ملګري ملتونه: د نطنز په تاسیساتو کې شاوخوا ۱۵ زره سنټرفیوژونه سخت زیانمن شوي

د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ ادارې مشر رافایل ګروسي ویلي، ښایي د ایران د نطنز یورانیم غنيکوونکي مرکز ټول نږدې ۱۵،۰۰۰ سنټرفیوژونه د اسراییلي برید له امله د برېښنا له پرېکېدو سره سخت سخت زیانمن یا له منځه تللي وي.
ګروسي له رسنیو سره په مرکه کې وویل، که څه هم هغه تالار چې دغه مرکز پکې ځای لري ښکاره نه دی په نښه شوی، خو د برېښنا ناڅاپي پرې کېدو له امله ډېر احتمال شته، چې سنټرفیوژونه یا ویجاړ شوي وي او یا یې د کار وړتیا له لاسه ورکړې وي.
نوموړي زیاته کړه، دا ډول ظریفې وسلې چې په خورا لوړ سرعت حرکت کوي، د برېښنا له پرې کېدو سره سمدلاسه له خطر سره مخ کېږي.
