د چین او روسیې ولسمشرانو پر ایران د اسراییل برید غندلی

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د چین ولسمشر شي جین پینګ د پنجشنبې په ورځ تیلیفوني خبرې کړې او پر ایران د اسراییل برید یې غندلی او د وضعیت پر سمسمکي یې ټینګار کړی. روسیې متحده ایالاتو ته هم ویلي چې د اسراییل په بمباریو کې ګډون ونه کړي.
د کرملین مرستیال یوري اوشاکوف خبریالانو ته وویل: «دواړه روسیه او چین په کلکه د اسراییل دا عملونه غندي چې د ملګرو ملتونو منشور او نړیوال حقوقي اصول یې مات کړي دي».
اوشاکوف زیاته کړه: «مسکو او بیجینګ په اصل کې باور لري چې د ایران د اتومي پروګرام په اړه روانه ستونزه او روان وضعیت هېڅ پوځي حل نه لري. دغه حل باید یوازې له سیاسي او دیپلوماتیکو لارو ترلاسه شي.»
روسیې خبرداری ورکړی چې که د اسراییل او ایران ترمنځ شخړه چې نن یې اوومه ده، نوره هم وغځېږي نو دا به یو لوی ناورین وي. روسیې متحده ایالاتو ته هم ویلي چې د اسراییل په بمباریو کې ګډون ونه کړي.
