رادان: د خلکو په مرسته مو یو شمیر جاسوسان ونیول

د ایران د ملي پولیسو قوماندان سردار احمدرضا رادان وايي چې د خلکو په مرسته یې یو شمیر جاسوسان نیولي. ایراني پولیسو دغه راز د بې پیلوټه الوتکو د پرزو یوه فابریکه هم کشف کړې ده.
د ایرنا د راپور له مخې، د پولیسو دغه چارواکي ویلي چې په ټول هېواد کې د اسراییل د جاسوسانو د نیولو لپاه هڅې روانې دي او له خلکو یې غوښتي، چې له پولیسو سره مرسته وکړي.
د ایران د پولیسو مشر د جاسوسۍ په تور نیول شویو کسانو شمېر او د هغوی هویت نه دی په ډاګه کړی.
له دې وړاندې هم ایراني چارواکو ادعا کړې وه، چې د ایران په ځینو سیمو کې یې د اسراییل څارګرې ادارې موساد جاسوسان نیولي دي.
