ګلبدین حکمتیار: که اسراییل پر ایران بریالی شو، ورپسې د پاکستان وار دی

د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار په یوې اوږدې څلور مخیزه مقاله کې ویلي، که د ایران او اسراییل ترمنځ جګړه د تل ابیب په ګټه پای ته ورسېده؛ نو ورپسې به پاکستان، ترکیه، سوریه او لبنان هم خوندي پاتې نه شي.
هغه ویلي، تر هغې چې له اسراییل څخه د امریکا لاسونه لنډ نه شي؛ د ایران او غزې جګړه نه ختمېږي.
نوموړي ټینګار کړی، چې د ایران سره د روان تاوتریخوالي د اوښتو زیانونو ټوله پړه به د اسراییل پر غاړه وي؛ ځکه جګړه یې پیل کړې ده.
د حکمتیار په باور یو شمېر ایراني الاصله وګړو د «موساد استخباراتي شبکې» ته د جاسوسۍ له کبله اسراییل ته د بریدونو ترسراوي توان ورکړ.
هغه زیاته کړې: «قران دا ډول خلک منافق او اصلي دوښمنان ګڼي».
د حزب اسلامي مشر باور لري، چې د اسراییل له لوري پر ایران پیل شوې جګړه په سیمه او نړۍ کې ناورین زېږوونکې ده چې بدیلې پایلې به ولري.
د نوموړي په خبره، اسراییل په یوازې ځان دغه جګړه نه شي کولای او دا ورسره د اسلامي هېوادنو پر ضد د یو شمېر غیر اسلامي قدرتونو ګډه هڅه ده.
هغه امریکا، برېټانیا او فرانسه د دغه جګړې اصلي محورونه یاد کړي.
د حزب اسلامي مشر په خپله مقاله کې وړاندې کاږي، چې اسراییل په غزه کې د ملکي وګړو پر وژلو تنده ماته نه شوه او اوس یې په ایران کې هم پر ملکي استوګنځایونو بریدونه پیل کړي.
تر دې دمخه یو شمېر نورو افغان سیاستوالو هم د ایران او اسراییل ترمنځ د رامنځته شوې شخړې په تړاو خپل دریځونه څرګند کړي.
د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون ډېرو د ایران ملاتړ کړی او دغه جګړه یې د سیمې د بې ثباتۍ لپاره خطرناکه بللې ده.
