• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

مولوي هبت الله اخوندزاده: بې اعتمادي د بې اطاعتي او بې اطاعتي د اختلافاتو لامل کیږي

۲۵ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۵ جون ۲۰۲۵، ۱۷:۱۶ GMT+۱

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده د کندهار په یوه دیني سیمینار کې چې د طالبانو د جهادي مدرسو د مسوولینو، استادانو او لوړو زده کړو وزارت سرپرست پکې ګډون کړی و، ویلي، چې بې اعتمادي د بې اطاعتۍ لامل کیږي او بې اطاعتي د اختلافاتوسبب کیږي.

د طالبانو ویاند وايي، چې نوموړي په خپله وینا کې د علماوو د دیني، ټولنیز او سیاسي رول یادونه وکړه او ویې ویل چې هغوی باید د انبیاووور پاتې مسوولیتونه پر مخ یوسي، شریعت نافذ کړي، د خلکو ترمنځ قضا وکړي، منازعات حل کړي او د تعلیم، دعوت او نصیحت له لارې د دین ساتنه وکړي.

د طالبانو مشر زیاته کړې چې د دیني علومو احیا د شریعت اقامه تضمینوي او د خلکو اصلاح هم له علم سره تړلې ده.

هغه له استادانو وغوښتل چې د طالبانو او شاګردانو په تعلیم، تربیه، عقیده او فکر جوړونه کې لا زیات تمرکز وکړي.

نوموړي ټینګار کړی، چې له نورو ادارو سره همکاري ضروري ده او د اعتماد فضا باید پیاوړې وساتل شي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۳
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۴

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

پاکستان: افغانستان به د ګوادر بندر له لارې له نړیوالو بازارونو سره ونښول شي

۲۴ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۴ جون ۲۰۲۵، ۱۴:۵۲ GMT+۱

د پاکستان د س‍مندري چارو وزیر ویلي، چې هڅه کوي د افغانستان لپاره د ګوادر بندر له لارې نړیوالو بازارونو ته د لاسرسي نوی فرصت چمتو کړي.

د پاکستان د سمندري چارو وزیر محمد جنید چودري د شنبې په ورځ رسنیو ته ویلي، چې د افغان ټرانزیټ سوداګرۍ دویمه بیړۍ چې ۲۰ زره مټریک ټنه «ډای امونیم فاسفیټ» کیمیاوي سري پکې بار دي په بریالیتوب سره ګوادر بندر ته رسیدلې.

انور دا ګام د سیمي د سوداګریز اتصال او د ګوادر بندر د ستراتیژیک اهمیت په لور مهم پرمختګ بللی دی.

د پاکستان د سمندري چارو وزیر محمد جنید انور ویلي:« دا زموږ د دوامدارو هڅو یوه برخه ده چې د ګوادر بندر د وچې له لارې تولو هېوادونو په ځانګړي ډول افغانستان لپاره د سواګرۍ ستراتیژیک دهلیز وګرځوو.»

د راپورونو له مخې د افغان ټرانزیټ دا بیړۍ د اسټرالیا له تاونزیل څخه حرکت کړی و او د کراچۍ کوادر بندر ته رسیدلي ده.

په دې ورستیو کې افغان سوداګرو د کراچۍ د ګوادر بندر څخه مخ اړولی او افغان ټرانزیټ تر ډېره د ایران د چابهار بندر له لارې ترسره کیږي، خو پاکستان هڅه کوي چې د ګوادر بندر له لارې د سیمې هېوادونو ترمنځ د ټرانزیټي سوداګرۍ جریان پراخ کړي او افغانستان ته د بدیلو لارو له لارې د نړیوالې سوداګرۍ دروازې پرانیزي.

د کونړ په دانګام کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې

۲۴ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۴ جون ۲۰۲۵، ۱۳:۵۱ GMT+۱

د ځايي سرچینو د معلوماتو له مخې، د کونړ په دانګام ولسوالۍ کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښتې شوي دي. سرچینو ویلي، چې د تېرو دوو ورځو راهیسې په وقفه یې ډول د دواړو لوریو ترمنځ د درنو او سپکو وسلو ډزې تبادله کیږي.

ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې د تېرو درېیو ورځو راهیسې د کونړ د دانګام ولسوالۍ په ډنډي سر سیمه بادې د پاکستان له لوري راکیټي بریدونه ترسره کیږي.

سرچینو ویلي، چې په سیمه کې د طالبانو او پاکستاني لوري ترمنځ په نښته کې په وقفه یې ډول له درنو او سپکو وسلو څخه استفاده کیږي.

پر همدغه مهال پاکستاني رسنیو هم د حکومتي سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې د تېرو درېیو ورځو راهیسې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښتې شوې دي.

تردې مهاله د یادو نښتو له امله له دواړو لوریو څخه د دوو ملکي کسانو د وژل کېدو او دوو نورو ټپي کېدو خبر ورکول شوی.

پاکستاني رسنیو ویلي، دغه نښتې د افغانستان لورې ته د کونړ په دانګام ولسوالۍ او د پاکستان لورې ته د باجوړ ولسوالۍ د مومند، کټکوټ، غاخي او نښتر پاس په سیمو کې شوي.

سرچینو ویلي، دواړو خواو درنې او سپکې وسلې کارولې دي.

سرچیني زیاتوي:« د افغانستان له لورې څخه څو هاوان مرمۍ وېشتل شوې، چې د پاکستان لور ته پرېوتې دي.»

د دغه نښتې لامل نه دی څرګند شوی او په تړاو یې طالبانو او پاکستان په رسمي ډول کوم بیان نه دی ورکړی.

تردې وړاندې هم څو ځله د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ پر صفري کرښه د امنیتي تاسیساتو جوړلو پر سره نښتې شوې دي.

طالبان: د غزني له موزیم څخه ځیني تاریخي اثار د قطر نندارتون ته لېږدول کېږي

۲۴ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۴ جون ۲۰۲۵، ۱۲:۴۵ GMT+۱

د ⁧‫غزني‬⁩ ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس وایي، چي د دې ولایت له موزیم څخه اته قلمه تاریخي اثار د قطر نړیوال نندارتون ته لېږدول کیږي. ملا حمیدالله نثار زیاتوي چې دا اثار د اسلامي تمدن سره تړاو لري او دا به د افغاستان د تاریخي ارزښتونه استازیتوب وکړي.

د طالبانو د غزني ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس ملا حمیدالله نثار دغې ډلې ته نږدې رسنۍ امید راډیو سره په مرکه کې د دې اثارو د لېږد په اړه ویلي.

په غزني کې فرهنګي فعالان دا کار کلتوري پرمختک بولي او زیاتوي چې افغانستان د تېرو جګړو ترڅنګ غني تمدن لري.

د غزني لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست دا نه ده په ډاکه کړې، چې دا اثار به په څه ډول او د څومره وخت لپاره قطر ته ولېږدول شي او نه دا روښانه ده، چې کېدونکی نندارتون په کومه نېټه ترسره کېږي.

د غزني موزیم د افغانستان یوه له مهمو موزیمونو بلل کېږي، چېرې چې د اسلامي دورې تاریخي اثار پکې ساتل کېږي

ظاهر قدیر ته د استيناف غوښتنې لپاره د کینیا محکمې یوه میاشت وخت ورکړی

۲۴ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۴ جون ۲۰۲۵، ۱۱:۵۶ GMT+۱

د افغانستان د پخوانۍ ولسي جرګې مرستیال عبدالظاهر قدیر ته نږدې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې نوموړي ته د استناف غوښتنې لپاره د کینیا محکمې یوه میاشت وخت ورکړی دی. دوی زیاتوي په دې موده کې به ظاهر قدیر محکمې ته د لګېدلو تورونو د سپیناوي لپاره مستند سندونه وړاندې کوي.

قدیر ته نژدې سرچینو نن شنبه (د غبرګولي ۲۴مه) افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل چې د ظاهر قدیر وکېلانو له محکمې څخه یوه میاشت وخت اخیستی ترڅو پر لګېدلي تورونو سپیناوی وکړي.

عبدالظاهر قدیر ته نږدې سرچینې وایي:« وکیلانو له محکمې یوه میاشت وخت اخیستی او د هغه وکیلان به د لګېدلو تورونو د سپیناوي لپاره محکمې ته اسناد او ویډیوګانې وړاندې کوي.»

تر دې مخکې د ظاهر قدیر کورنۍ د غبرګولي په ۴مه نېټه، افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې د ظاهر قدیر وکیل له خوا محکمې ته د استیناف غوښتنې غوښتلیک ورکړل شوی.

هغه وخت د ظاهر قدیر کورنۍ ځینې غړو تمه لرله چې محکمه د ظاهر قدیر درخواست ومني او امریکا ته ونه سپارل شي او خپل هېواد ته راستون شي.

د عبدالظاهر قدیر وکیل له محکمې غوښتي وو، چې د حکم د تطبیق موقتي ځنډ منظور کړي چې د استیناف لپاره وخت ولري. خو قاضي دا غوښتنه هم رد کړې وه او ویلي و چې استیناف له ځنډ پرته هم ممکن دی.

د نایروبي محکمې پرېکړه کړې وه، چې نوموړی د مخدره توکو د قاچاق او د غیر قانوني وسلو د لرلو په تور په متحده ایالاتو کې مطلوب دی، باید امریکا ته وسپارل شي.

د میلیماني عالي جزایي قاضي بنمارک اېکهوبي په مشرۍ په حکم کې راغلي و، چې د قدیر د استرداد غوښتنه مشروع ده او د وړاندې شویو شواهدو له مخې د استرداد شرایط پوره شوي دي.

د نایروبي د عامه دعوو مشر څارنوال ویکتور جوما اوويتي د محکمې له وروستۍ غونډې وروسته وویل چې تورونه د نشه‌یي توکو قاچاق او غیرقانوني وسلو درلودل دي او دا د استرداد لپاره مشروع بنسټ برابروي.

ظاهر قدیر له قطر نه کینیا ته د سفر پرمهال د اپریل پر۱۴مه په نایروبي کې له سفاري پارک هوټل څخه ونیول شو.

د متحده ایالاتو د نیویارک د سویلي ولسوالۍ فدرالي محکمې د مارچ پر ۲۵مه نېټه د قدیر د نیولو حکم صادر کړی و. هغه د مخدره موادو د قاچاق، د درنو وسلو ساتلو د توطیې په تور تورن دی.

طالبان: دوه ایراني روغتونونه به د افغان روغتیایي کارکوونکو روزنه وکړي

۲۴ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۴ جون ۲۰۲۵، ۱۱:۱۳ GMT+۱

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویلي، چې په ایران کې یې د ماشومانو د ناروغیو د درملنې له دوو مشهورو روغتیايي مرکزونو سره د افغان ډاکټرانو د روزنې او همکارۍ پر احتمالي هوکړه خبرې کړې دي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دغه ډلې د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي ایران ته د سفر پر مهال د ماشومانو ناروغیو درملنې طبي مرکز او حکیم د ماشومانو ناروغیو درملنې روغتونونو مسولینو سره د هډوکو د مغز ټرانسپلانټ، نفرولوژي، زړه او یو شمېر نورو فوق تخصص برخو کې د افغان روغتیايي کارکوونکو د روزلو او دوه اړخیزو همکاریو په موخه د هوکړه‌لیک په اړه خبرې کړې دي.

د عامي روغتیا وزارت ویلي، چې ایراني روغتونونو د افغان روغتیايي کارکوونکو د روزلو او په افغانستان کې د ماشومانو ناروغیو د درملنې لپاره له دولتي روغتونونو سره د هوکړه‌لیک د لاسلیکولو ژمنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د نړیوالو مرستو له کمېدو سره روغتیايي سکتور سخت زیانمن شوی او د ماشومانو درملنه، واکسینونه، تخصصي معاینات او جراحي خدماتو ته لاسرسی خورا محدود شوی دی.