سرچینې وايي، چې د «وعده صادق ۳» لومړي او دویم پړاو په عملیاتو کې هم د خامنهيي کورنۍ همدا ډول پناه ځای ته انتقال شوې وه.
په هغه وخت کې مجتبي د هغه ترڅنګ و، خو نور دوه زامن یې، مسعود او مصطفی ورسره نه وو.
د ایران پر ښارونو د اسراییلي بریدونو لړۍ د یکشنبې په ورځ هم دوام وکړ، چې په لومړي ځل د مشهد ښار چې له اسراییل سرخ تر ۲۳۰۰ کیلومتره واټن لري، هم په نښه شو.
په منځني ختیځ کې د یوې ډېپلوماتیکې سرچینې په خبره، د مشهد برید یو واضیح پیغام دی چې خامنهيي ته وايي: «ځان یې په هېڅ ځای کې خوندي نه دی.»
دغه سرچینه وايي، اسرايیل کولای شوای چې په لومړۍ شپه خامنهيي ووژني، خو پرېکړه وشوه چې ژوندی پرېښودل شي ترڅو ده ته وروستی فرصت ورکړل شي، چې د تهران د یورانیمو غنيکولو پروګرام په بشپړه توګه له منځه یوسي.
د امریکا پخواني ولسمشر ډونالد ټرمپ خامنهيي ته دوه میاشتې وخت ورکړی و، چې د اټومي مذاکراتو په ترڅ کې د ایران د غنيکولو پروګرام ختمولو هوکړه وکړي، خو خامنهيي دا خبرداری رد کړی.
د اسراییل لومړي وزیر بنيامین نتنیاهو د جون په ۲۵مه وویل: «ښایي د ایران او اسراییل جګړې وروستۍ پایله د ایران د رژیم بدلول وي.»
هغه زیاته کړه: «د ایران رژیم ډېر کمزوری دی او یوازې دوه شیان پاتې دي؛ د اټومي بم جوړول او بالسټیک میزایل.»
نتنیاهو همدارنګه وویل: «د دوی هېڅ ملاتړ نشته او ۸۰ سلنه خلک به دا مذهبي واکمنان له واکه لرې کړي. څلور دېرش کاله یې خلک وژلي او سړکونه یې په وینو رنګ کړي، ښځې یې د حجاب نه درلودو له امله شکنجه کړي او زده کوونکي یې په ډزو وژلي دي. د ایران خلک د ازادۍ هیلې لري.»