رویټرز په تل ابیب او اورشلیم کې د چاودنو خبر ورکړی دی

د ایران له تازه بریدونو سره رویټرز راپور ورکړ، چې په تل ابیب او اورشلیم کې د چاودنو غږونه اورېدل شوې دي. تر دې مخکې د اسراییلو پوځ اعلان کړی و، چې له ایران څخه د دغه هېواد پر لور توغندي توغول شوي دي.
تراوسه د دغو نویو توغندیو د دقیق شمېر په اړه راپورونه نه دي ورکړل شوي.