ایران: نړۍواله ټولنه دې د اسراییل پر وړاندې ودرېږي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي پر نړۍوالې ټولنې غږ کړی چې د اسراییل د اقداماتو پر وړاندې ودرېږي او د سولې د ټینګښت لپاره کار وکړي. هغه له امریکا هم غوښتي چې په روان کړکېچ کې بې طرفه پاتې شي او د اسراییل له بریدونو سره د پېغامونو پر ځای باید ښکاره مخالف څرګند کړي.
نوموړي ایراني لوړپوړي چارواکي زیاته کړې چې ایران په سیمه کې له اسراییل د امریکا پوځي ملاتړ لپاره په تړاو کره او ډېر اسناد په لاس کې لري. د هغه په وینا، ایران ډېپلوماتیکې حللارې ته ژمن دی، خو په همدې حال کې بیا له «تېري» سره مخ شوی.
عراقچي وویل: «موږ د امریکا دا ادعا نهمنو چې ګواکې په دغه برید کې نه دی ښکېل، داسې شواهد لرو چې د دې ادعا پر خلاف دي»
د ایران د بهرنیو چارو وزیر همدارنګه ټینګار وکړ چې هیواد یې د داسې تړون منلو ته چمتو نه دی چې اټومي انرژۍ ته له لاسرسي څخه محروم شي.
