په ایران کې د بند پاتې شویو پاکستاني زدهکړیالانو یوه جوپه د پاکستان په لور روانه شوه

د پاکستاني رسنۍ جیونیوز د راپور له مخې؛ په ایران کې د بند پاتې شویو پاکستاني زدهکړیالانو یوه جوپه د پاکستان په لور وخوځېده. د راپور له مخې؛ د دغه کسانو د لېږدولو لپاره تفتان پولې ته ځینې بسونه ورغلي دي.
د ډیپلوماټیکو سرچینو په وینا؛ د تفتان پوله به نن د مازدیګر له څلورو بجو وروسته پرانیستل شي.
تر دې وړاندې د یکشنبې په ورځ هم ۱۸۰ پاکستانیان له ایرانه پاکستان ته ستانه شوي وو.
په ایران کې د پاکستان سفیر مدثر ټیپو وايي، په ایران کې د پاکستان سفارت کار کوي چې پاکستانیانو ته ټولې ممکنه اسانتیاوې برابرې کړي.
د ایران او اسراییل ترمنځ د روانو شخړو له امله پاکستان له ایران سره خپله ګډه پوله تر نامعلومې نېټې پورې تړلې ده. د دواړو هېوادونو ترمنځ د الوتنو لړۍ هم درېدلې ده.
له بل پلوه د پاکستان د کورنیو چارو وزارت خپلو وګړو ته مشوره ورکړې، چې ایران ته له سفر کولو ډډه وکړي.
