• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اسراییلي پوځ: اسراییل د ایران د اټومي پروګرام د زیانمنولو لپاره پر ایران برید کړی

۲۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۳ جون ۲۰۲۵، ۰۲:۲۲ GMT+۱

د اسراییل دفاعي ځواکونو په رسمي اعلامیه کې ویل شوي چې دوی په ایران کې یو "دقیق برید" ترسره کړی، چې موخه یې د ایران د اټومي پروګرام زیانمنول دي او دغه برید د ایران د رژیم د دوامداره تهاجمي کړنو په غبرګون کې دی.

اعلامیه زیاتوي چې "د اسراییل هوايي ځواک ګڼ شمېر الوتکو وروستیو کې د عملیاتو لومړۍ څپه بشپړه کړه، چې په کې د ایران په مختلفو سیمو کې پر ګڼو پوځي اهدافو بریدونه شامل وو، چې اټومي مرکزونه هم په نښه شوي"

پوځي چارواکي له خلکو غوښتنه کوي چې د دفاعي ځواکونو د کورنۍ قوماندې د لارښوونو تابع پاتې شي، چې اړتیا سره سم به تازه معلومات ورکول کیږي او په ارام او مسوولانه توګه عمل وکړي.

په اعلامیه کې راغلي چې د دفاعي ځواکونو او اړوندو ادارو د احتمالي مختلفو حالتونو لپاره د دفاع او برید چمتووالی بشپړ دی.

اعلامیه کې راغلي: "د کلونو راهیسې د ایران رژیم د اسراییل پر وړاندې مستقیم او غیر مستقیم ترهګریز کمپاین پرمخ وړي، چې له لارې یې په منځني ختیځ کې د خپلو اجیرانو په مرسته ترهګریز فعالیتونه مالي او تخنیکي لارښوونه کوي او په ورته وخت کې د اټومي وسلې ترلاسه کولو په لور پرمختګ کوي."

په اعلامیه کې راغلي: "د ایران رژیم څرګنده کړې چې هدف یې د اسراییل له منځه وړل دي. د ایران لوړپوړو چارواکو په عامه توګه د اسراییل د ویجاړولو نیت څرګند کړی او له خپلو اجیرانو سره ګډ کار کوي. نن ورځ ایران د اټومي وسلې ترلاسه کولو ته تر هر وخت نږدې دی. د ایران په لاس کې د ویجاړونکو وسلو شتون د اسراییل د بقا لپاره وجودي ګواښ دی او په پراخه کچه نړۍ ته هم جدي ګواښ دی. اسراییل به هیڅکله داسې رژیم ته اجازه ورنه کړي چې هدف یې د اسراییل له منځه وړل وي، تر دې وسلو ورسوي."

اعلامیه زیاتوي چې "د دفاعي ځواکونو چمتووالی د جګړې په کرښه او په کور دننه بشپړ شوی دی. د اسراییل د اتباعو مقاومت به د دې کمپاین یوه مهمه برخه وي. دفاعي ځواکونه چمتو دي چې هر ډول اړتیا ته په ځواب کې خپل عملیات جاري وساتي. اسراییل د خپلو اتباعو د دفاع مسوولیت لري او هر ځای چې اړتیا وي خپل دفاعي اقدامات جاري ساتي، لکه څرنګه چې په تېرو وختونو کې یې کړي دي. دفاعي ځواکونه په دوامداره توګه د وضعیت ارزونه کوي او هر ډول پرمختګ به له خلکو سره شریک کړي."

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۴

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۵

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

•
•
•

نور کیسې

نتنیاهو: اسراییل د خپلې تاریخې پرېکړې په پړاو کې دی، عملیات به تر بشپړېدو دوام کوي

۲۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۳ جون ۲۰۲۵، ۰۲:۱۲ GMT+۱

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي چې هېواد یې د خپل تاریخ په یوه "فیصله‌کونکې" مرحله کې دی او دا وخت د ایران پر وړاندې روان عملیات به تر هغه دوام وکړي چې هدف ته ورسېږي.

نتنیاهو په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي: «زموږ زړور پېلوټان دا مهال په پراخ ډول د ایران په بېلابېلو سیمو کې اهداف بمباروي.»

دی زیاتوي، د عملیاتو هدف د ایران د اټومي پروګرام د زېربناوو، د بالیستیک توغندیو د فابریکو او د پوځې وړتیاوو له منځه وړل دي.

نتنیاهو وايي: «ایران د دې وړتیا لري چې موږ ته زیان ورسوي، خو موږ د دې حالت لپاره هم پوره چمتووالی نیولی.»

هغه له خلکو وغوښتل چې د کورنیو چارو د جبهې قوماندې لارښوونو ته غوږ ونیسي او له هغو سره همکاري وکړي، ځکه دا لارښوونې «د خلکو ژوند ژغوري.»

امریکایي سرچینې: په تهران د اسراییل په برید کې واشنګټن همکاري نه ده کړې

۲۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۳ جون ۲۰۲۵، ۰۲:۰۴ GMT+۱

امریکایي چارواکو نړۍوالو رسنیو ته ویلي چې اسراییل د ایران دننه بریدونه کړي دي، چې واشنګټن په دې برید کې هېڅ ډول مرسته نه ده کړې او نور جزییات یې نه دي ورکړي.

د رویټرز خبري اژانس ته دوه امریکایي چارواکو چې نومونه یې نه دي خپاره شوي تایید کړې چې اسراییلي ځواکونو دا بریدونه کړي، خو دا لا روښانه نه ده چې بریدونه په دقیقه بڼه چېرته شوي دي او کوم ځایونه هدف ګرځول شوي.

د ایران دولتي خبري اژانس «نور نیوز» بیا راپور ورکړی چې د تهران شمال‌ختیځ کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

د «اکسیوس» خبري اژانس هم د دوو سرچینو په حواله لیکلي چې اسراییل د ایران دننه پوځي اهداف په نښه کړي دي.

د اسراییل پوځ د جمعې سهار له درې بجو وروسته خپل امنیتي تدابیر لوړ کړي او ویلي یې دي چې ټول ښوونیز فعالیتونه بند دي، راټولېدنې منع دي او غیر ضروري کارځایونه تړل شوي دي.

تر اوسه د مرګ‌ژوبلې یا مالي زیانونو په اړه کوم رسمي معلومات نه دي خپاره شوي.

د تهران ختیځ کې چاودنې؛ اسراییل په ایران هوايي بریدونه کړي

۲۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۳ جون ۲۰۲۵، ۰۱:۲۷ GMT+۱

د ایران پلازمېنې تهران په شمال ختیځ کې د چاودنو راپورونه ورکړل شوي دي، چې د ایران دولتي خبري اژانس نور نیوز لخوا تایید شوي دي.

چې د اکسوس خبري اژانس د دوه بې نومه سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې د اسراییل هوایي ځواک د ایران په ځینو برخو کې بریدونه ترسره کړي دي.

اسراییل پوځ تراوسه پورې د دې بریدونو په اړه رسمي تایید نه دی کړی.

د دې پېښې په اړه نور معلومات ژر تر ژره وړاندې کیږي.

یوه افغانه مېرمن د فنلنډ د «۲۰۲۵ کال غوره کډواله» ونومول شوه

۲۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۳ جون ۲۰۲۵، ۰۱:۱۵ GMT+۱

د فنلنډۍ رسنیو د راپورونو له‌مخې؛ د فنلنډ د کډوالو شورا د حمیرا په نوم د دغه هېواد د ټامپیر ښار یوه افغانه اوسېدونکې د «۲۰۲۵ کال د غوره کډوالې» په توګه نومولې ده.

مېرمن حمیرا په افغانستان کې زېږېدلې او په ۲۰۰۳ کال کې هغه مهال چې ۱۵ کلنه وه، فنلنډ ته کډواله شوې ده.

نوموړې له خپلې مور او څلورو وروڼو سره د کورنۍ يوځای‌کېدو پروګرام له لارې دغه هېواد ته تللې ده. د هغې خپل پلار څو کاله مخکې د پناه‌‌غوښتونکي په توګه فنلنډ ته تللی و.

هغې ویلي، خوشاله ده چې ویې کړای شول د افغان ښځو له سخت وضعیت نه یې ځان ژغورلی او په فنلنډ کې یې د زده‌کړو او پرمختګ فرصت موندلی دی.

حمیرا د ټامپیر په ښار کې لويه شوې، فنلنډي ژبه یې زده کړې او له یوه ښوونیز مرکز څخه د روغتیاپالې په توګه فارغه شوې ده.

دا مهال یاده افغانه مېرمن له خپل خاوند او درېیو ماشومانو سره په ټامپیر ښار کې ژوند کوي او د لومړنیو زده‌کړو په برخه کې د ماشومانو د ښوونکې په توګه د رسمي دندې سربېره، په ​​رضاکارانه فعالیتونو کې هم برخه اخلي.

نوموړې له څه باندې ۱۰ کلونو راهیسې د پناه‌‌غوښتونکو او کډوالو د ملاتړ لپاره کار کوي.

نوموړې د نجونو د پوهاوي، روغتیا او د ښځو حقونو په ګډون بېلابېلو برخو کې فعالیت لري.

هغې زیاته کړې: «کله چې یو څوک زما سترګو ته ګوري، مُسکا راته کوي او مننه کوي، ډېر ښه احساس کوم. دا مهمه نه ده چې خلک له کوم ځایه راغلي، د دوی د پوستکي رنګ یا دین څه دی، زه غواړم مرسته ورسره وکړم.»

هغه وايي، چې اوس د کال د غوره پناه‌‌غوښتونکې په توګه یې اصلي دنده دا ده چې د افغان ښځو سخت ته پاملرنه وکړي.

دې وویل: «په افغانستان کې حیوانات تر ښځو ډېر حق لري. ښځې اجازه نه‌لري چې په ټولنه کې خبرې وکړي، باید پټې وي او له اجازې یا د یو نارینه له ملتیا پرته نه‌شي وتلای. زه غواړم د دې ښځو غږ واوسم او پرې نه ږدم چې نړۍ هغوی هېرې کړي.»

د کبرا رضايي وژنې ته غبرګون: افغانې فعالانې د عدالت غوښتنه کوي

۲۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۳ جون ۲۰۲۵، ۰۱:۰۴ GMT+۱

د افغانستان د ښځو د مدنې ټولنو او بشرې حقونو د بنسټونو غړې په ایران کې د افغانې کډوالې کبرا رضايي وژنه غندلې او د عدالت غوښتنه یې کړې. افغانې فعالانې دا پېښه «جنایت» ګڼلی او د عاملینو پر محکمه کېدو يې ټينګار کړی.

د افغانستان د ښځو فعالانو، د مدنې ټولنو او بشري حقونو د بنسټونو غړو د پنجشنبه په ورځ (د غبرګولي ۲۲مه) په یوه ګډ لیک کې په ایران کې د افغانې کډوالې کبرا رضايي وژنه غندلې ده.

دوې د پيښې د څېړونو او د عاملینو د محاکمه کېدو غوښتنه کړې.

ښځينه فعالانو زياته کړې: «دا پيښه په شدید ډول غندو، د کبرا لپاره عدالت غواړو.»

خبريالې او د ښځو د حقونو فعالې یاسمین نبي زاده د ایران حکومت څخه غوښتي، چې د افغان کډوالو سره دي تاوتریخوالي بند کړي.

هغې زیاته کړې: «د کبرا رضایي بې رحمانه وژنه د توجه وړ نده، د ایران حکومت باید ددغه پېښې عاملینو سره قانوني برخورد وکړي او تر څنګ یې ایران باید له افغان کډوالو سره تاوتریخوالی بند کړي، افغانانو سره تاوتریخوالی او له دغه هېواده په زوره شړل به یو بل ناورین رامنځته کړي.»

افغانو ښځينه فعالانو د افغان مېرمنو پر ملاتړ هم ټينګار کړی.

دوی له نړيوالو بنسټونو، د بشري حقونو له سازمانونو او نړېوالې ټولنې غوښتي، چې «د افغان ښځو سره اوږه پر اوږه ودرېږي او ملاتړ یې وکړي.»

ښځينه فعالانو د کبرا رضايي په ملاتړ یو شمېر شعارونه د هشټګ سره نشر کړي.

د دوی په خبره: «دوی کبرا ځکه ووژله، چې هغه یوه ښځه او یوه کډواله وه!»

دوی لیکلي: «کبرا یو فریاد دی، موږ به غلي پاتې نه شو!»، په یو بل شعار کې بیا وايي: «د کوبرا درد د یو ملت درد دی!».

دوی دا هم ویلي، چې «کبرا ورکه شوه، مګر فریاد يې پاتې دي.»

پرون ایراني رسنيو راپور ورکړ، چې د يوې افغانې کډوالې نجلۍ کبرا رضايي د جسد پاتې شونې د تهران په پاکدشت ولسوالۍ کې د یوه ۳۲ کلن ایراني وګړي په کور کې وموندل شول.

په راپور کې ویل شوي، چې تورن کس د یادې نجلۍ جسد ټوټه ټوټه کړی او د تېزابو په ذریعه یې له منځه وړی.

تر پيښې وروسته په ایران کې د طالبانو سفارت په تهران کې د یوې افغانې کډوالې کبرا رضايي، د وژنې پېښې په تړاو غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې دغه پېښه به په جدي توګه تعقیب کړي.

یاد سفارت له ایران څخه غوښتي چې د دې پېښې عامل دې پرته له دې چې کوم تابعیت لري، ژر تر ژره د قانون منګولو ته وسپاري.