• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د کونړ په شیګل کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو تر منځ نښته کې دوه طالبان وژل شوي

۲۵ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۵ جون ۲۰۲۵، ۲۰:۰۵ GMT+۱

ځایي سرچینې وایي، چې د کونړ ولایت د شیګل ولسوالۍ په تخت خور سیمه کې د افغانستان او پاکستان د سرحدي ځواکونو تر منځ نښته کې دوه طالبان وژل شوي دي. دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې له دانګام څخه د پرله‌پسې نښتو راپورونه ورکړل شوي وو.

سرچینې وايي، نښته هغه مهال رامنځته شوه چې په سیمه کې د یوې نوې پوستې د جوړولو هڅه روانه وه.

د یادونې ده، چې تر دې دمه د دواړو هېوادونو چارواکو د پېښې په اړه په رسمي ډول څه دي ویلي.

تر دې وړاندې د کونړ په دانګام ولسوالۍ کې هم د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ په پرله‌پسې ډول نښتې شوې وې.

ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي و، چې له تېرو څو ورځو راهیسې د کونړ د دانګام ولسوالۍ په ډنډي سر سیمه باندې د پاکستان له لوري راکټي بریدونه ترسره کېږي.

سرچینو ویلي، چې په سیمه کې د طالبانو او پاکستاني لوري ترمنځ په نښته کې په وقفه یې ډول له درنو او سپکو وسلو استفاده شوې.

تر دې مهاله د دانګام د نښتو له امله له دواړو لوریو څخه د دوو ملکي کسانو د وژل کېدو او دوو نورو ټپي کېدو خبر ورکړل شوی و.

پاکستاني رسنیو ویلي، دغه نښتې د افغانستان لورې ته د کونړ په دانګام ولسوالۍ او د پاکستان لوري ته د باجوړ ولسوالۍ د مومند، کټکوټ، غاخي او نښتر پاس په سیمو کې شوي.

دا په داسې حال کې ده، چې په کونړ ولایت کې د ډيورنډ پولې په شاوخوا سیمه کې د پاکستاني ځواکونو او طالبانو ترمنځ وخت ناوخته نښتې رامنځته کېږي.

دا نښتې ډېری وخت د پاکستان له خوا د راکټي بریدونو له امله شدت مومي، چې د دواړو خواوو ترمنځ تاوتریخوالی زیاتوي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۴

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۵

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

•
•
•

نور کیسې

د افغان ټرانزیټ دویمه بار وړونکې بېړۍ له ۲۰ زره ټنه مالونو سره ګوادر بندر ته رسېدلې ده

۲۵ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۵ جون ۲۰۲۵، ۱۸:۵۳ GMT+۱

د پاکستان د سمندري چارو مرکزي وزیر محمد جنید انور چودري د افغانستان د ټرانزیټي مالونو د دویمې سوداګریزې بېړۍ د ګوادر بندر ته رسېدل، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لپاره یو مهم پرمختګ وباله.

یاده بېړۍ شل زره متریک ټنه کیمیاوي سره (ډي ای پي) له اسټرالیا راوړي او دا د نوي ټرانزیټي چوکاټ له مخې دویمه رسمي بار وړونکې بېړۍ ده، چې ګوادر بندر ته رسېږي.

تر دې وړاندې هم یوه ورته بېړۍ د روان کال په فبرورۍ کې دغه بندر ته رسېدلې وه.

د پاکستان مرکزي وزیر وویل، چې دا پرمختګ به افغانستان ته د نړۍوالو بازارونو پر لور یو اغېزناک لاره پرانیزي او ګوادر بندر به د داخلي سیمو لکه افغانستان لپاره یوه ستراتیژیکه سوداګریزه دروازه باندې بدله شي.

نوموړي دا هم زیاته کړه، چې د اقتصادي همغږۍ کمېټې وروستۍ پرېکړې چې له مخې یې د بانکي ضمانت پر ځای د بیمې تضمین منل کېږي، د سوداګرۍ په بهیر کې اسانتیا راوستې ده او د مالونو تصفیې چارې یې چټکې کړې دي.

هغه بندري چارواکو ته سپارښتنه کړې، چې د مالونو د ژر تر ژره لېږد او خالي کولو لپاره لازم ګامونه پورته کړي او باور یې څرګند کړ، چې ګوادر بندر اوس بشپړ چمتو دی څو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ټرانزیټ زیاتېدونکی حجم اداره کړي.

چودري همداراز وویل، چې دا پرمختګ نه یوازې لګښتونه راکموي، بلکې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې غښتلې کوي او ګوادر کولی شي د سیمې د اقتصادي یووالي لپاره یوه محوري نقطه شي.

مولوي هبت الله اخوندزاده: بې اعتمادي د بې اطاعتي او بې اطاعتي د اختلافاتو لامل کیږي

۲۵ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۵ جون ۲۰۲۵، ۱۷:۱۶ GMT+۱

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده د کندهار په یوه دیني سیمینار کې چې د طالبانو د جهادي مدرسو د مسوولینو، استادانو او لوړو زده کړو وزارت سرپرست پکې ګډون کړی و، ویلي، چې بې اعتمادي د بې اطاعتۍ لامل کیږي او بې اطاعتي د اختلافاتوسبب کیږي.

د طالبانو ویاند وايي، چې نوموړي په خپله وینا کې د علماوو د دیني، ټولنیز او سیاسي رول یادونه وکړه او ویې ویل چې هغوی باید د انبیاووور پاتې مسوولیتونه پر مخ یوسي، شریعت نافذ کړي، د خلکو ترمنځ قضا وکړي، منازعات حل کړي او د تعلیم، دعوت او نصیحت له لارې د دین ساتنه وکړي.

د طالبانو مشر زیاته کړې چې د دیني علومو احیا د شریعت اقامه تضمینوي او د خلکو اصلاح هم له علم سره تړلې ده.

هغه له استادانو وغوښتل چې د طالبانو او شاګردانو په تعلیم، تربیه، عقیده او فکر جوړونه کې لا زیات تمرکز وکړي.

نوموړي ټینګار کړی، چې له نورو ادارو سره همکاري ضروري ده او د اعتماد فضا باید پیاوړې وساتل شي.

پاکستان: افغانستان به د ګوادر بندر له لارې له نړیوالو بازارونو سره ونښول شي

۲۴ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۴ جون ۲۰۲۵، ۱۴:۵۲ GMT+۱

د پاکستان د س‍مندري چارو وزیر ویلي، چې هڅه کوي د افغانستان لپاره د ګوادر بندر له لارې نړیوالو بازارونو ته د لاسرسي نوی فرصت چمتو کړي.

د پاکستان د سمندري چارو وزیر محمد جنید چودري د شنبې په ورځ رسنیو ته ویلي، چې د افغان ټرانزیټ سوداګرۍ دویمه بیړۍ چې ۲۰ زره مټریک ټنه «ډای امونیم فاسفیټ» کیمیاوي سري پکې بار دي په بریالیتوب سره ګوادر بندر ته رسیدلې.

انور دا ګام د سیمي د سوداګریز اتصال او د ګوادر بندر د ستراتیژیک اهمیت په لور مهم پرمختګ بللی دی.

د پاکستان د سمندري چارو وزیر محمد جنید انور ویلي:« دا زموږ د دوامدارو هڅو یوه برخه ده چې د ګوادر بندر د وچې له لارې تولو هېوادونو په ځانګړي ډول افغانستان لپاره د سواګرۍ ستراتیژیک دهلیز وګرځوو.»

د راپورونو له مخې د افغان ټرانزیټ دا بیړۍ د اسټرالیا له تاونزیل څخه حرکت کړی و او د کراچۍ کوادر بندر ته رسیدلي ده.

په دې ورستیو کې افغان سوداګرو د کراچۍ د ګوادر بندر څخه مخ اړولی او افغان ټرانزیټ تر ډېره د ایران د چابهار بندر له لارې ترسره کیږي، خو پاکستان هڅه کوي چې د ګوادر بندر له لارې د سیمې هېوادونو ترمنځ د ټرانزیټي سوداګرۍ جریان پراخ کړي او افغانستان ته د بدیلو لارو له لارې د نړیوالې سوداګرۍ دروازې پرانیزي.

د کونړ په دانګام کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې

۲۴ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۴ جون ۲۰۲۵، ۱۳:۵۱ GMT+۱

د ځايي سرچینو د معلوماتو له مخې، د کونړ په دانګام ولسوالۍ کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښتې شوي دي. سرچینو ویلي، چې د تېرو دوو ورځو راهیسې په وقفه یې ډول د دواړو لوریو ترمنځ د درنو او سپکو وسلو ډزې تبادله کیږي.

ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې د تېرو درېیو ورځو راهیسې د کونړ د دانګام ولسوالۍ په ډنډي سر سیمه بادې د پاکستان له لوري راکیټي بریدونه ترسره کیږي.

سرچینو ویلي، چې په سیمه کې د طالبانو او پاکستاني لوري ترمنځ په نښته کې په وقفه یې ډول له درنو او سپکو وسلو څخه استفاده کیږي.

پر همدغه مهال پاکستاني رسنیو هم د حکومتي سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې د تېرو درېیو ورځو راهیسې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښتې شوې دي.

تردې مهاله د یادو نښتو له امله له دواړو لوریو څخه د دوو ملکي کسانو د وژل کېدو او دوو نورو ټپي کېدو خبر ورکول شوی.

پاکستاني رسنیو ویلي، دغه نښتې د افغانستان لورې ته د کونړ په دانګام ولسوالۍ او د پاکستان لورې ته د باجوړ ولسوالۍ د مومند، کټکوټ، غاخي او نښتر پاس په سیمو کې شوي.

سرچینو ویلي، دواړو خواو درنې او سپکې وسلې کارولې دي.

سرچیني زیاتوي:« د افغانستان له لورې څخه څو هاوان مرمۍ وېشتل شوې، چې د پاکستان لور ته پرېوتې دي.»

د دغه نښتې لامل نه دی څرګند شوی او په تړاو یې طالبانو او پاکستان په رسمي ډول کوم بیان نه دی ورکړی.

تردې وړاندې هم څو ځله د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ پر صفري کرښه د امنیتي تاسیساتو جوړلو پر سره نښتې شوې دي.

طالبان: د غزني له موزیم څخه ځیني تاریخي اثار د قطر نندارتون ته لېږدول کېږي

۲۴ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۴ جون ۲۰۲۵، ۱۲:۴۵ GMT+۱

د ⁧‫غزني‬⁩ ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس وایي، چي د دې ولایت له موزیم څخه اته قلمه تاریخي اثار د قطر نړیوال نندارتون ته لېږدول کیږي. ملا حمیدالله نثار زیاتوي چې دا اثار د اسلامي تمدن سره تړاو لري او دا به د افغاستان د تاریخي ارزښتونه استازیتوب وکړي.

د طالبانو د غزني ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس ملا حمیدالله نثار دغې ډلې ته نږدې رسنۍ امید راډیو سره په مرکه کې د دې اثارو د لېږد په اړه ویلي.

په غزني کې فرهنګي فعالان دا کار کلتوري پرمختک بولي او زیاتوي چې افغانستان د تېرو جګړو ترڅنګ غني تمدن لري.

د غزني لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست دا نه ده په ډاکه کړې، چې دا اثار به په څه ډول او د څومره وخت لپاره قطر ته ولېږدول شي او نه دا روښانه ده، چې کېدونکی نندارتون په کومه نېټه ترسره کېږي.

د غزني موزیم د افغانستان یوه له مهمو موزیمونو بلل کېږي، چېرې چې د اسلامي دورې تاریخي اثار پکې ساتل کېږي