د قرغیزستان ولسمشر: د سیمې د ثبات لپاره په افغانستان کې د وضعیت دوامدار څار اړین دی

د قرغیزستان ولسمشر صدر جباروف ویلي، چې د سیمې د ثبات او ګډو همغږو اقداماتو لپاره اړینه ده، چې په دوامداره توګه په افغانستان کې د روان وضعیت څارنه وشي.

د قرغیزستان ولسمشر صدر جباروف ویلي، چې د سیمې د ثبات او ګډو همغږو اقداماتو لپاره اړینه ده، چې په دوامداره توګه په افغانستان کې د روان وضعیت څارنه وشي.
جباروف د ډله ییز امنیت تړون سازمان د غړو هېوادونو د امنیت شورا ګانو (منځنۍ اسیا ـ روسیې) د غړو په ګډه ناسته کې ویلي، چې د سیمې د ثبات لپاره اړینه ده، چې په افغانستان کې د روان وضعیت دوامداره څارنه وشي.
جباروف ویلي:«دا ضروري ده، چې د وضعیت تغییرات په هوښیارۍ وڅارل شي او د وقايې ګډ اقدامات ترسره شي څو د سیمي ثبات خوندي پاتې شي. د امنیتي ګواښونو لپاره یو موثر، جامع او منظم لیدلوری به د هېوادونو د خلکو پر ژوند مثبت اغېز ولري.»
نوموړي ویلي، چې نړیوال وضعیت لا هم له پیچلو او نامعلومو ګواښونو سره مخ دی او تروریزم لا هم د سیمې لپاره یو جدي خطر دی.
په دې ناسته کې د امنیت شوراګانو سکرترانو هم د تروریزم، افراطیت، او سایبري جرمونو پر وړاندې پر ګډو هڅو ټینګار کړی.


د طالبانو د بهرنيو چارو وزير امیرخان متقي وایي، د ناروې هېواد لهخوا د دغې ډلې د ډیپلوماټ منل د اړيکو او باور جوړونې په برخه کې یو ښه پرمختګ دی.
نوموړي دغه څرګندونې د ناروې هېواد شارژدافير پير البرت الساس سره په لیدنه کې کړې دي.
د دغه وزارت لهخوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغې لیدنه کې په يو لړ دوه اړخيزو او سیمهييزو مسايلو هم خبرې شوې دي.
ښاغلي متقي دارنګه په سيمه کې د روان وضعيت په تړاو اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې د افغانستان حکومت په اسلامي او انساني بنسټونو د ايران ولس سره همکارۍ ته چمتووالی لري.
د خبرپاڼې له مخې؛ ښاغلي پير هم د سيمې پر وروستيو تحولاتو او پر افغانستان يې د احتمالي اغېزو په اړه اندېښنه څرګنده کړه.
په خبرپاڼه کې د ښاغلي پير په حواله راغلي، چې نږدې راتلونکې کې به د دواړو هېوادونو د اړیکو ارزونې په موخه يې د هېواد يو پلاوی افغانستان ته راشي.
که څه هم د سیمې په ګډون ګڼ هېوادونه د طالبانو سره ښه راشه، درشه لري؛ خو بیا هم هیڅ یوه هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

د طالبانو د اقتصاد وزیر وایي، د افغانستان د مرکزي بانک د شتمنیو کنګل پاتې کېدل په هېواد کې د بېوزلۍ او وزګاري د زیاتوالي لامل شوي دي. هغه په افغانستان کې د ناروې له شارژدافیر پیر البرټ الساس سره په لیدنه کې د بندیزونو د لرې کولو او د هېواد د اسعارو د زېرمو د خلاصولو غوښتنه کړې.
دا په داسې حال کې ده، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې د نږدې څلورو کلونو په تېرېدو سره په افغانستان کې فقر او لوږه زياته شوې ده.
نړۍوالو بنسټونو خبرداری ورکړی، چې افغانستان د یوې بشري فاجعې له ګواښ سره مخ دی او شاوخوا ۲۳ میلیونه وګړي نړۍوالو بشري مرستو ته اړتیا لري.
د افغانستان اقتصاد له نړۍوالو بازارونو څخه قطع شوی او د بندیزونو له امله نشي کولی بهرنۍ پانګونې راجلب کړي.
طالبانو په دې موده کې هڅه کړې، چې د کانونو په سکټور تمرکز وکړي ترڅو د کورنیو عوایدو او کارموندنې ستونزه حل کړي؛ خو تر اوسه په افغانستان کې د کانونو شرکتونو له خوا پانګونه محدوده ده او د لویو کانونو پروژو د پایلو ترلاسه کولو لپاره وخت نیسي.
په ورته وخت کې د طالبانو حکومت په افغانستان کې د صنعتي او خدماتي سکتورونو په پراختیا کې پاتې راغلی او د پراخې بېکارۍ ستونزه لا هم نه ده حل شوې.
وزګاري د دې لامل شوې، چې یو شمېر افغانان ګاونډیو هېوادونو ته کډوال شي.
طالبانو ژمنه کړې وه، چې د فارس خلیج هېوادونو کې به د افغان کارګرانو لپاره کاري فرصتونه برابر کړي؛ خو دغو هېوادونو د طالبانو غوښتنې ته مثبت ځواب نه دی ویلی.
امریکا د افغانستان د مرکزي بانک شاوخوا ۳.۵ میلیارده ډالره د «افغان صندوق» په نوم اماني صندوق ته چې په سویس کې دی، انتقال کړي دي.
د دې شتمنیو د لاسرسي لپاره د طالبانو هڅې تر اوسه ناکامې شوې دي.
دا صندوق د افغانستان د اقتصادي ثبات د ملاتړ او د طالبانو د دې مالي سرچينو د لاس رسي د مخنيوي لپاره جوړ شوی.
دغه صندوق د یوه پلاوي له خوا څارل کېږي، چې غړي یې د امریکا، سویس او د افغانستان د پخواني حکومت دوه چارواکي انورالحق احدي او شاه محمد محرابي دي.
د نورو ۳.۵ میلیارد ډالرو برخلیک په امریکا کې د سپټمبر د یوولسمې د قربانیانو د کورنیو له خوا د خسارې د ادعاوو له امله په شک کې دی.
دوی طالبان له القاعدې سره د دوی د ملګرتیا مسوول ګڼي، چې په نیویارک کې د نړۍوال سوداګریز مرکز په برجونو د بریدونو تر شا و.
د طالبانو د اقتصاد وزارت په یوې خبرپاڼه کې وویل، چې د دوی وزير دین محمد حنیف د ناروې له ډیپلومات سره د کتنې په جریان کې د اقتصادي همکارۍ د پیاوړتیا او بشري مرستو د دوام پر اړتیا ټینګار کړی دی.
هغه له نړۍوالې ټولنې او مرستندویه ادارو وغوښتل، چې د پراختیایي مرستو چمتو کولو، د راستنیدونکو کډوالو د ستونزو حل او د اقلیم د بدلون او طبیعي پېښو له ګواښونو سره د مقابلې پر برخو تمرکز وکړي.
حنیف د اقتصادي زېربناوو رامنځته کول او د پراختیایي پروژو پلي کول هم د بشري مرستو په اړه د افغانستان د انحصار کمولو او د خلکو د اقتصادي او معیشتي ستونزو د حل لپاره خورا مهم وګڼل.
د خبرپاڼې له مخې، د ناروې شارژدافیر ویلي چې هېواد به یې په ۲۰۲۵ کال کې له افغانستان سره د ۸۰ میلیون ډالرو مرسته وکړي.

په تورخم کې د طالبانو د استخباراتو مرستیال نعیم ګل د ټنګ ټکور په یوه محفل کې برخه اخیستې او چرس څکوي. دا ویډیو چې په ټولنیزو شبکو کې لاس په لاس کېږي، ښيي چې نوموړی د شپې مهال د ټنګ ټکور په یوه محفل کې له موسیقۍ څخه خوند اخلي.
افغانستان انټرنشنل - پښتو ته د دغه ویډیو رالېږونکی ادعا کوي، چې نوموړي د طالبانو د واک له ترلاسه کېدو وروسته، ډېر شمېر ننګرهاریان د موسیقۍ او محفلونو له امله نیولي، وهلي او ډبولي دي.
قاري نعیم ګل د ننګرهار ولایت د شینوارو ولسوالۍ د سیاچوب کلي اصلي اوسېدونکی دی. نوموړی د طالبانو له واکمنېدو وروسته د دغه ولایت د استخباراتو ریاست په بېلابېلو برخو لکه د دفتر مدیریت، داخلي امنیت او ترهګرۍ ضد څانګو کې دنده ترسره کړې ده.
هغه په ننګرهار کې د دې ډلې د استخباراتو د پخواني مشر ډاکټر بشیر تر ټولو نږدې کس دی، چې د بې ګناه خلکو په وژنو، تښتونو او د شکنجو په ډېرو قضیو کې لاس لري.
د ویډیو له خپرېدو وروسته، د سیمې یو شمېر اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې دا ډول دوهمخی چلند د طالبانو د سخت دریځه تګلارو او اسلامي ادعاوو سره په ټکر کې دی. ځینې پر دې ټینګار کوي، چې نعیم ګل د موسیقۍ، هنري فعالیتونو او داسې ټولنیزو مراسمو پر ضد سخت اقدامات کړي دي.
د سرچینو په وینا، هغه ګڼ شمېر ځوانان د سندرو له محفلونو، یا د موبایل موسیقۍ له امله نیولي، وهلي او شکنجه کړي دي.
د ننګرهار ولایت یوه اوسېدونکي افغانستان انټرنشنل - پښتو ته د نوم نه ښودلو په شرط وویل: «هغه چا ( قاري نعیم ګل) چې خلک به یې ټنګ ټکور له امله ډبول، نن پخپله د موسیقۍ مخې ته ناست، مست او چرس څکوي.»
د جلال اباد ښار یو بل اوسېدونکی وایي، « که دا ویډیو د یو عادي افغان ځوان وای، نو طالبانو به زندان ته اچولی و؛ خو کله چې د طالبانو غړي او یا چارواکي وي، نو قانون او شریعت ورته کومه معنا نه لري.»
د یادولو وړ ده، چې پر طالبانو لا له وړاندې دا نیوکه شته، چې د دوی مسوولین د عامو خلکو له چارو سره سخت چلند کوي، خو دوی خپله اصول او قانون ته ژمن نه دي، دا پېښه چې پهکې د استخباراتو یو لوړپوړی چارواکی ښکاري، دا تاثر لا پسې پیاوړی کوي.
سیاسي څېړونکي باور لري، چې دا ډول پېښې د طالبانو پر ادارې باور ته زیان رسوي او د دوی لهخوا پر ټولنه لګول شوي سخت ټولنیز بندیزونه تر پوښتنې لاندې راولي.

د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان (نی) د ایران او اسرايیل ترمنځ پراخو نښتو ته په اشارې په ایران کې د مېشتو افغان خبریالانو د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې. دوی د بشري حقونو او د بیان د ازادۍ له ملاتړو بنسټونو غوښتي، چې له ایران څخه د افغان خبریالانو په وتلو کې مرسته وکړي.
نی چې اوسمهال په جلاوطنۍ کې فعالیت کوي، د چهارشنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۸مه) په یوې خبرپاڼه کې لیکلي، چې د ایران او اسراییل ترمنځ د زیاتېدونکي تاوتریخوالي له امله په ایران کې د افغانستان رسنیزه ټولنه له زيات فشار سره مخ ده.
دغه سازمان ټينګار کړی، چې د افغان خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو «فزيکي او رواني خوندیتوب» په خطر کې دی.
نی ټینګار کړی، چې په ایران کې کډوال خبریالان نه یوازې د اسراییل د بریدونو له مرګوني خطر سره مخ دي، بلکې په هېواد کې د افغان کډوالو په وړاندې د منفي احساساتو څخه هم ځورېږي.
یاد سازمان په ټينګار سره ویلي، چې افغان خبریالان باید له ایران څخه درېیم هېواد ته ولېږدول شي.
د سازمان په خبرپاڼه کې ویل شوي: «موږ یو ځل بیا ټینګار کوو، چې افغان خبریالان او د رسنیو کارکوونکي په ایران کې د مرګ له خطر سره مخ دي. که دوی په ایران کې پاتې شي، نو وبه وژل شي او که دوی هېواد ته ستانه شي، نو د طالبانو له خوا به د مرګ له خطر سره مخ شي.»
نی له ملګرو ملتونو، د نړۍوالو بشري حقونو له سازمانونو او د بیان د ازادۍ او د خبریالانو د حقونو ملاتړو ادارو څخه غوښتنه کړې، چې په ایران کې د افغان کډوالو خبریالانو وضعیت ته لومړیتوب ورکړي او اړین اقدامات وکړي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت د نړیوالې همکارۍ د ریاست مشر په بروکسل کې د افغانستان په اړه د لوړ پوړو چارواکو په ناسته کې اغیزمنو شویو افغانانو ته د بشري مرستو پر رسولو ټینګار کړی دی.
په بروکسل کې د افغانستان په اړه ناسته کې د قطر د بهرنیو چارو وزارت د نړیوالې همکارۍ ریاست سرپرست سلطان بن احمد العسیري په افغانستان کې روانو سیاسي او اقتصادي ننګونو ته په کتو د مرستو پر همغږۍ او ګډو هڅو ټینګار کړی دی.
نوموړي ویلي:« مرستندویه هېوادونه او بشري سازمانونه کولی شي، چې د افغان ټولنې د ظرفیت لوړولو په ملاتړ اغیزناک رول ولوبوي څو انعطاف او بیارغونه زیات شي.»
دغه قطري چارواکي ویلي، چې هېواد یې د افغانانو ملاتړ ته دوام ورکوي.
په بروکسل کې د افغانستان په اړه دوه ورځنۍ ناسته کې د اروپايي اتحادیې، ملګرو ملتونو، نړیوال بانک، د G7 هېوادونو او ګڼو بشري مرستندویه سازمانونو استازو ګډون کړی و.