شهباز شریف نن متحده عربي اماراتو ته ځي

د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف نن پنجشنبه (د غبرګولي ۲۲مه) په یوه رسمي سفر متحده عربي اماراتو ته ځي، چې د دغه هېواد له مشرانو څخه د هند سره د وروستۍ شخړې پرمهال د پاکستان له دریځ څخه د ملاتړ لپاره مننه وکړي.

د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف نن پنجشنبه (د غبرګولي ۲۲مه) په یوه رسمي سفر متحده عربي اماراتو ته ځي، چې د دغه هېواد له مشرانو څخه د هند سره د وروستۍ شخړې پرمهال د پاکستان له دریځ څخه د ملاتړ لپاره مننه وکړي.
د پاکستان ډان ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د دغه سفر پرمهال به د هغه مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار، فدرالي وزیران او نور لوړپوړي چارواکي هم د ښاغلي شریف ملتیا وکړي.
په راپور کې راغلي، چې د دغه سفر پرمهال به د دوه اړخیزو، سیمهییزو او نړۍوالو مسلو په اړه د ګډو ګټو او اندېښنو په تړاو بحث او خبرې وشي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي او د ناروې د بهرنیو چارو وزیر اسپن بارت ایدي د اوسلو د ۲۲م نړۍوال کنفرانس په څنډه کې د افغانستان د تحولاتو په غږېدلي دي.
د ايران د بهرنيو چارو وزارت په یوه بیان کې ويلي، چې د دواړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو په دې ليدنه کې د دوهاړخيزو اړيکو، سيمهييزو تحولاتو او نړۍوالو موضوعاتو په اړه نظرونه تبادله کړي دي.
د بیان پر بنسټ، د ايران او امريکا ترمنځ د خبرو اترو وروستی وضعیت او همداراز د افغانستان تحولات د دواړو خواوو د بحث مهم موضوعات بلل شوي دي.
په بیان کې د افغانستان په اړه د دواړو لوړپوړو چارواکو د خبرو اترو جزئیات نه دي خپره کړي.
ناروې یو له هغو لوېدیځو هېوادونو څخه دی، چې له طالبانو سره نږدې اړیکې لري.
تېرکال یې د اوسلو کنفرانس ته طالبان هم بللي و، خو سږکال یې د طالبانو ډېپلوماتانو ته د غونډې بلنه رد کړې ده.
د روان کال په پیل کې ناروې د طالبانو یو ډیپلومات هم ومانه او دغه طالب ډیپلوماټ نجیب الله شېرخان په ناروې کې د افغانستان د سفارت د لومړي سکرتر په توګه وټاکل شو.
د ناروې دا اقدام په اروپا کې د مدني ټولنې فعالانو او ښځینه لاریونکوونکو له پراخو غبرګونونو سره مخ شو.
ناروې لومړنی اروپايي هېواد و، چې په ۲۰۱۴ کال کې یې په اوسلو کې د امیر خان متقي په مشرۍ د طالبانو د لوړپوړي پلاوي کوربهتوب وکړ.
تر دې وروسته د ناروې د بهرنیو چارو وزارت وویل، چې د ښځو د دوامداره ځپلو له امله به له طالبانو سره خپلې اړیکې کمې کړې.
د اسلام اباد او کابل ترمنځ سوداګري د دروازو د تړل کېدو او د پاليسیو د بې ثباتۍ له امله ۱ میلیارد ډالرو ته راټيټه شوې ده. پاکستاني رسنیو یې لامل د فبروري په میاشت کې د دواړو هېوادونو ترمنځ تاوتريخوالی او د تورخم لارې بندېدل یاد کړي.
پاکستاني رسنيو د چهارشنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۱مه) په یوه راپور کې ویلي، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ کلنۍ سوداګري له ۲.۵ میلیار ډالرو څخه ۱ میلیارد ډالرو ته را ټيټه شوې ده.
د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ د ګډې خونې مرستیال ضیاءالحق سرحدي د دوه اړخیزې سوداګرۍ کمښت د اندېښنې وړ ګڼلی دی.
نوموړي ټينګار کړی، چې د سوداګرۍ د ودې لپاره پاکستان باید د منځنۍ اسیا هېوادونو ته لاسرسی ومومي او له افغانستان سره خپلې سوداګريزې اړيکې پياوړې کړي.
په تېرو کلونو کې پاکستان افغانستان ته سمنټ، د اوسپنې سیخونه، درمل، سبزیجات، اوړه او بوره صادر کړي او په بدل کې يې میوې او سبزیجات وارد کړي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د فبرورۍ په میاشت کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تاوتريخوالي له امله د تورخم دروازه وتړل شوه، چې د دواړو خواو سوداګرو ته یې میلیونونه روپۍ زيان واړوه او سوداګري يې ګډوډه کړه.
دغه لار نږدې یوه میاشت بنده وه او په هغه وخت کې چارواکو ویلي و، چې د تورخم دروازې له لارې هره ورځ افغانستان نه د ۱،۶ میلیون ډالرو په ارزښت واردات او د ۱،۴ میلیون ډالرو په ارزښت صادارت کېږي.
د راپورونو له مخې، د تورخم دروازې په تړل کېدو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د ۶۶ میلیون ډالرو په ارزښت سوداګري و نه شوه.
رويټرز د چهارشنبې په ورځ راپور ورکړی، چې امریکا هڅه کوي ځيني هېوادونه د اسراييل او فلسطين د مسلې لپاره د دوو دولتونو د حل لارې د ارزونې په موخه د ملګرو ملتونو په غونډه کې له ګډون څخه منع کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د محرم سند له مخې چې هېوادونو ته لېږل شوی، امریکا دغو هېوادونو ته خبرداری ورکړی، چې د اسراییل او فلسطین د شخړې په اړه د ملګرو ملتونو په غونډه کې ګډون ونه کړي.
واشنګټن په دې یادښت کې ویلي، چې دوی د فلسطین د دولت د پېژندلو لپاره د هر ډول یو اړخیز اقدام مخالفت کوي او ویلي یې دي، چې دا ډول اقدامات د اسراییل امنیت زیانمنوي او د امریکا د بهرني سیاست ګټو سره په ټکر کې دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی، هغه هېوادونه چې د اسراییل پر ضد ګام پورته کړي، ښایي د واشنګټن له لوري له دیپلوماتیکو عواقبو سره مخ شي.
د رویټرز د راپور له مخې، د امریکا له لورې په استول شوي پيغام کې لیکل شوي: ««موږ له حکومتونو غواړو، چې په دې په دې کنفرانس کې برخه وانخلي ځکه چې موږ دا په غزه کې د جګړې پای ته رسولو او د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو لپاره د حیاتي او روانو هڅو په وړاندې یو خنډ ګڼو.»
ټاکل شوې ده، چې د «دوو دولتونو حل لارې» کنفرانس د جون له ۱۷څخه تر ۲۰ پورې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې د فرانسې او سعودي عربستان په کوربه توب ترسره شي.
د غونډې موخه د فلسطین دولت د جوړولو لپاره د چوکاټ طرح کول او له بلې خوا د اسراییل امنیت ته تضمین ورکول دي.
د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون د وري میاشتې په ۲۵مه هیله څرګنده کړه، چې د فلسطین د دولت د رسمیت پېژندلو لپاره د خپل هېواد پرېکړه به نور هېوادونه هم ورته اقدام ته وهڅوي.
مکرون مخکې اعلان کړی و، چې ښايي فرانسه د ملګرو ملتونو د یادې غونډې په ترڅ کې د فلسطین دولت په رسمیت وپېژني.
مکرون د فلسطین د خپلواکې ادارې د مشر محمود عباس څخه غوښتي، چې حماس ګوښه کړي او په خپل حکومت کې اصلاحات پیل کړي.
خو اسراییل د دې کنفرانس له امله سخت اعتراض کړی او ویلي یې دي، چې دا غونډه د حماس لپاره یو ډول انعام ورکول دي او له فرانسې یې غوښتي، چې فلسطین دې په رسمیت نه پېژني.
پاکستاني پولیسو د خېبرپښتونخوا په مانسهره کې د یوه دونیم کلن ماشوم د تښتونې په تور د دوو انسانتښتوونکو د وژلکېدو خبر ورکړی دی. پاکستاني پولیسو ادعا کړې چې دا دوه کسان افغانان وو.
رسنۍ وايي، چې د کوهستان کالونۍ سیمې یوې اوسیدونکې ښځې د روانې میاشتې د جون په پنځمه د بالاکوټ پولیسو حوزې ته مراجعه کړې او د خپل کوچني زوی او ورېندارې د نادرکۍ راپور یې ورکړی دی.
هغې پولیسو ته ویلي، چې ورېندار یې ماشوم د رواني درملنې لپاره له ځان سره وړی و او هېڅکله بېرته کور ته نهده تللې.
د راپورونو له مخې، د ماشوم پلار چې په دوبۍ کې ژوند کوي، د ناڅرګندو کسانو لهخوا ګواښونکې ټلیفوني اړیکه ترلاسه کوي او د ۳۰ میلیون پاکستانیو روپیو د تاوان غوښتنه ترې کېږي.
د ټلفوني اړیکو په دوام، پولیسو د بالاکوټ ولسوالۍ په «ډومګلا» سیمه کې د شکمنو کسانو استوګنځای پیدا کړی دی. د عملیاتو په بهیر کې انسانتښتوونکو پر پولیسو ډزې کړي، چې هغوی په ځوابي ډزو کې وژل شوي دي.
پولیسو ادعا کړې ده، چې وژل شوي کسان افغانان وو او د دې پیښې په اړه نورې پلټنې روانې دي.
د امریکا د دفاع وزیر پېټ هېګسټ د دغه هېوادپه مشرانو جرګه کې د یوې رسمي غونډې پرمهال د افغانستان په جګړه کې د ناټو غړو هېوادونو پر رول نیوکه کړې او وايي، چې د دې جګړې ډېر بار د امریکايي ځواکونو پر غاړه و.
نوموړي د چهارشنبې په ورځ مشرانو جرګې ته د افغان جګړې په اړه د خپلې وینا په یوې برخه کې زیاته کړې، چې په افغانستان کې د ناټو ځینو غړو هېوادونو یوازې په نوم حضور درلود، خو په عمل کې یې ډېر ځواک او جنګي وړتیا نهلرله.
د برېتانیا ایندپېنډنټ د راپور پر بنسټ، د متحدهایالتونو د دفاع وزیر ټینګار وکړ: «یو واقعي اېتلاف هغه وخت معنا لري کله چې واقعي دفاعي ظرفیت موجود وي.»
د هغه دې څرګندونو د امریکا د ډیموکراټ ګوند سناتور کریس کونز غبرګون را پاراولی او په وینا یې، د واشنګټن متحدینو هم لویې قربانۍ ورکړي او ځینې هېوادونه، لکه ډنمارک ته د خپل لږ نفوس پرتله ډېر تلفات واوښتل. کونز زیاته کړه: «دا باید روښانه شي چې زموږ متحدینو په افغانستان کې هم خدمت کړی او هم یې قرباني ورکړې ده.»
هېګسټ وايي، چې دی د افغانستان په جګړه کې د بهرنیو ځواکونو قربانۍ له پامه نهغورځوي، خو ټینګار یې کړی، چې د جګړې ډېر مسوولیت او لګښت د متحدهایالاتو پر غاړه و.
د یادونې ده، چې د افغانستان په ۲۰ کلنه جګړه کې د ناټو ۳۲غړو هېوادونو او نورو متحدینو له امریکا سره ملتیا کوله. په دې موده کې ۲ زره او ۴۶۱ امریکایي او ۴۵۷ هم برېتانوي سرتېري وژل شوي دي. د افغانستان په جګړه کې برېتانیا تر امریکا وروسته دویم هېواد دی چې د سرتېرو ډېر تلفات لري.
دا په داسې حال کې ده، چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د امریکا په مشرۍ ناټو هېوادونه له افغانستان ووتل او هلته یې خپل ماموریت پای ته ورساوه.