ایران: پر اسراییل برید زموږ «حقاني او مشروع» حق دی

تهران د تلابیب تر مرګوني برید وروسته؛ د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې د اسراییل بریدونو ته ځواب ورکول خپل «قانوني او مشروع حق» بولي.
دغه وزارت د جمعې ورځ په یوه بیان کې زیاته کړې: «د ایران وسلهوال پوځ چمتو دی؛ څو په خپل ټول ځواک او قوت سره له خپل هېواده دفاع وکړي او دوی به په دې کار کې هېڅ ځنډ ونهکړي.»
د ایران د بهرنیو چارو وزارت پر تهران د اسراییل برید «له ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت نه سرغړونه بللې او له ملګرو ملتونو یې غوښتي، چې له نړۍوالې سولې او امنیت سرغړونې سره د مبارزې» لپاره اقدامات وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې څو شېبې مخکې پر ایران د اسراییل بریدونو ته په غبرګون کې سعودي عربستان هم پر دغه هېواد د تلابیب بریدونه غندلي او دا یې د دغه هېواد له «ځمکنۍ بشپړتیا او نړۍوال قانون نه سرغړونه» بللې ده.