طالبانو د ایران پر اټومي ساینس پوهانو د اسراییل بریدونه وغندل

د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت په یوه پیغام کې ویلي، چې د دې ډلې مشرتابه په ایران باندې د اسراییل وروستی برید او "د ایران د پوځي قوماندانانو او اټومي ساینس پوهانو وژنه" په کلکه غندي.
طالبانو د اسراییل برید د نړیوالو قوانینو او د هېوادونو د حاکمیت څخه ښکاره سرغړونه وبلله.
طالبانو وویل چې دا بریدونه په داسې حال کې شوي چې په غزه کې د فلسطین "مظلوم خلک د اسراییل د اشغالګر رژیم لهخوا په ناورین سره تر برید لاندې دي.
د طالبانو په پیغام کې ویل شوي چې اسراییل "د بشري او نړیوالو اصولو په پام کې نیولو پرته د تاوتریخوالي خپرولو ته دوام ورکړی دی."
د طالبانو مرستیال ویاند وویل چې اسراییل تاوتریخوالي ته لمن وهلې او د سیمې هېوادونه یې اندیښمن کړي دي.
طالبانو د جګړې له ښکیلو خواوو وغوښتل چې د سیمهییز ثبات ساتلو لپاره خپلې ژمنې وساتي.
