• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

مکرون: د ملګرو ملتونو د اسراییلو–فلسطین شخړې په اړه کنفرانس وځنډول شو

۲۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۳ جون ۲۰۲۵، ۱۸:۴۶ GMT+۱

د فرانسې ولسمشر اېمانوېل مکرون تایید کړې چې د ملګرو ملتونو هغه نړیوال کنفرانس چې د اسراییلو او فلسطینیانو ترمنځ د دوو دولتونو حل‌لارې لپاره پلان شوی و، ځنډول شوی دی.

دغه پرمختګ وروسته له هغه راځي چې اسراییل پر ایران پوځي برید وکړ او د سیمې امنیتي وضعیت نور هم ترینګلی شو.

دغه کنفرانس د فرانسې او سعودي عربستان په شریک کوربتوب ترسره کېده.

مکرون خبریالانو ته ویلي، دا کنفرانس چې ټاکل شوې وه د جون له ۱۷مې تر ۲۰مې پورې په نیویارک کې ترسره شي، د لوژستیکي ستونزو له امله وځنډول شو، ځکه د فلسطین د خپلواک ادارې غړي نه‌و توانېدلي چې سفر وکړي.

هغه زیاته کړې: "موږ دا کنفرانس ژر تر ژره بېرته تنظیموو، ځکه چې دا د سیمې د سولې او ثبات لپاره حیاتي اهمیت لري."

ترویج لرونکی

په کونړ کې د مارکېټ پر سر شخړه؛ د طالبانو محکمې د ۳۵ زره ډالرو په بدل کې پرېکړه بدله کړې
۱
ځانګړی

په کونړ کې د مارکېټ پر سر شخړه؛ د طالبانو محکمې د ۳۵ زره ډالرو په بدل کې پرېکړه بدله کړې

۲

په کوټه کې پر ښځینه ډاکټرې د تېزابو برید؛ د ډاکټر ماه نور ۳۵ سلنه بدن سوځېدلی

۳

طالبانو او ایراني چارواکو په مشهد کې د افغان بندیانو پر لېږد خبرې کړې دي

۴

هيله نجيب سعد محسني ته: ستاسو په څېر افغان نارينه د ښځو د نه پرمختګ لاملونه دي

۵

سوداګر او صرافان: د طالبانو د ننګرهار د استخباراتو اوپراتیفي مرستیال له سوداګرو باج اخلي

•
•
•

نور کیسې

د بشري حقونو د څار سازمان: افغانستان کې د سرغړونو د څېړلو لپاره باید یوه اداره جوړه شي

۲۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۳ جون ۲۰۲۵، ۱۶:۵۷ GMT+۱
د بشري حقونو د څار سازمان: افغانستان کې د سرغړونو د څېړلو لپاره باید یوه اداره جوړه شي
100%

د بشري حقونو د څار سازمان ویلي، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي رېچارډ بېنېټ په خپل وروستي راپور کې یوځل بیا د بشري حقونو د سرغړونو لپاره د یوې خپلواکې ادارې د جوړېدو غوښتنه کړې ده.

د بشري حقونو د څار سازمان په خپل راپور کې د ریچارډ بېنېټ له قوله ویلي؛ چې په افغانستان کې د تېر او روانو جدي بشري حقونو سرغړونو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو پر وړاندې د بشري حقونو سرغړونو په اړه دې د حساب ورکړې خپلواکه اداره جوړه شي.

بېنېټ ویلي، چې په خپل راپور کې یې افغان ښځې او نجونې د عدالت ترلاسه کولو لپاره له لویو ستونزو سره مخ دي او نوموړي د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د تبعیض بېلابیل ډولونه مستند کړي دي.

بېنېټ په خپل چمتو شوي راپور کې له هېوادونو غوښتنه کړې، چې د افغان ښځو په وړاندې د جدي بشري سرغړونو شواهد راټول، خوندي او د سرغړونکو پر ضد دې قضايي دوسیې جوړې کړي.

نوموړي ویلي:«دا اداره به د طالبانو پر ضد د بې پروايي پر وړاندې مهمه وسیله وي او د نړیوالو قضايي هڅو ملاتړ به وکړي.» ‍

بېنېټ له هېوادونو غوښتنه کړې ده، چې په سپټامبر میاشت کې د اروپايي اتحادیې له خوا د ملګرو ملتونو په شورا کې د افغانستان په اړه د حساب ورکولو د یوې خپلواکې ادارې د جوړولو وړاندېز پرمهال دې خپل پراخ ملاتړ څرګند کړي.

پر ایران د اسراییلي بریدونو وروسته شاوخوا ۱۸۰۰ الوتنې اغېزمنې او ۶۵۰ الوتنې لغوه شوې دي

۲۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۳ جون ۲۰۲۵، ۱۶:۱۵ GMT+۱
پر ایران د اسراییلي بریدونو وروسته شاوخوا ۱۸۰۰ الوتنې اغېزمنې او ۶۵۰ الوتنې لغوه شوې دي
100%

پر ایران د اسراییل له برېدونو وروسته د منځني ختیځ فضا د ګڼو نړیوالو الوتنو پرمخ تړل شوې او زرګونه الوتنې لغوه یا له اصلي مسیرونو څخه منحرفې شوي دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د جمعې په ورځ وروسته له هغه په نړیوالو الوتنو کې ګډوډي رامنځته شوه کله چې اسراییل پر ایران بریدونه پیل کړل.

د بریدونو سره هممهاله د اسراییل ال عال هوايي شرکت، ایر فرانس، ویز اېر او رایان اېر خپلې الوتنې ودرولي.

ویز اېر ویلي، چې د راتلونکو ۷۲ ساعتونو لپاره به الوتنې له بلې لارې کوي، خو اسراییلي شرکتونو خپلې الوتکې له خپلې خاورې ایستلې دي.

د ‌فلاېټ رادار ۲۴ د معلوماتو له مخې، د ایران، عراق او اردن فضا بشپړه خالي شوې او الوتنې اوس د سعودي عربستان او مصر له لارې تیریږي.

د یورو کنټرول ویبپاڼې د اټکل له مخې، تردې مهاله شاوخوا ۱۸۰۰ الوتنې اغېزمنې شوې چې له دې ډلې ۶۵۰ الوتنې لغوه شوې دي.

پر همدغه مهال د جرمني لوفتانزا هوايي شرکت اعلان کړی، چې د ایران، عراق او اسرایل پر فضا یې له سفر کولو څخه ډډه کړې او همدرانګه اېر انډیا له ایران څخه د تېرېدونکو الوتنو مسیرونه بدل کړي او ځیني یې بېرته خپل مبدا ته ستنې کړي دي.

د روسیې ملکي هوايي چلند ادارې هم خپلو هوايي شرکتونو ته د ایران، عراق، اسراییل او اردن له فضا څخه د جون تر ۲۶مې د نه استفادې خبرداری ورکړی او دغو هېوادونو ته یې پر ملکي پروازونو بندیز لګولی دی.

د سېف اېرفورس ویبپاڼې ویلي، چې په منځني ختیځ کې د تاوتریخوالي په ډېرېدو سره الوتنې د مصر، سعودي، ترکیې، اذربایجان او ترکمنستان له لارې تګ راتګ کوي.

نتنیاهو: د نومبر په میاشت کې مو پر ایران د برید چمتووالی نیولی و او امریکا خبره وه

۲۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۳ جون ۲۰۲۵، ۱۶:۱۰ GMT+۱
نتنیاهو: د نومبر په میاشت کې مو پر ایران د برید چمتووالی نیولی و او امریکا خبره وه
100%

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي چې نوموړي لا په تېرې نومبر میاشت کې خپلو امنیتي چارواکو ته د ایران پر ضد د برید لپاره د چمتووالي امر ورکړی و.

نتنیاهو ادعا کوي چې د لبنان د حزب‌الله ډلې د مشر حسن نصرالله تر وژل کېدو وروسته ایران په بېړني ډول د اټومي وسلو د جوړولو پر لور حرکت پیل کړ.

هغه ویلي چې د برید نېټه یې د روان کال د اپرېل وروستۍ ورځ ټاکلې وه، خو د یو لړ "مختلفو دلایلو" له امله برید ځنډنی شو.

نتانیاهو زیاتوي: "موږ نور نه شو کولی د ایران د اټومي او توغندويي پروګرامونو پر وړاندې صبر وکړو. دا دواړه د اسراییل لپاره حیاتي تهدیدونه دي."

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې سیمه‌ییز او نړیوال قدرتونه د ایران د اټومي پروګرام له احتمالي پرمختګ او نظامي کارونې څخه ژورې اندېښنې لري.

پر ایران د اسراییل له بریدونو وروسته د تېلو بیې لوړې شوې دي

۲۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۳ جون ۲۰۲۵، ۱۴:۱۸ GMT+۱
پر ایران د اسراییل له بریدونو وروسته د تېلو بیې لوړې شوې دي
100%

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د اسراییل له‌خوا پر ایران د بریدونو له پیل سره هم‌مهاله د تېلو بیې له اوو سلنې زیاتې لوړ شوې دي. د راپور له مخې، د برینټ خامو تېلو قیمت ۵،۲۵ ډالره (۷،۶سلنه) لوړه شوې او هر بیرل یې ۷۴،۶۱ ډالرو ته رسیدلی.

پر همدغه مهال د امریکا “ویسټ ټکساس انټر میډیېټ” خامو تېلو بیه ۵،۵۷ ډالره (۸،۲ سلنه) لوړه شوې او د یو بیرل قیمت یې ۷۳،۶۱ ډالرو ته پورته شوی دی.

پر اوکراین د روسیې له برېد وروسته دا لومړۍ ځل دی چې په منځ‍ني ختیځ کې د تاوتریخوالې له امله د تېلو په بیې کې لوړوالی راځي.

که څه هم د اسراییل په بریدونو کې د ایران اټومي تاسیسات زیانمن شوي، خو د ایران د نفتو د تصفیې او وېش ملي شرکت ویلي، چې د تېلو د تصفیې او زیرمو تاسیسات نه دي زیانمن شوي.

د اولې هوالبی په نوم شنونکي رویټرز ته ویلي:«تر اوسه د تېلو بهیر نه دی ګډوډ شوی خو اصلي اندېښنه داده چې ایا دغه تازه پېښې به د هرمز تنګي د تېلو پر اکمالاتو اغېز وکړي او کنه.»

شنونکي پر ایران د اسراییل د برید له امله د تېلو د بیې لوړېدو له امله اندېښمن دي او وايي، ښايي ناندرۍ پراخې شي او د تېلو بیې به له مقاومت سره مخ شي.

د اسراییل له برېدونو وروسته د ونډو نړیوال بازارونه هم راولېدلي او خلک د سرو زرو او سویسي فرانک پېرلو ته مخه کړې ده.

اسراییل په ټوله نړۍ کې خپلې سفارتخونې وتړلې

۲۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۳ جون ۲۰۲۵، ۱۴:۰۴ GMT+۱
اسراییل په ټوله نړۍ کې خپلې سفارتخونې وتړلې
100%

پر ایران د اسراییل د پراخو بریدونو پیل وروسته، دغه هېواد د نړۍ په ټولو هېوادونو کې خپل ډېپلوماټیک دفترونه تړي.

د رویټرز د راپور له مخې، د اسراییل د ډېپلوماټیکو ادارو په خبرپاڼو کې ویل شوي، چې د اسراییلي وګړو غوښتنه شوې چې په عامه ځایونو کې بیداره واوسي او د یهود یا اسراییل سمبولونه ښکاره نه کړي.

د رویټرز په راپور کې راغلي، چې هېڅ قونسلګرۍ خدمتونه به نه وړاندې کېږي او له اتباعو غوښتل شوي، که له هر ډول دښمنانه چلند سره مخ شول، له ځایي امنیتي ادارو سره دې اړیکه ونیسي.

د سفارت‌خونو د تړل کېدو لپاره مشخص وخت نه دی اعلان شوی.

په رسمي خبرپاڼه کې ویل شوي: «د وروستیو تحولاتو له امله، د اسراییلو استازولۍ به په ټوله نړۍ کې وتړل شي او قونسلګرۍ خدمتونه به وړاندې نه شي.