د ایران بهرنیو چارو وزارت: امریکا په هرڅاڅکي وینه او توغندي کې شریکه ده | افغانستان انټرنشنل پښتو
د ایران بهرنیو چارو وزارت: امریکا په هرڅاڅکي وینه او توغندي کې شریکه ده
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي، امریکا باید پوهه شي چې «د ایران په خاوره کې د هر توغندي، هر شهید شوي ماشوم او هر ړنګ شوي کور مسوولیت ور تر غاړې دی». هغه دا څرګندونې نن په یوه خبري ناسته کې وکړې. نوموړی وايي، هدف دا دی چې ایران کمزوری او منزوي شي.
هغه زیاته کړه: «امریکا باید پوهه شي چې د ایران په خاوره کې د هر توغندي، هر شهید شوي ماشوم، او هر ړنګ شوي کور مسوولیت ور تر غاړې دی».
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند د مذاکراتو د ارزښت په اړه وویل: «اوسنی وضعیت، چې د یوه واضح تجاوز شاهد یو، د مذاکراتو دوام بېمعنا کوي. که امریکا رښتیا نړیوالو اصولو ته درناوی لري، نو باید دا تجاوز محکوم کړي».
بقایي د عسلویې د تېلو پر تاسیساتو د برید یادونه وکړه او ویېویل: «دا یو ښکاره خبرداری دی، چې رژیم غواړي سیمه پراخې جګړې ته راکاږي. هېوادونه باید هوښیار واوسي او دا پلان شنډ کړي. موږ د اسلامي هېوادونو له سازمان سره په اړیکه کې یو او دا موضوع به د هغوی په راتلونکې غونډه کې د بحث لومړنۍ موضوع وي.»
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند په پای کې وویل: «د ایران سولهییز اټومي پروګرام یوازې یوه پلمه ده. هدف دا دی چې ایران کمزوری او منزوي شي».
پر ایران د اسراییل برید په معاصر تاریخ کې د ایران پر مهمو نظامي او ستراتیژیکو شتمنیو تر ټولو ستر برید ګڼل کیږي چې لا هم روان دی. په دغه برید کې د ایران نظامي، استخباراتي او علمي بنسټونه سخت زیانمن شول او د سپاه پاسداران، پوځ او اتومي ادارو لسګونه مهم چارواکي له منځه لاړل.
دې وژنو د ایران پوځي، دفاعي وړتیاوې سختې وځپلې او سره له دې، چې تهران د خپلو وژل شویو جنرالانو ځایناستي سملاسي وټاکل، خو ددغه هېواد پر دفاعي وړتیاوو یې اغیز تر نن ورځې هم جوت دی، ځکه تهران ورو ورو داسې حالت ته رسیږي، چې اسراییلۍ الوتکې په فضا کې د ځان پر وړاندې هیڅ خنډ ونه ویني.
وژل شوي پوځي جګپوړي قوماندانان
سرلشکر حسین سلامي (د سپاه پاسداران عمومي قوماندان)
د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار په یوې اوږدې څلور مخیزه مقاله کې ویلي، که د ایران او اسراییل ترمنځ جګړه د تل ابیب په ګټه پای ته ورسېده؛ نو ورپسې به پاکستان، ترکیه، سوریه او لبنان هم خوندي پاتې نه شي.
هغه ویلي، تر هغې چې له اسراییل څخه د امریکا لاسونه لنډ نه شي؛ د ایران او غزې جګړه نه ختمېږي.
نوموړي ټینګار کړی، چې د ایران سره د روان تاوتریخوالي د اوښتو زیانونو ټوله پړه به د اسراییل پر غاړه وي؛ ځکه جګړه یې پیل کړې ده.
د نوموړي په خبره، خواله رسنۍ باید د کره معلوماتو، سوداګرۍ، زدهکړو او عامه پوهاوي لپاره وکارول شي.
طالبانو تر دې مخکې هم ورته بندیزونه او محدودیتونه لګولي وو. د دغې ډلې د استخباراتو ادارې تر څنګ د امربالمعروف وزارت د خواله رسنیو یو شمېر کارکوونکي شکنجه کړي او زنداني کړي هم دي.
طالبانو په دویم ځل واکمنۍ کې هم د بیان پر ازادۍ سخت بندیزونه لګولي او په خواله رسنیو یې هم ځانګړې څار ډلې جوړې کړې دي.
دغه ډلې مسوولیت لري، چې د طالبانو په خلاف هر ډول تبلیغاتو پر ضد فعالیتونه وکړي او هغه کسان هم په نښه کړي چې دوی ننګوي یا هم پرې نیوکې کوي.