
یوشمېر افغان مراجعینو له افغانستان انټرنشنل سره په شریکو کړو ویډیوګانو او پیغامونو کې د جرمني په مونشن ښار کې د افغان کونسلګرۍ له "بینظمۍ او فساد" شکایت کړی دی. هغوی وایي، د دې کونسلګرۍ مسوولین، چې له طالبانو سره تعامل لري، د کونسلي خدماتو له وړاندې کولو ځان غړوي.
په یوه ویډیو کې چې د رسمي ساعتونو پر مهال اخیستل شوې او افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې، د دوو کسانو ترمنځ لفظي شخړه ښکاري، چې د مسوولینو د خدماتو ځنډېدو له امله رامنځته شوې ده.
مراجعین وایي چې د دې کونسلګرۍ کارکوونکي د خپلو دندو پر ځای، خلک ځوروي او چارې ځنډوي.
یوه سرچینه له مونشن نه وایي، د "فساد او رشوت اخیستو" له امله د نوبت اصول نه مراعتېږي او دا موضوع اکثره د مراجعینو ترمنځ د شخړو او فزیکي جنجالونو سبب کېږي.
هغه زیاته کړه، چې نن چهارشنبه، د غبرګولي۲۱مه، د یو مراجعه کوونکي له ټپي کېدو وروسته، د جرمني ځایي پولیس کونسلګرۍ ته داخل شول او پلټنې یې پیل کړې.
سرچینې وایي، د مونشن افغان کونسلګرۍ مسوولین د مراجعینو ستونزو ته پام نه کوي، چې دا چاره د بېنظمۍ، ګډوډۍ او شوروغوغا سبب شوې ده.
د مونشن افغان کونسلګري په جرمني کې د طالبانو له لوري د باور وړ سیاسي نمایندګي ګڼل کېږي.
طالبان د دې کونسلګرۍ له لوري صادر شوي اسناد معتبر بولي.
راپورونه ښيي چې تازه ډېری افغانان د جرمني له نورو ښارونو هم دې کونسلګرۍ ته ورځي، څو خپلې اداري چارې پر مخ یوسي.

هسپانیايي پولیسو په هسپانیا کې د افغانستان پخواني سفیر رحیم پیرزاده د نیولو لپاره، چې په جنسي تاوتریخوالي تورن دی، نړیوال امر غوښتی دی. د جرمني د ویلټ ورځپاڼې د رپوټ له مخې، اوس به یو قاضي پرېکړه کوي چې ایا هسپانیا له امریکا څخه د هغه د سپارلو غوښتنه کوي که نه.
د جرمني د ویلټ د رپوټ له مخې، یو کال دغه څېړنې ځنډول شوې وې، خو اوس د رحیم پیرزاده په قضیه کې حرکت راغلی دی.
د هسپانیا د پولیسو یوې ځانګړې څانګې (UFAM) چې د ښځو پر وړاندې په تاوتریخوالي کې تخصص لري، دغه قضیه بیا پیل کړې او د خپلو څېړنو پایلې یې د مادرید محکمې ته وړاندې کړې او د نیولو نړیوال امر یې غوښتی دی.
دا له هغه ایمېل څخه څرګندیږي چې د پېښې یوې احتمالي قربانۍ ترلاسه کړی او د ویلټ ورځپاڼې لاس ته هم ورغلی. په یاد لیک کې ویل شوي: « موږ ټول معلومات محکمې ته سپارلي دي.»
دا معلومات د قربانۍ د څرګندونو او «د نورو ممکنه قربانیانو» اړوند دي چې نه یې غوښتل اعتراف وکړي. په لیک کې زیات شوي: « اوس د قاضي پریکړې ته انتظار کوو چې له هغه سره به څه کیږي ، ایا هغه به وسپارل شي که نه». پخوانی افغان سفیر دا مهال په امریکا کې توقیف دی.
یاد ایمېل یوې۳۷ کلنې افغانې مېرمنې ته استول شوی، چې نږدې یو کال وړاندې یې پر رحیم پیرزاده د جنسي تېري تورونه لګولي وو. دا مېرمن دا مهال د جرمني کولن ښار ته نږدې ژوند کوي او له احتیاطه ډکه هیله څرګندوي.
هغې ویلټ ورځپاڼې ته د ټیلفون له لارې ویلي: «هیله لرم چې محکمه ژر اقدام وکړي».
په دې قضیه کې، یاده مېرمن د دې رسنۍ په لومړنیو پلټنو کې د «انیس» په نوم یاده شوې او لا هم غواړي خپل نوم پټ وساتي. هغې پیرزاده تورن کړی چې په ۲۰۲۲ کال کې یې په مادرید کې هغه د بېهوښه کوونکو درملو په وسیله بېسده کړې او وروسته یې جنسي تېری پرې کړی.
هغې زیاته کړې: « زما ژوند به هېڅکله پخوانی نه شي ، خو لږ تر لږه د عدالت ترلاسه کولو چانس مې تر لاسه کړی».
د قضيې له جریان سره اشنا یوې سرچینې ویلټ ته ویلي، چې د قضیې اوږدیدل او د اسنادو د لیږلو غیر معمولي لاره د نړیوالو حقوقي مرستو په ورته قضیو کې بېسارې ګڼل کېږي.
د جرمني د لیمبورګ څارنوالۍ ویلټته ویلي، چې دوی دا دوسیه څېړلې، خو د ځنډ او یا د اسنادو د لېږلو د لارې په اړه یې نور جزئیات نه دي وړاندې کړي او ټینګار یې کړی چې دا موضوع اوس د هسپانیایي چارواکو د صلاحیت برخه ده.
د مارچ میاشتې په پای کې پیرزاده د واشنګټن په ډالاس نړیوال هوایي ډګر کې د محمد رحیم وحیدي په نوم د داخلېدو پر مهال ونیول شو. د ویلټ د پلټنو له مخې، نوموړی هلته دایف بي ای د افسرانو له لوري د جنسي ناوړه چلند د تورونو په تړاو وپوښتل شو. پیرزاده ویلي یې دي چې دا ادعاوې بېاساسه دي.
د طالبانو د سوداګرۍ وزارت ویلي، چې په د تاشکند د اقتصاد او پانګونې فورم کې یې د سیمه ییزو او نړیوالو پانګه والو او سوداګرۍ وزیرانو سره په کتنو کې د اففغانستان د پانګونې فرصتونو په اړه خبرې کړې دي.
د طالبانو د سوداګرۍ وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د نورالدین عزیزي په مشرۍ طالب پلاوي د تاشکند د اقتصاد او پانګونې فورم په پرانېست غونډه کې د یو شمېر هېوادونو د سوداګرۍ وزیرانو، سیمه ییزو پانګه والو او لویو شرکتونو له مشرانو سره په کتنه کې د افغانستان د پانګونې فرصتونو په ځانګړي ډول د کانونو، انرژۍ، کرنې، ټرانزیټ او صنعتي تولیداتو په اړه خبرې کړې دي.
د طالبانو د سوداګرۍ وزیر سیمه ییز او نړیوال پانګه وال د افغانستان په اقتصادي پروژو کې پانګونې ته وربللي او وايي، چې د دې ډلې تر واک لاندې افغانستان کې د پانګونې لپاره باوري شفاف او ملاتړی چاپېریال چمتو دی.
په ورته مهال د طالبانو او ازبکستان د سوداګرۍ وزیرانو ترمنځ د سوداګرۍ د اسانتیا په موخه یو هوکړه لیک هم لاسلیک شوی.
د طالبانو د سوداګرۍ وزارت یاد هوکړه لیک «تاریخي سند» بللی او وايي، چې د تعرفو په کمولو، د سوداګریزو خنډونو په له منځه وړلو او دوهاړخیزې سوداګرۍ په وده کې به رول ولوبوي.
یاد وزارت وايي، «د دغه هوکړهلیک لاسلیک د دواړو هېوادونو تر منځ په اقتصادي اړیکو کې یو مهم بدلون بلل کېږي. دا هوکړه لیک نه یوازې تعرفوي خنډونه کموي او دوهاړخیزه سوداګرې اسانه کوي، بلکې د صادراتو د پراخوالي، د کارموندنې زیاتوالي، د صنعتونو پیاوړتیا او د دوامدارې اقتصادي ودې لپاره نوې لارې پرانیزي.»
په ورته مهال د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف د تاشکند د اقتصاد او پانګونې فورم په پرانېستونکې وینا کې د افغانستان پر اقتصاد او دوامداره پرمختګ ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې د طالبانو له حکومت سره باید نړیوالې همکارۍ ته دوام ورکړل شي او د افغانستان د انزوا مخه ونیول شي.
په دې غونډه کې د بلغاریا، سلواکیا، قزاقستان، قرغیزستان، تاجکستان، اذربایجان، روسیې او ترکمنستان هېوادونو د ولسمشرانو او لوړ پوړو چارواکو ترڅنګ له سلو د ډیرو هېوادونو زرګونو ګډونوالو ګډون کړی دی. په یاد فورم کې د نړۍ د ننګونو، نړیوال امنیت، دوامداره پرمختګ، او جیوپولیټیک بدلونونو په تړاو بحثونه شوي دي.
د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکي وايي، تېر کال ۶۷۵۲ لرغوني اثار چې د برونزو له دورې تر اسلامي پېر پورې تړاو لري، له بېلابېلو سیمو راټول او د هېواد ملي موزیم ته سپارل شوي دي.
د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان دولتي راډیو تلویزیون د ملي موزیم د مرستیال یحیی محبزاده له قوله راپور ورکړی چې دغه اثار د افغانستان د تاریخ له بېلابېلو دورو لکه د کوشاني سلطنت، یوناني، بودایي، هخامنشي، هلنیستي او اسلامي پېرونو سره تړاو لري.
طالب چارواکي وایي، دا نوي موندل شوي اثار به نه یوازې د افغانستان فرهنګي خزانه نوره هم بډایه کړي، بلکې د ملي هویت د خوندي ساتلو او تاریخي ارزښتونو د معرفي کولو په برخه کې به مهم رول ولوبوي.
د افغانستان ملي موزیم اوس مهال له ۶۰ زرو څخه ډېر تاریخي اثار لري، چې د هېواد د لرغوني او پراخ تمدن ښکارندویي کوي.
طالبانو په خپله تېره دوره کې د بامیان د مجسمو په ګډون ګڼ تاریخي اثاره او مجسمې له منځه یووړې، چې په ملي او نړیواله کچه وغندل شول.
یو طالب قوماندان چې شاوخوا پنځه کاله وړاندې په اوکراین کې ونیول شو او اوس مهال د امریکا په نیویارک ښار کې د یوې ښځینه قاضۍ له خوا محاکمه کېږي، په نېږدې وخت کې به یې د سزا پرېکړه وشي.
حاجي نجیبالله چې له شاوخوا پنځو کلونو راهیسې د نیویارک په یوه زندان کې بندي دی، د برمته کولو او ترهګرۍ د مالي ملاتړ په تور تورن دی. هغه تازه په خپل اصلي تور اعتراف کړی دی.
دغه پخوانی طالب قوماندان د ۲۰۲۱ کال په اکتوبر میاشت کې په نیویارک کې د درېیو امریکايي سرتېرو د وژنې تورونه رد کړل او ځان یې بېګناه وباله. هغه په تېرو کلونو کې تل د محکمې پر وړاندې مقاومت کړی او پر ځان یې لګېدلي تورونه رد کړي وو؛ خو اوس چې یې اعتراف کړی، ښایي په عمري بند محکوم شي.

د حاجي نجیب محاکمه په امریکا کې څو اونۍ وروسته له هغه پیل شوه چې طالبان بېرته واک ته ورستانه شول.
حاجي نجیب یو کال تر دې مخکې چې طالبان واک ته ورسېږي، د لوېدیځې اروپا د پناه غوښتنې په هیله اوکراین ته تللی و.
د نیویارک فېدرالي محکمې ویلي چې د هغه د سزا پرېکړې غونډه د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر ۲۳مې لپاره پلان شوې ده.
حاجي نجیبالله څوک دی؟
حاجي نجیب د طالبانو له هغو قوماندانانو څخه دی چې له ۲۰۰۷ کال راهیسې یې د زابل، غزني، میدان وردګو، لوګر او پکتیا په ولایتونو کې د افغان دولت او ناټو ځواکونو پر ضد جګړه کړې ده. هغه د "النصر" په نوم د یوې جګړهییزې ډلې مشري پر غاړه لرله.
د زابل یو طالب چارواکي، چې نهغواړي نوم یې واخیستل شي، افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې حاجي نجیب د زابل ولایت اوسېدونکی دی او د کورنۍ یو غړی یې د طالبانو د غزني ښاروالۍ کارکوونکی دی.
په هغه دوسیه کې چې د نیویارک په محکمه کې د هغه پر ضد یې ثبت شوې، نوموړی د طالبانو لوړپوړی قوماندان بلل شوی چې تر زرو د ډېرو جنګیاليو یې مشري کړې ده.
د حاجي نجیب وکیل ویلي، نوموړی د بروکلین په زندان کې د لمر له رڼا بېبرخې دی.

په لومړني دعوه کې، چې د ۲۰۲۱ کال په اکتوبر کې وړاندې شوی و، راغلي چې د حاجي نجیبالله تر قوماندې لاندې کسانو د ۲۰۰۸ کال کې د امریکا پر یوه نظامي کاروان برید وکړ، چې په نتیجه کې یې درې امریکايي افسران ـ متیو هیلتن، جوزف مککي او مارک پالمیتیر ـ او یو افغان ژباړن ووژل شول. د ژباړن نوم نهدی اعلان شوی.
هغه په دغه محاکمه کې تورونه رد کړي وو او ادعا یې کړې وه چې د ده د نیولو تر شا نور اهداف هم شته.
اوس، د جرم د منلو له سند سره سم چې نوموړي لاسلیک کړی، منلې یې ده چې د طالبانو د یوه قوماندان په توګه یې د میدان وردګو په ولایت کې فعالیت درلود او په افغانستان او پاکستان کې یې ترهګرو ته مالي ملاتړ برابر کړی دی.
د نیویارک د محکمې اسناد ښيي چې د نوموړي نوم د بدرالدین حقاني ـ د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراجالدین حقاني ورور ـ تر څنګ درج شوی دی.
۴۸ کلن حاجي نجیبالله په دوو جنايي قضیو او له ترهګریزو ډلو سره د همکارۍ په تور د امریکا متحده ایالاتو له خوا تورن دی.
لومړۍ قضیه یې د ۲۰۱۴ کال پورې اړه لري. هغه تورن دی چې د نیویارک ټایمز پخوانی خبریال دیوېډ رود او دوه محلي همکاران یې په ۲۰۰۸ کال کې په لوګر کې برمته کړي او شمالي وزیرستان کې یې د حقاني شبکې ته سپارلي دي.
د نیویارک د محکمې د څارنوالۍ په دعوه کې، چې افغانستان انټرنشنل ته سپارل شوې، راغلي چې حاجي نجیبالله او همکاران یې د امریکايي وګړو د وژنې په هڅې، تښتونې او له ترهګریزو ډلو سره د همکارۍ په تور تورن دي.

نیول په اوکراین، محاکمه په نیویارک کې
حاجي نجیبالله د ۲۰۲۰ کال په اکټوبر کې په اوکراین کې ونیول شو او څو ورځې وروسته امریکا ته ولېږدول شو. هغه د ۲۰۲۱ کال په اکټوبر کې د خپلې لومړۍ د محاکمې په غونډه کې د طالبانو غړیتوب رد کړ او ځان یې د دوبۍ یو سوداګر معرفي کړ.
د افغانستان انټرنشنل موندنې ښيي چې حاجي نجیبالله د اوکراین وېزه په ۲۰۲۰ کال کې کابل کې ترلاسه کړې او له اسلاماباده اوکراین ته تللی و.
د افغانستان انټرنشنل سرچینو له مخې، نوموړي غوښتل چې له اوکراین څخه لویدیځو اروپایي هېوادونو ته کډوال شي؛ خو د اوکراین پولیسو هغه او ملګري یې د ژیتومیر په ښار کې ونیول.
د طالبانو تر ولکې لاندې د افغانستان د چارو یوې ادارې یوه سرچینه، چې نهغواړي نوم یې افشا شي، وايي چې حاجي نجیبالله، چې د "قوماندان لښکري" په مستعار نوم هم پېژندل کېږي، د هغو ۱۰۲ طالب زندانیانو په فهرست کې شامل دی چې په بهرنیو هېوادونو کې بندیان دي.
افغانستان انټرنشنل هڅه وکړه چې له دیوید رود او د هغه له افغان همکار طاهر لودین سره اړیکه ونیسي ترڅو د حاجي نجیبالله په اړه وپوښتي، خو له دوی څخه هیڅ غبرګون تر لاسه نهشو.
ډېویډ رود، چې پخوا د نیویارک ټایمز خبریال و، د حاجي نجیبالله د اعتراف د غونډې ګډونوال و او له غونډې وروسته یې په خپله اعلامیه کې د نوموړي د اعتراف له امله خوښي څرګنده کړه.
وکیل: نجیبالله یو جنګي اسیر دی
اندرو دالاک، چې د دې طالب قوماندان مدافع وکیل دی، هڅه کوي چې خپل موکل د عمر بند له سزا وژغوري.
هغه استدلال کوي چې پر نجیبالله لګول شوي تورونه د امریکا بهر پېښ شوي او د امریکا محکمو ته د هغوی د څېړلو صلاحیت نشته.
د هغه د مدافع وکیلانو یوه غړي افغانستان انټرنشنل ته ویلي، دا تورونه باید د عادي جنایي جرمونو په توګه ونه ارزول شي، بلکې د وسلهوالو شخړو په چوکاټ کې او په یوه نظامي محکمه کې وڅېړل شي.
یو بل تور چې پر حاجي نجیبالله لګېدلی، دا دی چې د امریکايي پوځیانو پر کاروان یې برید کړی او هغوی یې وژلي دي.
د دعوې له مخې، د ۱۳۸۷ کال د سرطان په ۶مه، د نجیبالله تر قوماندې لاندې طالبانو د میدان وردګو ولایت د سیداباد کې د امریکایي پوځیانو پر یوه کاروان برید کړی، چې په ترڅ کې یې درې امریکايي پوځیان او یو ژباړن وژل شوي دي.
د وکیلانو استدلال دا هم دی چې نجیبالله باید د جنګي اسیر په توګه د جینوا د کنوانسیونونو لاندې مصونیت ولري.
هغوی دا ادعا هم کړې چې د ۲۰۰۸ کال د پېښې پر مهال، طالبان ځان د افغانستان مشروع حکومت باله او له امریکا سره په یوه نړۍواله وسلهواله شخړه کې ښکېل وو.
ښځینه قاضۍ
د حاجي نجیبالله دوسیه د نیویارک د فېدرالي محکمې له خوا څېړل کېږي او دا محکمه یوه ښځه قاضۍ کترین فیلا پر مخ وړي. دا په داسې حال کې ده چې طالبان له ښځو سره هیڅ رسمي مقام، په ځانګړې توګه د قضا مقام نه مني.

قاضي فیلا د وکیلانو دا استدلال رد کړی چې ګواکې نجیبالله یو جنګي اسیر دی.
هغې حکم وکړ چې د افغانستان جګړه په هغه وخت کې یوه داخلي وسلهواله شخړه وه او له همدې امله، نجیبالله د یوه غیر دولتي وسلهوال ګروپ د غړي په توګه د جنګي اسیر یا جنګي مصوونیت مستحق نه دی.
قاضۍ فیلا ټینګار وکړ چې د جنګي اسیر مقام یوازې د نړۍوالو وسلهوالو شخړو پر مهال تطبیقېږي او داخلي شخړې پکې نه شاملېږي.
همداراز د نجیبالله مدافع وکیل وايي چې محکمه داسې کافي اسناد نه لري چې دا ثابته کړي چې دا پخوانی طالب قوماندان په مستقیم ډول د سرطان د ۶مې پېښه کې لاس لري.
ننګونې او بند
حاجي نجیبالله امریکا ته له رسیدو راهیسې د نیویارک د بروکلین په یوه زندان کې بندي دی.
وکیل یې وايي چې د نوموړي وضعیت د اندېښنې وړ دی، ځکه پرې زیات بندیزونه لګول شوي، لکه له کورنۍ سره د اړیکو محدودیت او روغتیایي خدماتو ته نهلاسرسی.
وکیل دا هم ویلي چې نجیبالله په تېرو پنځو کلونو کې لمر نهدی لیدلی او په انفرادي سلول کې ساتل کېږي.
د حاجي نجیبالله د محاکمې غونډه ټاکل شوې چې د روان کال د اکټوبر په ۲۳مه ترسره شي.
د طالبانو د ویاند مرستیال ویلي، چې په افغانستان کې د داعش د فعالت په اړه د روسیې د فدرالي امنیتي خدماتو مشر الکساندر بورتنیکوف اندېښنې بې اساسه دي او دا ډله په افغانستان کې فعالیت نه لري.
د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزون ته د دې ډلې د مرستیال ویاند حمدالله فطرت په غږیږ پیغام کې ویلي، چې په افغانستان کې د داعش د فعالیتونو په تړاو د روسیې د فدرالي امنیت د مشر په څېر اندېښې پر ځای نه دي او یاده ډله د داعش په مخنیوي کې بریالۍ ده.
فطرت ویلي:«د هغوی ټول فعالیتونه خنثی او له منځه وړل شوي. تېره ورځ د امنیتي ځواکونو له خوا د دغو شریرو ډلو یو پتنځای له منځه یووړل شو، چې دا په خپله جوتوي چې امنیتي ځواکونه د دې ورانکارو فعالیتونو په وړاندې ویښ او بیداره دي.»
تردې وړاندې هم طالبانو په ځلونو په افغانستان کې د داعش فعالیت او منظم حضور په اړه اندېښنې رد کړې دي.
د روسیې د فدرالي امنیتي خدماتو مشر الکساندر بورتنیکوف په مسکو کې د همګټو هېوادونو د ترهګرۍ ضد څانګو د مشرانو په ۱۸مه غونډه کې ویلي و، چې د اوکراین جګړې او د ایران موضوع په څېر مسالو په افغانستان کې د داعش او د هغې د څانګو فعالیت ګړندی کړی دی.