اسراییلي سیاستوال وايي چې له ایران نه ټیلیفوني ګواښنې ورته کیږي

یو شمېر اسراییلي سیاستوالو ویلي، چې له تېرو څو ورځو راهیسې له ایران نه زنګونه ور وهل کیږي او ګواښل کیږي. د ییش عتید پارلماني غړې شلي طال میرون دفتر ته یوه نارینه زنګ وهونکي ویلي، « ته ډایپر (کونسترکي) ته اړتیا لرې». یوه بل ورته ویلي، تلخونو ته ننوځئ، چې توغندي در روان دي.