امریکا له خپلو وګړو غوښتي چې عراق ته له سفر کولو ډډه وکړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خپلو وګړو غوښتي، چې عراق ته د امنیتي ګواښونو له امله سفر و نه کړي. د دې خبرداري لامل په عراق کې ترهګري، تښتونې، وسله والې نښتې، مدني ګډوډي او د بېړنیو خدمتونو لپاره د امریکا د دولت محدود توان بلل شوی دی.





