د جي۷ مشران په کاناډا کې د ایران او اسراییل د جګړې تر سیوري لاندې غونډه پیلوي

د نړۍ د اوو سترو صنعتي هېوادونو (G7) مشران نن په کاناډا کې خپله غونډه په داسې حال کې پیلوي، چې د ایران او اسراییل ترمنځ روانې جګړې پرې سیوری اچولی دی.
د غونډې تمرکز چې تر دې وړاندې د نړۍوالو اقتصادي مسایلو او تجارتي ستونزو پر حل و، اوس د منځني ختیځ ژور بحران ته اوښتی.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، باور لري چې جګړه ممکن تهران دې ته اړ کړي چې د اټومي تړون منلو ته چمتو شي.
د برېتانیا او فرانسې مشرانو هم پر ایران غږ کړی، چې له پاروونکو اقداماتو لاس واخلي او د سولې خبرو ته راستون شي.
ټاکل شوې وه، چې د امریکا او ایران ترمنځ اټومي خبرېاترې د یکشنبې په ورځ وشي، خو د اسراییلي بریدونو له پیل سره وځنډول شوې.
د G7 مشران اوس هڅه کوي، چې د تهران او تلابیب ترمنځ د شخړې د پراخېدو مخه ونیسي.
