سپينه ماڼۍ: ولسمشر ټرمپ ته به د جمعې، شنبې او یکشنبې په ورځو استخباراتي معلومات ورکړل شي

سپینه ماڼۍ وايي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته به د اسراییل او ایران ترمنځ د پرمختګونو په اړه د ملي امنیت شورا لخوا د جمعې، شنبې او یکشنبې په ورځو معلومات ورکړل شي.
له دې وړاندې الجزیرې تلویزون راپور ورکړی وو، چې ټرمپ ویلي دي هغه به په راتلونکو دوو اونیو کې پریکړه وکړي چې ایا امریکا به د اسراییل او ایران په شخړه کې ښکیل شي او که نه.