو دوی د مراجعینو لپاره د نوبت سیستم فعال کړی، چې ستونزې یې کمې شي.

ددوی په وینا، د اسنادو لپاره ځینې اداري شرایط دي، چې هغه باید ټول مراجعین پوره کړي، خو دوی په دې برخه کې ستونزې لري او غواړي چارې یې زر اوارې شي، مګر د کونسلګرۍ ظرفیت ددوو ایالتونو لپاره دی او مراجعان ډېر دي.

د کونسلګرۍ یو تن مسوول وویل، « د خلکو توقعات ډېر دي او له شرایطو پرته اسناد غواړي، خو دا ممکنه نه ده، چې د شرایطو له تکمیل پرته اسناد ورکړل شي».

له دې وړاندې یوشمېر افغان مراجعینو له افغانستان انټرنشنل سره په شریکو کړو ویډیوګانو او پیغامونو کې د جرمني په مونشن ښار کې د افغان کونسلګرۍ له "بی‌نظمۍ او فساد" شکایت کړی و. هغوی ویلي و چې، د دې کونسلګرۍ مسوولین، چې له طالبانو سره تعامل لري، د کونسلي خدماتو له وړاندې کولو ځان غړوي.

په یوه ویډیو کې چې د رسمي ساعتونو پر مهال اخیستل شوې او افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې، د دوو کسانو ترمنځ لفظي شخړه ښکاري.

د مونشن افغان کونسلګري په جرمني کې د طالبانو له لوري د باور وړ سیاسي نمایندګي ګڼل کېږي.

طالبان د دې کونسلګرۍ له لوري صادر شوي اسناد معتبر بولي. رپوټونه ښيي چې تازه ډېری افغانان د جرمني له نورو ښارونو هم دې کونسلګرۍ ته ورځي، څو خپلې اداري چارې پر مخ یوسي.

یوشمېر مراجعین د مونشن په افغان کونسلګرۍ کې له ګډوډۍ او فساد شکایت کوي

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۱ جون ۲۰۲۵، ۱۶:۰۶ GMT+۱

یوشمېر افغان مراجعینو له افغانستان انټرنشنل سره په شریکو کړو ویډیوګانو او پیغامونو کې د جرمني په مونشن ښار کې د افغان کونسلګرۍ له "بی‌نظمۍ او فساد" شکایت کړی دی. هغوی وایي، د دې کونسلګرۍ مسوولین، چې له طالبانو سره تعامل لري، د کونسلي خدماتو له وړاندې کولو ځان غړوي.

په یوه ویډیو کې چې د رسمي ساعتونو پر مهال اخیستل شوې او افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې، د دوو کسانو ترمنځ لفظي شخړه ښکاري، چې د مسوولینو د خدماتو ځنډېدو له امله رامنځته شوې ده.

مراجعین وایي چې د دې کونسلګرۍ کارکوونکي د خپلو دندو پر ځای، خلک ځوروي او چارې ځنډوي.

یوه سرچینه له مونشن نه وایي، د "فساد او رشوت اخیستو" له امله د نوبت اصول نه مراعتېږي او دا موضوع اکثره د مراجعینو ترمنځ د شخړو او فزیکي جنجالونو سبب کېږي.

هغه زیاته کړه، چې نن چهارشنبه، د غبرګولي۲۱مه، د یو مراجعه کوونکي له ټپي کېدو وروسته، د جرمني ځایي پولیس کونسلګرۍ ته داخل شول او پلټنې یې پیل کړې.

سرچینې وایي، د مونشن افغان کونسلګرۍ مسوولین د مراجعینو ستونزو ته پام نه کوي، چې دا چاره د بې‌نظمۍ، ګډوډۍ او شوروغوغا سبب شوې ده.

د مونشن افغان کونسلګري په جرمني کې د طالبانو له لوري د باور وړ سیاسي نمایندګي ګڼل کېږي.

طالبان د دې کونسلګرۍ له لوري صادر شوي اسناد معتبر بولي.

راپورونه ښيي چې تازه ډېری افغانان د جرمني له نورو ښارونو هم دې کونسلګرۍ ته ورځي، څو خپلې اداري چارې پر مخ یوسي.

هسپانیايي پولیسو په هسپانیا کې د پخواني افغان سفیر د نیولو حکم غوښتی

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۱ جون ۲۰۲۵، ۱۵:۳۴ GMT+۱

هسپانیايي پولیسو په هسپانیا کې د افغانستان پخواني سفیر رحیم پیرزاده د نیولو لپاره، چې په جنسي تاوتریخوالي تورن دی، نړیوال امر غوښتی دی. د جرمني د ویلټ ورځپاڼې د رپوټ له مخې، اوس به یو قاضي پرېکړه کوي چې ایا هسپانیا له امریکا څخه د هغه د سپارلو غوښتنه کوي که نه.

د جرمني د ویلټ د رپوټ له مخې، یو کال دغه څېړنې ځنډول شوې وې، خو اوس د رحیم پیرزاده په قضیه کې حرکت راغلی دی.

د هسپانیا د پولیسو یوې ځانګړې څانګې (UFAM) چې د ښځو پر وړاندې په تاوتریخوالي کې تخصص لري، دغه قضیه بیا پیل کړې او د خپلو څېړنو پایلې یې د مادرید محکمې ته وړاندې کړې او د نیولو نړیوال امر یې غوښتی دی.

دا له هغه ایمېل څخه څرګندیږي چې د پېښې یوې احتمالي قربانۍ ترلاسه کړی او د ویلټ ورځپاڼې لاس ته هم ورغلی. په یاد لیک کې ویل شوي: « موږ ټول معلومات محکمې ته سپارلي دي.»

دا معلومات د قربانۍ د څرګندونو او «د نورو ممکنه قربانیانو» اړوند دي چې نه یې غوښتل اعتراف وکړي. په لیک کې زیات شوي: « اوس د قاضي پریکړې ته انتظار کوو چې له هغه سره به څه کیږي ، ایا هغه به وسپارل شي که نه». پخوانی افغان سفیر دا مهال په امریکا کې توقیف دی.

یاد ایمېل یوې۳۷ کلنې افغانې مېرمنې ته استول شوی، چې نږدې یو کال وړاندې یې پر رحیم پیرزاده د جنسي تېري تورونه لګولي وو. دا مېرمن دا مهال د جرمني کولن ښار ته نږدې ژوند کوي او له احتیاطه ډکه هیله څرګندوي.

هغې ویلټ ورځپاڼې ته د ټیلفون له لارې ویلي: «هیله لرم چې محکمه ژر اقدام وکړي».

په دې قضیه کې، یاده مېرمن د دې رسنۍ په لومړنیو پلټنو کې د «انیس» په نوم یاده شوې او لا هم غواړي خپل نوم پټ وساتي. هغې پیرزاده تورن کړی چې په ۲۰۲۲ کال کې یې په مادرید کې هغه د بې‌هوښه کوونکو درملو په وسیله بې‌سده کړې او وروسته یې جنسي تېری پرې کړی.

هغې زیاته کړې: « زما ژوند به هېڅکله پخوانی نه شي ، خو لږ تر لږه د عدالت ترلاسه کولو چانس مې تر لاسه کړی».

د قضيې له جریان سره اشنا یوې سرچینې ویلټ ته ویلي، چې د قضیې اوږدیدل او د اسنادو د لیږلو غیر معمولي لاره د نړیوالو حقوقي مرستو په ورته قضیو کې بې‌سارې ګڼل کېږي.

د جرمني د لیمبورګ څارنوالۍ ویلټته ویلي، چې دوی دا دوسیه څېړلې، خو د ځنډ او یا د اسنادو د لېږلو د لارې په اړه یې نور جزئیات نه دي وړاندې کړي او ټینګار یې کړی چې دا موضوع اوس د هسپانیایي چارواکو د صلاحیت برخه ده.

د مارچ میاشتې په پای کې پیرزاده د واشنګټن په ډالاس نړیوال هوایي ډګر کې د محمد رحیم وحیدي په نوم د داخلېدو پر مهال ونیول شو. د ویلټ د پلټنو له مخې، نوموړی هلته دایف بي ای د افسرانو له لوري د جنسي ناوړه چلند د تورونو په تړاو وپوښتل شو. پیرزاده ویلي یې دي چې دا ادعاوې بې‌اساسه دي.

طالبان وايي په افغانستان کې د پانګونې لپاره باوري چاپېریال برابر دی

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۱ جون ۲۰۲۵، ۱۴:۵۶ GMT+۱

د طالبانو د سوداګرۍ وزارت ویلي، چې په د تاشکند د اقتصاد او پانګونې فورم کې یې د سیمه ییزو او نړیوالو پانګه والو او سوداګرۍ وزیرانو سره په کتنو کې د اففغانستان د پانګونې فرصتونو په اړه خبرې کړې دي.

د طالبانو د سوداګرۍ وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د نورالدین عزیزي په مشرۍ طالب پلاوي د تاشکند د اقتصاد او پانګونې فورم په پرانېست غونډه کې د یو شمېر هېوادونو د سوداګرۍ وزیرانو، سیمه ییزو پانګه والو او لویو شرکتونو له مشرانو سره په کتنه کې د افغانستان د پانګونې فرصتونو په ځانګړي ډول د کانونو، انرژۍ، کرنې، ټرانزیټ او صنعتي تولیداتو په اړه خبرې کړې دي.

د طالبانو د سوداګرۍ وزیر سیمه ییز او نړیوال پانګه وال د افغانستان په اقتصادي پروژو کې پانګونې ته وربللي او وايي، چې د دې ډلې تر واک لاندې افغانستان کې د پانګونې لپاره باوري شفاف او ملاتړی چاپېریال چمتو دی.

په ورته مهال د طالبانو او ازبکستان د سوداګرۍ وزیرانو ترمنځ د سوداګرۍ د اسانتیا په موخه یو هوکړه لیک هم لاسلیک شوی.

د طالبانو د سوداګرۍ وزارت یاد هوکړه لیک «تاریخي سند» بللی او وايي، چې د تعرفو په کمولو، د سوداګریزو خنډونو په له منځه وړلو او دوه‌اړخیزې سوداګرۍ په وده کې به رول ولوبوي.

یاد وزارت وايي، «د دغه هوکړه‌لیک لاسلیک د دواړو هېوادونو تر منځ په اقتصادي اړیکو کې یو مهم بدلون بلل کېږي. دا هوکړه‌ لیک نه یوازې تعرفوي خنډونه کموي او دوه‌اړخیزه سوداګرې اسانه کوي، بلکې د صادراتو د پراخوالي، د کارموندنې زیاتوالي، د صنعتونو پیاوړتیا او د دوامدارې اقتصادي ودې لپاره نوې لارې پرانیزي.»

په ورته مهال د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف د تاشکند د اقتصاد او پانګونې فورم په پرانېستونکې وینا کې د افغانستان پر اقتصاد او دوامداره پرمختګ ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې د طالبانو له حکومت سره باید نړیوالې همکارۍ ته دوام ورکړل شي او د افغانستان د انزوا مخه ونیول شي.

په دې غونډه کې د بلغاریا، سلواکیا، قزاقستان، قرغیزستان، تاجکستان، اذربایجان، روسیې او ترکمنستان هېوادونو د ولسمشرانو او لوړ پوړو چارواکو ترڅنګ له سلو د ډیرو هېوادونو زرګونو ګډونوالو ګډون کړی دی. په یاد فورم کې د نړۍ د ننګونو، نړیوال امنیت، دوامداره پرمختګ، او جیوپولیټیک بدلونونو په تړاو بحثونه شوي دي.

طالبان: تېر کال د افغانستان ملي موزیم ته له ۶،۷۰۰ ډېر نوي تاریخي توکي ور زیات شوي

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۱ جون ۲۰۲۵، ۱۴:۴۶ GMT+۱

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکي وايي، تېر کال ۶۷۵۲ لرغوني اثار چې د برونزو له دورې تر اسلامي پېر پورې تړاو لري، له بېلابېلو سیمو راټول او د هېواد ملي موزیم ته سپارل شوي دي.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان دولتي راډیو تلویزیون د ملي موزیم د مرستیال یحیی محب‌زاده له قوله راپور ورکړی چې دغه اثار د افغانستان د تاریخ له بېلابېلو دورو لکه د کوشاني سلطنت، یوناني، بودایي، هخامنشي، هلنیستي او اسلامي پېرونو سره تړاو لري.

طالب چارواکي وایي، دا نوي موندل شوي اثار به نه یوازې د افغانستان فرهنګي خزانه نوره هم بډایه کړي، بلکې د ملي هویت د خوندي ساتلو او تاریخي ارزښتونو د معرفي کولو په برخه کې به مهم رول ولوبوي.

د افغانستان ملي موزیم اوس مهال له ۶۰ زرو څخه ډېر تاریخي اثار لري، چې د هېواد د لرغوني او پراخ تمدن ښکارندویي کوي.

طالبانو په خپله تېره دوره کې د بامیان د مجسمو په ګډون ګڼ تاریخي اثاره او مجسمې له منځه یووړې، چې په ملي او نړیواله کچه وغندل شول.