اسراییلي رسنۍ: د جګړې له پیله د ایران په بریدونو کې ۱۹ اسرایلیان وژل شوي

د اسراییلي رسنیو له لوري په خپرو شویو راپورونو کې ویل شوي، چې د جګړې له پیله تر اوسه د ایران په بریدونو کې ۱۹ اسرایلیان وژل شوي دي. دا نه دي ویل شوي، چې دغه ټول وژل شوي کسان ملکي وګړي دي او که نظامیان.
همدا راز د ایران د بریدونو له امله تر ۲۰۰ ډېرو اسرایلیانو د ټپي کېدو خبرونه هم خپاره شوي دي.
همدا نن هم ایران د تل ابیب تر څنګ د اسراییل پر حیفا توغندي وېشتي دي.
همدا راز اوکراین په روانو بریدونو کې د اسراییل دننه د خپلو ۵ وګړو د وژل کېدو پخلی کړی.
