متقي: افغانان د ایراني ولس ترڅنګ ولاړ دي

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په کابل کې د ایران له سفیر علي رضا بیکدلي سره په کتنه کې د سیمې د وضعیت او د افغانستان له لارې د ایراني حاجیانو د لېږد په تړاو خبرې کړې دي. متقي ویلي، چې طالبان د افغانستان له لارې د ایراني حاجیانو د راګرځېدو په برخه کې مرستې ته چمتو دي.