یوه امریکايي سناتور پر ایران د ټرمپ د احتمالي برید مخنیوي طرح وړاندې کړې

د امریکا د ویرجینیا دیموکرات سناتور تیم کین یوه نوې طرح وړاندې کړې چې له مخې به یې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کانګرس له اجازې پرته پر ایران د برید اجازه ونه لري. کین ویلي، « زه ژور اندېښمن یم چې د اسراییل او ایران د تاوتریخوالي زیاتوالی امریکا په یوه بله ناپایه جګړه کې ښکیله نه کړي».
