"برترایت" سازمان له اسراییل نه ۱۵۰۰ تنه قبرس ته ولېږدول

د برترایټ ادارې اعلان کړی چې له ۱،۵۰۰ ډېر هغه ګډونوال چې د دغه سازمان د پروګرام په چوکاټ کې اسراییل ته تللي وو، د یوې کروز بېړۍ له لارې له اشدود بندر څخه د قبرس لارنکا ته انتقال شوي.
یاد پروګرام، چې د ځوانانو لپاره وړیا تعلیمي سفرونه تنظیموي، ویلي چې دا انتقال په داسې حال کې ترسره شوی، چې د اسراییلي سمندري ځواکونو له خوا یې ساتنه کېده.
د برترایټ په وینا، له قبرس څخه به د ګډونوالو هغه برخه چې امریکايي وګړي دي، د فلوریډا ایالت د والي رون ډیسانتیس له خوا په چارټر شویوالوتکو کې فلوریډا ته انتقال شي او له هغه ځایه به خپلو ښارونو ته لاړ شي.
د راپور له مخې، د ایران پر ضد د اسراییل د برید له امله د جمعې په سهار د سفرونو د لغو کېدو له امله شاوخوا ۲،۸۰۰ځوانان له پلان شویو برنامو بېبرخې شوي.
ټایمز اف اسراییل وايي، د هغو ګډونوالو چې له نورو هېوادونو راغلي یا د اوږدمهاله رضاکارۍ پروګرامونو برخه دي، د تخلیې بهیر به په راتلونکو ورځو کې عملي شي.
